د انسان د اړتیاوو د ترتیب په باره کې د امریکایي ارواپوه ابرهام مزلو ( په ۱۹۷۰ کې مړ) نظریه ډیره مشهوره ده. دی د انسان اړتیاوې په څو ډولونو وېشي او وایي چې وګړي معمولا د مادي او فیزیولوژیکو اړتیاوو له پوره کولو وروسته د اجتماعي او معنوي تندې د ماتولو کوښښ کوي.
د مزلو نظریه د پنځه یا اووه پوړیز هرم په بڼه انځوریږي. په لومړي پوړ کې فیزیولوژیکې او جسمي اړتیاوې ( مثلا د ګېډې مړېدا) شاملې دي. د جسمي اړتیاوو له پوره کېدو وروسته بنیادم معمولا په امن پسې ګرځي او غواړي سلامت واوسي. په دریم پوړ کې عاطفي اړتیاوې راځي. بنیادم غواړي چې په نورو ګران واوسي او له نورو سره تعلق ولري. په ټولنه کې محترم اوسېدل او نوم ګټل ورپسې غوښتنې دي او د غوښتنو پنځمه مرحله دا ده چې وګړی یو ځل بیا په ځان کې ډوبېږي. د میین غوندې شي. د نورو ښو یا بدو تبصرو ته اهمیت نه ورکوي، یوازې په خپلو لوړو اجتماعي مقصدونو پسې ګرځي او د ځان ثابتول غواړي. غواړي حقیقت ته ورسېږي، تلپاتې آثار ولیکي، دنیا بدله کړي او په ټولنه کې نوی روح وپوکي. د پنځمې پوړۍ اړتیاوې که څه هم د لومړي پوړ د اړتیاوو غوندې شدیدې نه وي خو پر له پسې وي، د ویده بنیادم د تندې په څېر وي چې اوبه څښي او تنده یې نه ماتیږي.
د دې هرم په یوه بله بڼه کې تر وروستي پوړ له مخه د اړتیاوو دوه نور پوړونه وینو. داسې چې په ټولنه کې د احترام له ګټلو وروسته د حقیقت موندلو تنده او بیا د ښکلا پیژندلو تنده راځي او د ځان ثابتولو اړتیا د اووم پوړ په بڼه انځوریږي.
خوشحال خټک مزلو ته ورته خبره په یوه څلوریزه کې کړې ده:
چې چا ته پیښ شي غم د خوړلو
یا غم د څښلو د اغوستلو
نور نور غمونه واړه تر شا شي
که د سندرو وي که د بدلو
که څه هم په مختلفو عمرونو، وګړیو او کلتورونو کې د اړتیاوو دغه ترتیب بدلېدای رابدلېدای شي او داسې هم کیدونې ده چې بنیادم دې د څو پوړونو اړتیاوې په یوه وخت ولري خو د مزلو مطلب دا دی چې انسانان معمولا اول په فیزیولوژیکي اړتیاوو پسې ګرځي؛ بیا د امن او صحت غم ورسره وي ؛ ورپسې د مینې، دوستي او خپلولۍ تنده خړوبوي؛ په یوه بله مرحله کې د قدرت، ثروت، شهرت یا نورو ذریعو له لارې په ټولنه کې په احترام پسې ګرځي او د حقیقت موندلو، ښکلا پیژندلو، اخلاقي اوسېدلو او بالاخره ځان ثابتولو شوقونه یې تر ټولو لوړې غوښتنې دي چې کله په یوه پوړ ( پنځم پوړ) کې او کله په دریو پوړونو ( پنځم، شپږم، اووم) کې ځای شوې دي.
د بنیادم د اړتیاوو د ترتیب او وروسته وړاندې والي له بحثه مې منظور دا دی چې په وږې او ناامنه ټولنه کې فرهنګي اړتیاوو ته په غالب ګومان لازمه توجه نه کیږي. فرهنګ په اصل کې د بشر د معرفت هغه برخه ده چې د مادي ګټې په خاطر نه بلکې د روحي او ذوقي تندې د ماتولو لپاره یې غواړو او لکه څنګه چې خوشحال فرمایي د سندرو او بدلو شوق خو به هاله پوره کوو چې د ډوډۍ او جامو غم راسره نه وي.
خو له بلې خوا، تاریخ راته وایي چې له کلتوري او فرهنګي بریا پرته مادي بریا هم مشکله ده. د بېوزلې ټولنې د کلتوري پرمختګ لپاره نه یوازې لایقو او دوراندېشو سیاستوالو او پالیسي جوړوونکو ته ضرورت دی بلکې د فکر او فرهنګ د لارې داسې لارویان هم ورته پکار دي چې په نفس باندې کنټرول لري، د ځانولۍ او انانیت په لومو کې نه ایسارېږي او لوی مقصدونه ورسره وي.
د داخله ناروغیو متخصص پوهاند ډاکتر نور احمد بړېڅ د استاد عبدالحی حبیبي د ناروغۍ د وخت یوه خاطره خوندي کړې ده. دی لیکي چې د استاد پوښتنې ته ورغلم، کتاب یې لوست. ورته ومې ویل چې په ناروغۍ کې مطالعه او په تیره بیا د تاریخ د ترخو پیښو مطالعه مه کوئ، ځکه په زړه مو بد اثر پریباسي. بړیڅ صاحب لیکي چې استاد په ځواب کې دا بیت ووایه:
مسیحا در علاجم گفت روی یار کمتر بین
علاجم کرد لیک از زنده گی فرمود پرهیزم
استاد حبیبي، چې د قام او وطن لپاره لویې ارزوګانې ورسره وې، د فرهنګ د ودې لپاره کار ته یې د ژوند په سترګه کتل. لوی شخصیتونه که په ډیر مشکل حالت کې هم وي، ټولنې ته خدمت کوي . دوی د مزلو د هرم د سرچپه کولو همت لري او په اصل کې همدغه کسان دي چې د ټولنو تقدیر بدلوي.