لیکوال محمداکبر حقمل
مثبت ټکي هغه ټکي دي، چې په شتون سره یې کولای شو د هر چا په زړه کې ځای خپل کړو او شتون یې ځکه اړین او ارزښتمن دی، چې د هر پرمختګ او بریالیتوب سره ټینګې اړیکې لري او دا ټکي ټول درې ټکي دي.
اول: د ژوند ستونزو ته مو ښه راغلاست ووایئ او پر وړاندې یې ودرېږئ ترڅو بدله یې وونئ! په ژوند کې مو پرته له ستونزو ګاللو نه شئ کولای خپلې موخې ته ورسېږئ او د ډول ډول ستونزو په ګاللو او یا یې پر وړاندې درېدلو سره کولای شئ خپلې ټاکلې موخې ته په خپل زړه ورسېږئ او ځان مو بریا ته ورسوئ. د ټولو بریالیو کسانو د بریا تر ټولو لوی راز دا دی، چې دوی خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې له هر ډول ګواښ، ستونزې او خنډ سره مبارزه کړې ده او د همدې مبارزې له لارې یې ځان خپلې ټاکلې موخې او بریا ته رسولی دی. دا اصل یا ټکی تر ټولو اړین او ارزښتمن ټکی دی او ټول کسان باید ځان ترې برخمن کړي.
دوهم: خپله انرژي مو په بې ځایه خبرو مه ضایع کوئ! بې ځایه نا اړینې خبرې مو د وخت او انرژۍ د دوښمن مثال لري ځکه که چېرې تاسو بې ځایه او نا اړینې خبرې کوئ خپل وخت او پیاوړې انرژي مو په داسې څیز باندې له لاسه ورکوئ کوم څه، چې هېڅ درته کومه ګټه نه شي رسولای او که چېرې مو خپل ارزښتناک وخت او پیاوړې انرژي په داسې څه باندې ولګوئ، چې ګټه ولري، نو هېڅکله به پښېماني ونه مومئ لکه؛ د موخې په جوړولو، د موخې او بریاليتوب لپاره په کار کولو او خپلې ټاکلې موخې او بریا ته د ځان په رسولو باندې. دا ټکی تر ټولو اړین او ارزښتمن ټکی دی او په پام کې نیول مو یې بریالي کوي.
درېيم: تمه مه لرئ، چې د منفي پالنې په شتون کې روغ بدن او پیاوړی ذهن ولرئ! منفي پالنه مو له نېکمرغیو، بریالیتوبونو او لاسته راوړنو لرې ساتي او د هغې پښېمانۍ او نا آرامۍ لامل مو ګرځي کوم، چې درته ذهني او بدني ناروغۍ در په برخه کوي. منفي فکرونه د شونو کارونو په اړه د ناشونتیا فکر درکوي او منفي کارونه مو له بې پایه بد مرغۍ او نا بریالیتوب څخه برخمن کوي. که چېرې تل له مثبت فکر او کار څخه پرته منفي کارونه تر سره کړئ، نو څرګنده خبره ده، چې د ټولو ترسره کېدونکو کارونو پایلې به مو منفي او نابریالۍ وي. دا درې ټکي ارزښتمن ټکي دي او باید ترې بې برخې پاتې نه شو. محمداکبر حقمل د فسبوک پته M Akbar Haqmal