د انتظار په خونه کې پر ديوال ځوړند ساعت راسره شيبې شمارلې. يوه مياشت کېده چی د زدکړو اسناد می د کار موندلو په موخه دلته ورکړی ؤ، او نن می ښايي چی د هو يا نه ځواب اخیستی وای.

په کوټه کې لږه ها خوا له ما نه يوه بله ځوانه نجلۍ چی په عمر کی له ما نه وړه ښکاريده هم ناسته وه، ښايسته او منظم کالې یې اغوستی ؤ، ښايسته تور ويښتان یې درلودل، جګې او مهينې څپلۍ یې په پښو وې، سپينو لاسونو او رنګ کړيو نوکانو یې غوښتلي او نا غوښتلي سترګې ليدلو ته وراړولې. د انتظار په دومره وخت کې مو يوه خبره هم

سره ونه شوه، ځکه له همهغه وخته چې راغلې وه له خپل

ټېليفون سره بوخته وه.

د کوټی ور خلاص شو، دنګه ښځه چې د سکرترې په نوم یې له ما نه اسناد اخیستي ؤ کوټې ته راننوته موږ دواړو ته یې سلام وکړ، بيا يوې خوا ته شوه، ورپسې د منځني عمر سړی چې خړه دريشي یې په ځان او تورې عينکې یې په سترګو وې کوټې ته دننه شو. سکرترې مخ موږ ته کړ او ویې ويل دا زموږ ريیس صاحب دی. موږ دواړه ودريدو او سلام مو وکړو، ريیس د سر په اشارې زموږ سلام واخيست. سکرترې سمدلاسه زموږ په پيژندګلوۍ پيل وکړ.

لومړی یې زما خوا ته کړه او ویې ويل دا هم هغه خور ده چې لوړې زده کړې لري، دوه کاله د کار تجربه هم لري او غواړي چې زموږ سره دنده واخلي. او بيا یې د لاس په اشارې هغه بله ځوانه په ګوتو کړه او ويې ويل، دا خورکۍ لوړې زدکړې نه لري، کاري تجربه هم نه لري خو غواړي چې له موږه سره د کار تجربه پيدا کړي. رييس په داسي حال کې چې په لاس کې کونجې یې په ګوتو لوبولې او د تورو عينکو لاندې یې زمونږ خوا ته ځير، ځير کتل، سکرترې ته وويل سمه ده دوی دې لږ نور انتظار هم وکړي نن به ورته نتيجه ووايو او بيا دواړه له کوټې ووتل.

ساعت، نيم ساعت نور مو هم انتظار وکړ. چې بيا سکرتره په دروازه کې راښکاره شوه او په خندا یې ځوانې نجلۍ ته وويل مبارک دې شه ته زمونږ نوی کارکوونکې شوې سر له سبا کولی شې چې خپلې دندې ته راشې.

بيا زما خوا ته رانږدې شوه، لومړی یې زما ټول اسناد چې په يوه غټه دوسيه کې مې اچولي ؤ بيرته راکړل، او بيا یې

زياته کړه وبخښه خورې دا مهال خو مونږ يوازې يوه کارکوونکي ته اړتيا وه که په راتلونکي کې مو بيا اړتيا پيدا شوه نو حتمی احوال درکوو. دوسيه مې ترينه واخيسته او د کور خوا ته روانه شوم. په لاره کې مې خپلو سپيرو لاسونو او بيرنګه نوکانو ته پام شو هغه متل راپه ياد شو چی،، اوبه د لوښي له مخه غوړپيږی،، .

4 thoughts on “اړتیا/ معصومه غرنۍ”
  1. له بده مرغه، چي زموږ په هیواد کي دولتي فساد ملي او بیل اللمللي خیریه ادارې هم د ځان په رنګ رنګولي دي.
    دا یو واقعیت دی، چي وړتیا د فساد او جهالت په مقابل کي پیکه ده؛ او دا خبره مي ځکه وکړه، چي دغه ډول مسایل مي ډېر اورېدلي دي.

  2. په رښتیا هم نن سبا په افغانستان غوندې وروسته پاتي هیوادونو کې چې له فساد ډک وي، خلک یعنې هغه چي دزوابطو په اساس په ادارو کې مقرر شوي وي، د بشري قوې دکیفیت په نسبت دهغوۍ نور نااړونده نقطې په نظر کې نیسي. په هر حال، قصي مو دننۍ اداراتو اصلي شکل په ډاګه کوي، ښایسته قصه وه.
    مننه.
    Facebook/Mohammad Agul Ahmadzai

  3. ډیره په زړه پورې او خوندوره لیکنه ،او په ریښتا یو ډیر حقیقتی انځور پکی راخستل شوې وه
    بیشکه چي نن سبا همداسی کیږي رنګ روغن ته ګوری کار او تجربی ته کتل نشته زمونږ په دفتر کې هم ،هغه کس چي یو روغن لري ډیر پر مخ ده او څوک نشی کولاې چي یی په مخ خبرې هم وکړي ،دا ځکه چي هغه ډیره واسطه لرې او هغه بیجار کارګر چي پنځه او شپږ کاله کارې تجربه لری په ډیره عاجزې سره ګرځی که کومه خبره یی هم په روزه سره وکړه نو بیا یی خیر نشته>
    نن سبا په ټول افغانستان کې همدا حال دی یو ځوان یا ځوانانه به ډیر یو ښه استعداد لری او بل ځوان یا ځوانا بیا واسطه یا پیسې خو دهغه کس چي یا وسطه او یا پیسه وی کار نه بندیږي او نه به کوم امتحان کی ناکامیږي یعنی بی له کومې ستونزی به په یوه ډیر خوندور وظیفه مقرریږي
    معصومه غرنۍ
    په قلم تاند او روان اووسه او په عمر د برکت شه
    محمدعمرعادل:پکتیکا

  4. ماشاالله ډیره په زړه پورې او خوندوره لیکنه
    په ریښتا هم غرنۍ خو چي همداسی ده نن سبا په ټول افغانستان کي همدا حال دی لیاقت کار او کاری تجربه د پیسو او واسطو په وړاندي ارزښت نلرې ،او تا پخپله لیکنه کې یوحقیقتی انځور اونځور کړ ي او وړاندې کړي د ده دا یو روڼ حقیقت ده او پدی سره هیڅ څوک هم سترګې نشی پټولی تر څو چي دا کړنه زمونږ په ړنګ هیواد کی روانه وې ابادې مو نشته او نه به یی هیله کوو
    ډیره په زړه پورې قلم د تانداو روان اووسه او په ګوتو د برکت
    محمدعمرعادل:پکتیکا
    فسبوک:محمدعمرعادل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *