له څه مودې راهيسې، په تېره بيا کابل ته د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدين حکمتيار له راتګ او بيا په کابل ښار کې له خونړۍ چاودنې او لاريونونو وروسته، د هېواد سياسي وضعيت ورځ تر بلې د ترينګلتيا په لور روان دی. که څه هم، ملي وحدت حکومت له لومړۍ ورځې د داخلي اختلافاتو له ننګونې سره مخ و؛ خو په دې وروستيو کې د همدغو زياتېدونکو سياسي اختلافاتو له کبله وه، چې په ترکيه کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم په کور کې درې سیاسي ډلې ملي جنبش، وحدت اسلامي او جمعیت اسلامي، د افغانستان د نجات عالي شورا تر نامه لاندې سره یوځای شوې او د حکومت پر ضد يې د سياسي اېتلاف اعلان وکړ.
دا چې افغان حکومت د بل هر وخت په پرتله اوس د سياسي اختلافاتو له پراخېدونکې څپې سره مخ دی او د راتلونکي په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زياتېږي، د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز (CSRS) د موضوع اهميت ته په کتلو سره دا ځل د اکاډميک بحثونو په لړۍ کې، پر همدې موضوع علمي سمينار جوړ کړی و. دغه سمينار د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۳مه ۲۰۱۷) په کابل کې د دغه مرکز په دفتر کې جوړ شوی و، چې ليکوال او سياسي شخصيت محمد زمان مزمل او ليکوال او ژورنالست محمد زبير شفيقي پکې د موضوع پر بېلابېلو اړخونو څېړنيزې او هر اړخيزې ويناوې وکړې.
لومړي ويناوال ښاغلي مزمل له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې پر قضيه او کابل ته د حزب اسلامي پر راتګ خبرې وکړې او د اکاډميک بحث عنوان ته په کتلو سره يې د هېواد اوسنی وضعيت يو ريښتينی، بلکې ډېر خطرناک بحران وباله. نوموړي کابل ته د حزب اسلامي د راتګ پر مثبتو او منفي اړخونو رڼا واچوله او په وينا يې، چې دا کابل ته د حزب اسلامي دويم ځل راتګ دی؛ خو په وروستي راتګ کې خبرې شته دي او وروستۍ سياسي ګډوډۍ او په ترکيه کې وروستی اېتلاف ښيي، چې دا راتګ خپلې اغېزې او پېچلي اړخونه هم لري.
ښاغلي مزمل وويل، د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه ښايي د هېواد او په ځانګړي ډول حزب اسلامي لپاره څو مثبت ټکي ولري. لومړی، دا چې په افغانستان کې تراوسه سياسي مذاکرات بريا ته نه وو رسېدلي او حزب ثابته کړه چې مجاهدين هم سياسي زغم لري. دويم دا چې له ښاغلي حکمتيار مخکې د دغه حزب يو شمېر جګپوړي غړي کابل ته راغلي وو او حکمتيار په خپل راتګ سره دلته د حزب حضور ځواکمن کړ. دريم دا چې حزب اسلامي دا ځل ډېر ارزانه پلويان پيدا کړل او اوس داسې ښکاري چې له دغه ګوند بهر کابو ۴۰ سلنه خلک يې پلوي کوي. څلورم دا چې حزب اسلامي له طالبانو او دولت دواړو سره ښکېل و، چې له دې جملې وتوانېد له دولت سره ستونزه حل کړي او له طالب سره يې هم د سولې د منځګړيتوب غږ پورته کړ. پنځم دا چې په دې سوله يې د طالبانو کنګل دريځ مات کړ او دا يې وښودله چې له حکومت سره هم د سولې خبرې پايله لرلی شي. شپږم او مهم ټکی پکې دا و، چې د سولې په اړه په ملت کې اوږده نهيلي رامنځته شوې وه او دوی د نهيلۍ دا کنګل هم مات کړ.
د ده په وينا، له حکومت سره د حزب اسلامي سوله منفي او پېچلي اړخونه هم لري. لومړی دا چې د حزب اسلامي جنګي منطق بدل شو او تر پرونه چې دا جګړه مقدسه وه، نن نامقدسه شوه. دويم دا چې حزب د دولت په څنګ کې ودرېد او اوس که وغواړي يا نه، د طالب په مقابل کې ودرېد. دريم دا چې د حزب اسلامي سوله به هله منطق وبايلي چې کله جګړه دوام وکړي او وضعيت نور هم خراب شي. څلورم دا چې که د امريکا حضور په هېواد کې نور هم پررنګه شي، دا سوله به صدمه وګوري. پنځم هم دا چې که حزب اسلامي له طالبانو سره په عملي يا تبليغاتي جګړه کې ښکېل شي، زيان به يې ډېر پراخ شي.
خو دا چې حزب اسلامي سوله وکړه او له طالبانو سره د سولې بهير تراوسه ناکام دی، ايا ستونزه په حزب او که په طالب کې ده؟ ښاغلي مزمل يې په اړه وويل، چې له شرعي پلوه سوله منحيث تفاهم او بيا مذاکرات خو اصلا شرعي ستونزه نه لري او کله چې مقابل لوری تا د يوه لوري په توګه ومني، هغه مهال بيا سوله هم د عزت سوله ده؛ خو کله چې دا يقيني وي چې زياته جګړه لا ډېر ورانی کوي او زيان يې پراخ وي، بيا سوله جنګي طرف ته لازمه ده. له بلې خوا، چې اوس په ډګر حکومت ولاړ دی او دا دليل ويل کېږي چې له غلام سره بايد سوله ونه شي، بادار سره به سوله لا ډېره سخته شي؛ نو ځکه په اوسني وخت کې طالبان له حکومت سره د مذاکراتو په ردولو کې قانع کوونکی دليل نه لري. خو دا چې طالبان په جنګي روحيه راپورته شوي، له سياست سره احساساتي چلند کوي.
د غونډې دويم ويناوال محمد زبير شفيقي بيا د هېواد پر روان سياسي بحران او حکومت ضد اېتلافونو خبرې وکړې او اوسنی وضعيت يې هغسې پېچلی وباله چې په وينا يې، ټول اړخونه يې اوس هغوی ته هم نه معلومېږي، چې دغه حالت يې راوستی دی.
د ده په خبره، په تېرو دوو مياشتو کې ځينو راپورونو او څېړنو پايلې په ډاګه کوي چې وضعيت د بل هر وخت په پرتله زيات وخيم دی. تلفات خورا زيات شوي. د پنټاګون د وروستي راپور له مخې کابو ۴۹ سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده، کوم څه چې په وينا يې موږ يې عملا ګورو؛ ځکه ډېر داسې ولايتونه او ولسوالۍ شته چې حکومت پکې د يوې پوستې په شکل پروت دی او نوره ټوله سيمه يې د طالبانو تر ولکې لاندې ده؛ خو هغه ولايتونه او ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندې بلل کېږي. امنيتي وضعيت په خورا نازک حالت کې دی او د افغان ځواکونو د جذب او تلفاتو بيلانس او انډول هم له منځه تللی؛ ځکه د يوه راپور له مخې ۳۰۰۰ سرتېري يا وژل کېږي، يا پوځي ليکې پرېږدي او يا يې قراردادونه نه غځول کېږي؛ خو په مقابل کې ۱۳۰۰ تنه نوي سرتېري پوځي ليکو ته جذبېږي. دغه راز بېلابېل عوامل يو ځای شوي او پراخ فساد ته يې هم زمينه برابره کړې ده.
د حکومت ضد وروستي اېتلافي جوړښت په اړه ښاغلي شفيقي وويل، چې داخلي نارضايتۍ د دې لامل شوې چې سياسي وضعيت اوسني حالت ته ورسېږي. د جنرال دوستم شتون پکې د اېشچي له قضيې سره تړاو لري. دا چې جنرال دوستم د ولسمشر په غياب کې د سرپرست په توګه نه معرفي کېده، تېر کال يې په فارياب، جوزجان او سرپل کې پراخې ځورونې او تجاوزونه وکړل او حتی ويل کېږي، چې شمال ته د داعش په لېږد کې هم لاس لري. له بلې خوا محمد محقق په داسې حالت کې دی چې پخواني امتيازات پرې کم شوي دي.
شفيقي زياته کړه، چې د پخوانيو سقوط شويو او اوسني حکومت توپير يوازې دا دی، چې د دغه حکومت تر شا امريکا او نړيواله ټولنه ولاړه ده او له دې پرته وضعيت د پخوانيو هغو په پرتله ډېر خراب دی او د حکومت مشران ايله د خپلو دفترونو ساتنه کوي.
د ده په وينا، په دې منځ کې وروستي اېتلاف هم حکومت او هم امريکايان ووېرول؛ ځکه د حکومت يو جګپوړی چارواکی ترکيې ته د دوستم د پخلا کولو لپاره ولاړ، خو کله چې هغه طرحه ناکامه شوه، په کابل کې د امريکا سفارت د اېشچي د قضيې پر څېړلو ټينګار وکړ، چې معنا يې له حکومت څخه د دفاع وه.
د ښاغلي شفيقي په وينا، داسې ښکاري چې حکومت به خپل پاتې عمر پوره کړي، خو هېواد به ډېر پکې خراب کړي. له بله پلوه، امريکا هم په سيمه کې د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي او دلته يې د ګټو تقاضا دا ده چې جګړه ګرمه وساتي. له همدې کبله يې اوس د سرتېرو د زياتولو پرېکړه هم کړې ده.
شفيقي وويل، چې له دې ټولو ناخوالو سره سره د اوسني وخت اړتيا دا ده، چې افغانان بينالافغاني تفاهم ته چمتو شي، جګړه پای ته ورسوي او داسې هڅې وشي چې د بهرنيانو وتلو ته لاره برابره شي؛ ځکه روانه جګړه عملا قرباني له افغانانو اخلي. په وينا يې، سره له دې چې امريکا به خپل اهداف لټوي، خو افغانان منحيث مجموع په خورا خراب حالت کې دي.
د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين هم د موضوع په تړاو په خپله لنډه تبصره کې وويل، چې که څه هم د خلکو پوهاوی مهم دی، خو هر افغان وګړی د روانې غميزې د پای ته رسولو لپاره بايد خپل مکلفيت درک کړي. د ده په وينا، د سولې په برخه کې د داسې کار اړتيا ده، چې واقعي سولې ته لاره هواره کړي. د طالب په اړه بېلابېل اړخونه متفاوت ليدلوری لري او له هغوی سره په روغه جوړه کې خپلې ګټې په نظر کې نيسې؛ خو په ټوله کې څوک د ملي منافعو او ملت د ګټو پر بنسټ فکر نه کوي.
ښاغلي امين وويل، چې لا هم د تفاهم د يوه منځګړي ګروپ ځای خالي دی او بايد په دې برخه کې مخلص افغانان اقدام وکړي او وروسته په هېواد کې دننه او بهر د يو شمېر سياسي اغېزناکو شخصيتونو دوې حلقې جوړې شي، ترڅو په دې برخه کې قناعتونه سره لنډ کړي.
پای