د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سوېلي آسيا لپاره د امريکا نوې تګلاره له اته­میاشتني ځنډ وروسته، د اګسټ په ۲۲مه داسې مهال اعلان کړه، چې د امريکا د ځنډېدونکې تګلارې په تړاو، ډېر بحثونه راپورته وو او له افغانستانه د بشپړ وتلو او د جګړې خصوصي کولو په څېر بېلابېل پروپوزلونه وړاندې شول.

امریکا په خپله نوې تګلاره کې د جګړې د دوام او افغانستان ته د نورو پوځيانو استولو پرېکړه وکړه. د دغې تګلارې په سيمه­ييز اړخ کې ټرمپ د پاکستان په تړاو تونده لهجه وکاروله او په افغانستان کې يې د هند د رول پر زياتولو ټينګار وکړ.

دا چې په افغانستان کې د امريکا اوږدمهال حضور او دلته د امريکا د تګلارې څرنګوالی د افغانستان په اوسني او راتلونکي وضعيت او د روان بحران پر برخليک ژورې اغېزې لري، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) د دغې موضوع اهميت ته په کتلو سره دا ځل د اکاډميک بحثونو په لړۍ کې، پر همدې موضوع علمي غونډه جوړه کړې وه. دغه غونډه سه­شنبه (د تلې مياشتې ۴مه ۱۳۹۶) په کابل کې د دغه مرکز په دفتر کې د لسګونه علمي شخصيتونو په ګډون جوړه شوه.

په غونډه کې د افغانستان د سوله­ييز بدلون د ټولنې مشر او سياستوال دوکتور فاروق اعظم، د ولسي جرګې غړي او د خاتم­النبيين پوهنتون رئيس او د سياسي علومو استاد دوکتور عبدالقیوم سجادي، دکابل پوهنتون استاد اسدالله وحیدي او د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين د موضوع پر بېلابېلو اړخونو خپلې شننې او ويناوې وړاندې کړې.

لومړي ويناوال دکتور فاروق اعظم په افغانستان کې پر سوله او جګړه د امريکا د نوې تګلارې پر اغېزو خبرې وکړې. ښاغلي اعظم وويل: «ټرمپ ته دا جنګ په ميراث ورپاتې دی او کله چې د اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې دا جګړه سخت پړاو ته ورسېده، نو اوباما په ۲۰۰۹ کال کې له خپلې ادارې سره مشوره وکړه او هغوی پرېکړه وکړه، چې طالب چون د دې ولس برخه ده، له منځه وړل کېدای نه شي خو کمزوري کول غواړي. نو ځکه يې ۳۰ زره تازه­دمي سرتېري افغانستان ته ولېږل چې ورسره په افغانستان کې د ناټو او امريکا ټول پوځيان ۱۵۰ زره تنو ته ورسېدل. اوباما خپلو جنرالانو ته ويلي وو، چې که تر دريو کلونو پورې د افغان جګړې پايله معلومه نه شوه، نو خپل سرتېري له افغانستانه باسي. کله چې اوباما د سرتېرو د ايستلو پرېکړه وکړه؛ سياسي جوړجاړی يې له پامه وغورځاوه او د دې جګړې اداره يې په نامعلوم وضعيت کې ټرمپ ته په ميراث پرېښوده.»

د ښاغلي اعظم په وينا، دا چې ټرمپ يو بزنس­مين/سوداګر و، تل يې د افغانستان د جګړې مخالفت کړی و او دا جګړه يې بې­معنا بلله او دلته يې د امريکا پر لګښتونو او تلفاتو نيوکه کوله. بالاخره دوې مياشتې وړاندې د جولای په ۱۹مه يې له خپلې ادارې سره په دې اړه کافي بحث وکړ، چې په پايله کې يې له افغانستانه د نه وتلو پرېکړه وکړه او د اګسټ په ۲۲مه يې خپله پرېکړه اعلان کړه.

د ده په خبره، له امريکايانو سره دا مفکوره شته ده، چې طالب ماتولی نه شو؛ خو کمزوری کولی يې شو او خبره بايد پر دې وشي، چې څومره يې کمزوری کولی شو. همدا لامل و، چې د نوې پرېکړې له مخې به د افغان حکومت او شته پوځيانو د روحياتو پياوړي کولو لپاره يو څه نور پوځيان هم افغانستان ته رالېږي.

د ښاغلي اعظم په خبره، هغوی په دې خبره ډېر اختلاف نه سره لري، چې بايد په دې سيمه کې حضور ولري، خو په افغانستان کې د داسې يوه حکومت غوښتونکي دي، چې د دوی د نقشو او طرحو مخه ونه نيسي.

دکتور فاروق اعظم وويل: «پاکستان ته د ملامتۍ ګوته هم پخوا نيول کېده؛ خو ټرمپ يوازې هماغه پخوانۍ خبره علني کړه. بل عنصر چې پخوا ډېر مطرح نه و، هغه د هندوستان عنصر و او ټرمپ اوس دا اشاره ورکړه چې تراوسه مو د هندوستان حساسيت مراعات کړی و، خو نور يې نه مراعاتوو.»

ښاغلي اعظم وويل: «که څه هم پاکستان امريکا ته اړتيا لري؛ خو پاکستان هم امريکا ته ګوزار ورکولی شي. که امريکا په افغانستان کې د داعش پروژه ولري، يا غواړي مرکزي اسيا ته ولاړه شي، بل پروګرام ولري… ترڅو چې په افغانستان کې پوځي حضور ولري، پاکستان ته به اړتيا ولري. د امريکا د پوځ ټول اکمالات د پاکستان له لارې کېږي. له بله پلوه، پاکستان يو ډول ګواښونکی اېتلاف له روسيې، چين، ايران او نورو هېوادونو سره هم کولی شي او پاکستان ته د مانور يو فرصت شته دی.»

د سولې اړوند، که رښتيا په افغان حکومت کې لېوالتيا وي او د کړکېچ د هواري هوډ ولري، نو يو نسبي فرصت شته دی؛ ځکه د امريکا يوه ولسمشر (ټرمپ) د لومړي ځل لپاره په خپلو خبرو کې وويل، چې په دې سيمه کې د سولې د ټينګښت اړتيا شته ده؛ خو مهمه دا ده چې څه ډول دا نقطه په خپله ګټه وکاروو. ځکه اوس پاکستان او ايران هم تر فشار لاندې دي او اوس د کابل د حکومت لويه ضمه­واري ده.

نوموړي زياته کړه: «حکومت مستقيما له  طالبانو سره خبرې کولی شي. که دوی دا خبره کوي چې طالبانو کې اختلافات دي او دوی د بل د لاس اله دي. ما مخکې هم دا خبره کړې، چې دا د حل لاره نه ده، هغوی (طالبان) به وايي چې تاسو هم د بل د لاس اله ياست. بل دا چې زما په نظر، د ګوريلا په ټول تاريخ کې طالب منظم خوځښت دی، نو مستقيما خبرې ورسره کېدای شي خو مسئله دا ده چې خبره څرنګه حل کړو. کنه ټول پوهېږي چې څوک د چا تر شا ولاړ دي.»

د غونډې دويم ويناوال دکتور عبدالقيوم سجادي بيا د ټرمپ د تګلارې په کورنيو او سيمه­ييزو اغېزو خبرې وکړې. ښاغلي سجادي وويل: «د امريکا د نوې تګلارې اساسي محور د امريکا ملي ګټې دي. په دې برخه کې لومړۍ خبره د امريکا د نړيوالې سلطې ساتل دي. دويم هم د نړۍ په اقتصادي شتمنۍ کنټرول دی. دريم يې خپلو نړيوالو سيالانو ته ستونزې جوړول دي. څلورم بيا د امريکايي وګړو ساتنه ده. د دې ترڅنګ د ډموکراسۍ او بشري حقونو ساتنې په څېر اړخونه هم لري، چې دا يې تر ټولو ښکلي اړخونه دي، خو هېڅکله د دوی لومړيتوبونه نه دي.»

د ده په خبره، د ټرامپ تګلاره په يوه مثلث کې شرح کېدای شي، چې يوه ضلع يې د امريکا نړيوالې ګټې دي، دويمه يې سيمه­ييزې ګټې دي او دريمه يې هم په افغانستان کې د امريکا ګټې دي.

د امريکا په لويو ګټو کې د چين، روسيې او ايران او هغو هېوادونو لپاره چې د امريکا نړيوالې سلطې ته ګواښ جوړولی شي، ستونزې او ننګونې رامنځته کول دي، ترڅو دا هېوادونه کنټرول کړي. په سيمه­ييزو ګټو کې يې دا ده، چې افغانستان د منځني ختيځ، سوېلي اسيا او سوېل ختيزې اسيا ترمنځ د يوې نښلوونکې نقطې حيثيت لري او دوی ته هم خورا مهم دی. ځکه مرکزي اسيا د نړۍ په کچه د انرژۍ له مراکزو څخه ده. همدا لامل دی چې ان د طالبانو د رژيم پر مهال دلته د يونيکال او بريډاس په څېر د انرژۍ نړيوالې کمپنۍ فعالې وې.

په افغانستان کې يې ګټې بيا هغه څه دي، چې دوی يې د لاسته­راوړنو په نوم يادوي، لکه اساسي قانون، بيارغونه، ښوونه او روزنه او داسې نور، چې دوی نه غواړي له ګواښ سره مخ شي، ترڅو په امريکا کې د ماليه ورکوونکو قناعت پرې حاصل کړای شي؛ خو په ټوله کې د خپلو لويو اهدافو او ګټو لپاره کار کوي.

د ده په وينا «د افغانستان لپاره د ټرامپ په تګلاره کې دا نقطه د پام وړ وه، چې مشخصه محدوده يې نه ده ټاکلې، چې تر کله  او تر کومه. ټرمپ په څرګنده وويل، چې موږ به د محاسبې او تحليل له مخې تصميم نيسو نه د تاريخ او نېټې له مخې. نو ځکه زما په اند، ترڅو چې موږ خپله هڅه ونه کړو، د سياسي وفاق ليدلوری موجود نه وي، له اوسني بحرانه نه شو وتلی.»

دريم ويناوال، اسدالله وحيدي هم د افغانستان لپاره د امريکا د پخوانۍ او اوسنۍ تګلارې پر توپيرونو خبرې وکړې. ښاغلي وحيدي وويل: «په دې تګلاره هله ښه بحث کېدای شي، چې کله د تګلارې په اهدافو سم پوه شو. دا نظر چې د امريکا حضور دلته د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره دی، اوس بيخي مسخره شوی.  ځکه اوس دا نظر په څرګنده مطرح دی، چې که د سپټمبر د ۱۱مې پېښې هم نه وای شوې، امريکا به دې سيمې ته راتلله.»

نوموړي زياته کړه: «دلته د امريکا د حضور په تړاو مهمه خبره دا ده، چې په دې سيمه کې د نړۍ ستر نفوس اوسېږي او امريکا دا اندېښه لري، چې د بشري ځواک له پلوه زما سيال په دې سيمه کې راټوکېدلی شي. ځکه نو افغانستان ته د امريکا راتګ د سيمې بحث دی او دلته د روسيې او چين قضيه مطرح ده. له بلې خوا افغانستان په سيمه کې د يوې نښلوونکې نقطې حيثيت لري. يوه لوري ته د انرژۍ غني هېوادونه پراته دي او بل لوري ته د انرژۍ اړمن هېوادونه لکه پاکستان او هند پراته دي. د دې ترڅنګ په افغانستان کې د شته طبيعي زېرمو او کانونو خبره هم مطرح ده، خو زما له نظره ډېره جدي نه ده.»

د ده په وينا، له ۲۰۰۱ کال راهيسې په جګړه تمرکز دی او رښتينې سولې ته پاملرنه نه ده شوې. يوازې په سطحي پخلاينه افغانان مصروف ساتل شوي دي. دغه راز په دې موده کې شرايط داسې جوړ شوي وو، چې په افغانستان کې دولت وي؛ خو دومره کمزوری دولت چې د خپلواکې معاملې توان پيدا نه شي کړای.

د ښاغلي وحيدي په وينا، د ټرمپ په نوې تګلاره کې په څو ټکو تمرکز وشو. لومړی هم په افغانستان کې دولت­جوړونه وه، چې ټرمپ په ډېره څرګنده توګه وويل، چې دوی ورسره سروکار نه لري؛ ځکه د دوی په اند که دولت پياوړی شي، جګړه پای ته رسولی شي، کوم څه چې د دوی په ګټه نه دي او له بله پلوه دولت­جوړونه وخت او لګښتونه هم غواړي.

دويم هم د مهارولو او کنټرول بحث و. امريکا تر ۲۰۱۲ کال پورې طالبانو ته د يوه ګواښ په سترګه نه کتل؛ خو کله چې د روسيې پښه هم افغانستان ته راکش شوه او دوی يې وګواښل؛ نو ټرمپ په روښانه وويل، چې طالبان زموږ دښمنان دي او له منځه به يې وړو. د قضيې همدا اړخ و، چې ملا اختر محمد منصور په نښه شو، ځکه هغه له ايرانه راروان و او د ايران او روسيې اړيکو له منځه يووړ. نو ځکه دوی پلان لري چې جګړه دې وي، خو يوازې کنټرول يې پکار دی.

دريم هم دلته د دوی د پوځي اډو خبره وه، چې په افغانستان کې يې جوړې کړي، ترڅو جګړه پرې کنټرول کړي. څلورم بيا د هند خبره ده. د ټرمپ په خبرو کې د هند قضيه د دې لپاره نه وه چې پاکستان وځوروي ترڅو دلته په سوله او ټيکاو کې همکاري وکړي؛ بلکې د هند د قضيې برجسته کولو موخه چين دی.

اسدالله وحيدي وويل: «په ټوليز ډول په دې تګلاره کې اساسي بدلون نه دی راغلی، بلکې يوازې يوه نوي پړاو ته داخله شوې او د امريکا اصلي پاليسي په جګړه ټينګار او استخباراتي لوبه ده. همدا لامل دی چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا هماغه پخوانيو وحشتونو زور اخېستی، چې کله په واده بمباري کېږي او کله په جنازه او نورو ملکي وګړو.»

څلورم ويناوال او د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) مشر دکتور عبدالباقي امين بيا پر دې خبرې وکړې، چې په دې وضعيت کې افغانانو ته څه کول پکار دي. ښاغلي امين وويل، دا چې افغانان څرنګه د خپلو منافعو حمايت کولی شي، درې نکتې پکې د پام وړ دي. د جګړې د پای ته رسولو لپاره هلې ځلې لومړی ګام دی. دويم هم خودکفايي ده، ځکه حکومت چې خپل لګښتونه خپله پيدا نه کړي، تل به بهرنيانو ته اړ وي او خپله اراده به يې کمزورې وي. دريم ټکی هم په افغانستان کې د يوه همغږي او قوي حکومت اړتيا ده.

د ده په خبره، امريکا تر ډېره دلته تجارتي اجنډا لري او همدا اوس هم حکومت پرې خبرېږي نه او د افغانستان شتمنۍ لوټ کېږي. دا د حکومت دنده ده چې دلته د امريکايانو تصرفات کنټرول کړي.

د دې ترڅنګ له ګاونډيو هېوادونو سره د متوازن سياست ساتلو هڅه بايد وشي؛ نو ځکه زما په نظر له هند سره نژدې کېدل په اوسني وخت کې د هېواد په ګټه نه دي.

له دې ټولو وراخوا، عام افغانان د هېواد د بحراني وضعيت په تړاو ستر مسؤوليت لري او د خپل ځان او خپل هېواد د ژغورلو لپاره بايد ګام اوچت کړي. ځکه نن هغه وضعيت راغلی چې پارلمان هم په مافيايي کړنو او د اداري فساد په دوسيو کې ښکېل دی. که افغانان منتظر وي، چې جګړه به پردي پای ته ورسوي، ناسم ګومان دی او ترڅو چې د جګړې په ښکېلو لورو فشارونه وارد نه شي، دا جګړه پای نه مومي. د نوموړي په خبره، لا هم د يوه قوي او رښتيني منځګړي اړتيا ده، چې د قضيې د ښکېلو اړخونو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو له‌خوا هم د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې د موضوع پر بېلابېلو اړخونو بحثونه وشول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *