تاند- اپل کمپنۍ په دې بخښنه وغوښته چې د خپلو پخوانیو آیفونونو سرعت یې کم کړی دی.
د هافینګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، اپل بې له دې چې اعلان وکړي د خپلو پخوانیو ایفون موبایل ټېلفونونو کار سوکه کړی و.
ډېرو کسانو چې د ایفون پخواني ماډولونه یې کارول شکایت درلود چې موبایلونه یې د پخوا په شان چټک کار نه کوي، تر دې چې اپل کمپنۍ وویل، د نویو ماډلونو، په تېره بیا ایفون ۸ او ۱۰ له راایستلو وروسته یې د پخوانیو ماډلونو سرعت ورو کړی دی.
اپل کمپنۍ د لنډ وخت لپاره د متبادلو بیټریو بیه ټیټه کړه.
د جنورۍ له وروستیو د ۲۰۱۸ تر دسمبر پورې به د ایفون ۶ او تر دې هم د مخکینیو ماډلونو لپاره متبادلې بېټرۍ په ۲۹ ډالره بازار ته راووځي.
اپل کمپنۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په دې خبر دي چې د ایفون ځینې کاروونکي د خپلو موبایلونو له کاره راضي نه دي، خو په دې خاطر بخښنه غواړي او دا هم اعلانوي چې قصداً د خپلو محصولاتو د عمر د کمولو هڅه نه کوي.