هلمند –
له افغانستانه پرته په نوره نړۍ کې چې کله دوه سيالان د هېواد د رهبرۍ لپاره کانديدان وي، کوم چې ټاکنو کې بريالی سي نو دوهم يا ناکام کانديد د بريالي کانديد پر ضد اپوزیسیون جوړوي.
د حکومتونو ترڅنګ اپوزیسیون د دې لپاره جوړيږي چې د حکومت د منفي کړنو څارنه وکړي، ترڅو د هېواد ملي ګټو ته يا په سياسي نظام کې داسې تېروتنه ونه سي چې د هېواد په زيان وي.
زموږ په هېواد کې هغه ډول اپوزیسیون چې په نورو هېوادونو کې رامنځته کيږي نشته، د اپوزیسیون کلمه په افغانستان کې د کرزي د حکومت پر مهال رامنځته سوه.
دغه راز زموږ په هېواد کې لومړی ډاکټر عبدالله عبدالله د اپوزیسیون د جوړولو خبر ورکړ، چې د دې ترڅنګ نورو ډلو او ټپلو به هم د ډاکټر عبدالله په څېر ورته خبرې کولې خو؛ ډاکټر عبدالله عبدالله هم په داخلي او هم بهرني کړنو کې ځان د کرزي د حکومت پر وړاندې اپوزیسیون وباله؛ چې پر دې سربېره د هېواد ډېری سياسينو پر ډاکټر عبدالله او پر اپوزیسیون دا نيوکې وکړې چې اپوزیسیون بايد د د ولت په چوکاټ کې نه وي او د ده ډېری ملګرو چې په اپوزیسیون کې يې قرار درلود څه موده وروسته به يې بيا د دولت په لوړو پوسټونو کې دندې ترسره کولې.
د ځينو سياسينو دا نيوکې هم پر ځای دي چې، اپوزیسیون چې ځانته کوم تعريف لري، د کومو موخو لپاره کار کوي، په افغانستان کې هغه ډول نه و او تېر اپوزیسیون رښتيا هم د دولت غوندې له ستونزو ډک و.
په تېر کې ډېر جالبه خو دا وه هر څوک چې به پر دولتي څوکۍ مقرر و هيڅ ستونزه به نه وه او کله چې به له دندې ګوښه سو بيا به له اپوزیسیون سره يو ځای سو او يا به يې ځان د سياسي کارپوه په توګه مطرح کړ او پر دولت به يې ډول ډول نيوکې کولې.
زموږ په هېواد کې د تېرو ټاکنو له دوهم پړاو وروسته دوه کانديدان ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله هغه مخکښ کانديدان و چې هر يو د برياليتوب دعوه کوله، چې له اوږدو ټاکنيزو جنجالونو وروسته يې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې ډول د امريکا متحده ايالاتو په وړانديز د ملي يووالي حکومت رامنځته کړ، چې له مخې ډاکټر محمد اشرف غني د هېواد د ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرايه مشر په توګه غوره سول.
تر دې مخکې ډاکټر عبدالله عبدالله د يو رسمي اپوزیسیون د مشر په توګه کار کاوه او د نوي حکومت چې د ملي يووالي په نامه جوړ سو؛ ولس ته يې داسې وښوول چې دا د ټولو افغانانو ګډ حکومت دی خو ددې ټولو سره سره لا هم ډېری افغانان ځانونه ناراضه ګڼي، څوک په کابينه کې خپل وزير غواړي، څوک د خپل تنظيم او ډلې سړی غواړي، څوک د مجاهدينو حق غواړي او څوک. . .
زموږ په هېواد کې د موجوده حکومت تر جوړېدو وروسته هغه چا چې ځان په دولت کې نه ليده هغوی د اپوزیسیون د جوړېدو خبرې شروع کړې، په دې اړه بېلابېل بحثونه وسول، کله به ويل کېدل چې د افغانستان تېر ولسمشر ښاغلی حامد کرزی اپوزیسیون جوړوي خو نوموړي به دا اوازې ردولې.
اوس جوته سوه چې، د افغانستان د پخواني ولسمشر کرزي په کابينه کې د کورنيو چارو وزير عمر داوزی د ((ملي وفاق)) په نامه يو اپوزیسیون جوړوي چې په دې اپوزیسیون کې به د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دورې ډېر مهم اشخاص برخه واخلي.
داسې هم ويل کيږي چې ددې اپوزیسیون تر شا د پخواني ولسمشر حامدکرزي ژور لاس دی او هره کړنه به د هغه په اشاره ترسره کيږي.
اوس به دې ته راسو چې په موجوده وخت کې زموږ هېواد کې اپوزیسیون ته اړتيا سته که نه؟
د اپوزیسیون جوړول به ګټه وکړي که تاوان؟
زما په اند له يوې خوا چې زموږ په هېواد کې اپوزیسیونونه پخوا جوړ سوي دي يوازينۍ موخه يې خپلې شخصي ګټې وې، د اپوزیسیون په نامه د قوي ډلې له جوړېدو وروسته په دولت کې ځانونه ننباسي او خپل غړي يې په لوړو دولتي پوسټونو کې مقرروي.
بل پلو به په اوسني وخت کې چې زموږ هېواد د لوی ناورين سره مخ دی، تر اوسه کابينه نه ده جوړه، د هېواد په لر او بر کې په اداراتو کې پراخ فساد شتون لري، تر اوسه لا زورواکي حاکمه ده، تر ډېره بريده اداراتو کې د شخصي اړيکو له مخې مقرريانې سوي دي، د نوي ملي يووالي حکومت له ډول ډول ننګونو سره مخ دی که په داسې نازکو حالاتو کې اپوزیسیون هم جوړ سي او د دولت پر ضد راولاړ سي، يا د دوی پر ځينو کارونو نيوکې وکړي نو دا به د مثبت تغير پر ځای نورې ستونزې هم پيدا کړي، د موجوده حکومت د لومړيو کارونو پر وړاندې به لوی خنډ واقع سي او باالاخره به ستونزې ډېرې سي.
اوس په کار دا ده چې د هېواد ټول سياسين او منور خلک نوي ملي يووالي حکومت سره په ګډه په نظام کې شته ستونزې له منځه يوسي، د حکومت مشرتابه ته پر ځای او ګټورې مشورې ورکړي ځکه اوس پر ځای ددې چې د اپوزیسیون له مخې په دولتي اداره کې اصلاحات راولو غوره او پر ځای به دا وي چې د مثبتو مشورو له مخې هېواد له ستونزو وژغورو، ځکه له يوې خوا زموږ په هېواد کې داخلي ستونزې دي، بل پلو موږ له نورې نړۍ او په ځانګړي ډول له ګاونډي هېوادونو سره هم په لويو ستونزو او يو ګونګ سياست کې ښکېل يو، نو که زموږ په هېواد کې د اپوزیسیون جوړېدل رښتيا هم د نورې نړۍ د هېوادونو په څېر اصلاحات راوستل وي نو د اپوزیسیون پر ځای دې نورې داسې طرحې او وړانديزونه د ملي يووالي حکومت ته وړاندې کړي چې هېواد مو له هغه بلا وژغورل سي چې خوله يې راګرځولې ده او هدف يې ګران هېواد تر ستوني تېرول دي.