تاند- اپل کمپنۍ د آی فون له نوي ورژن (نسل) سره یوځای د آی پډ د ډېر لوی سکرین (شیشې) ټابلیټ د جوړولو کار پیل کړی دی.
راپورونه وايي چې اپل په خپل تاریخ کې تر ټولو د لوی سکرین لرونکي ټابلیټ، په جوړولو بوخت دی. د دغه آی پډ شیشه یا سکرین به۱۲ اعشاریه ۷ انچه وي.
اوس په بازار کې د آی پډ د شیشې سایز ۸ اعشاریه ۷ انچه دی.
اپل وايي چې ممکن د روان سپټمبر په نهمه نېټه د لوی سایز سکرین آی پډونه بازار ته راوباسي.