اکبر اغا

تاند- د طالبانو د واکمنۍ د مهال د عدلیې وزیر وايي، طالبانو په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره له روسیې سره اړیکې جوړې کړي دي.

سید محمد اکبر اغا، چې اوس په کابل کې اوسي خو لا هم د طالبانو ملاتړ کوي، د روسیې کریملین پلوې ورځپاڼې (کومسومول سکایا پرافدا) ته په مرکه کې وویل، طالبان په سیمه کې د امریکا له ګواښ سره د مقابلې لپاره له روسیې سره د اتحاد جوړولو په لټه کې دي.

ده همداراز وویل«طالبانو په وروستیو درو کلونو کې په ځلونو له روسیې غوښتنه کړې چې په قطر کې د دوی د سیاسی دفتر له استازو سره وویني.»

اکبراغا، چې د ژغورنې لار شورا مشر هم دی، ادعا کوي چې مسکو د طالبانو د ملاتړ په بدل کې له طالبانو هیله لري چې د روسیې او منځنۍ اسیا د پولو امنیت به خوندي کړي.

دی وايي، روسیه د خپلو ستراتیژیکو ګټو او هدفونو په لټه کې ده او طالبان هم د خپلو هدفونو د حاصلولو هڅه کوي.

اکبر اغا باور لري چې د طالبانو او داعش ترمنځ ډېر توپیر شته ځکه چې داعش د امریکا له لوري د نفاق اچولو لپاره رامنځته شوې ډله ده.

ده همداراز وویل چې امریکا دا ډله په عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ د نفاق رامنځته کولو لپاره وکاروله خو په افغانستان کې به د دې ډلې په وسیله خپل هدف ته ونه رسېږي.

اکبراغا روسۍ ورځپاڼې ته په مرکه کې همداراز وویل چې داعش د قرغیزستان، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او روسیې له اتباعو او یو شمېر ناکامو طالبانو جوړه شوې ده.

د اکبر اغا په وینا داعش د منځنۍ اسیا او روسیې د بې ثباتولو هدف لري.

په همدې حال کې کیتهون څېړنیز مرکز وايي، روسیه په سوریه کې خپلې تجربې ته په کتو هڅه کوي چې افغان طالبان په دوو ډلو منځلارو او توندلارو وویشي او په دې پلمه له دې ډلې سره اړیکې پراخې کړي.

د فبرورۍ په لسمه د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې د سوال او ځواب غونډې ته په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنې په اړه وویل چې په تېر کال کې په افغانستان کې د روسیې مداخله لاسخته شوې ځکه چې مسکو هڅه کړې چې طالبان په زغرده مشروع کړي.

ده زیاته کړه، روسي چارواکي د دې لپاره چې طالبانو ته اعتبار او مشروعیت ورکړي استدلال کوي چې طالبان د اسلامي دولت پر ضد جنګېږي خو د افغانستان حکومت د دې ډلې پر ضد هیڅ هم نه دي کړي.

One thought on “اکبراغا: طالبان له ۳ کلونو راهیسي له روسیې سره د اړیکو هڅه کوي”
  1. د اکبرآغا څرګندونو ته می ته ککرۍ دود پورته شو!حیران ورته په دی باندی شوم چی بیا هم اولس ته دوکه ورکوی او که ځان ته؟! نوموړۍ وایی چی طالبان تر داعش ښه دی او اجنډا یی ګویا ښه پدی ده چی هغوی(داعش) د امریکایانولپاره کار کوی!او دوی (طالبان)د بهرنی ښکیلاک د ختمولو پخاطرروسیی ته د مرستی (سوال) لاس وراوږد کړیدۍ او دده (اکبر آغا) په اند سم کا ر دۍ؟!! دلته زموږ په اولسی فرهنګ کی یومتل دۍ چی وایی: ړوند یو ځلی خپله لکڼه ورکوی،مګرد افغانستان په واک مین اودقدرت لیونیان(طالبان +اوسنۍ اداری سترګ وږي چارواکی) په ځلونو خپلی لکڼي ورکوی،اوهغه دری متل ریښتینولی ښکاره کوی چی وایی: دروغګوی حافظه ندارد! اوسنۍ روسیه د هماغه پخوانۍ شوروی اتحاد په میراث ناسته ده، اوهغه چی وایی :عاقبت زادهً ګرګ،ګرګشود««»» ګر چه با آدمیبزرګشود.د طالبانو څخه اوسنعوذ باالله د خدای (ج) آدرس ورک دۍ کله یی د لاهور په هیرا منډیی او یا د آی اس آی اوجی ایچ کیو په دفترونو کی لټوی ،کله کله یی په د شیعه خامنه ای په تکیه خانو کی اواوس اوس یی په ماسکوکی ،او لټوی،شوری هغه هیوادوو چی د یو نیم میلیون افغانانو د وژلو اوبشپړ هیواد د ورانۍ مسولیت ورباندی دۍ او اوس پّ نړیواله سویه خپله ونډه غواړی چی ښی بیلګی یی سوریه اودایران سره ملګرتیا ده چی د نوموړۍهیواد(ایران) د منځنی ختیځ اوهمزمونوږ هیواد ته نړیوال شیعه ایزم صادرلو هڅه کوی ،کټ مټ لکه د شوروی د وخت انترناسیونالیزم ! همدا راز کله چی تیر کال د افغانستان دولت د فراه د بخش آباد د اوبود بند سروی هوکړه لاسلیک کړو ورسره جوخت هماغلته بیا طالبان راوټوکیدل اوامنیتی ستونځی یی را ولاړی کړی اودمړیوجنازی اوفاتحی یی بیا په ایران کی اخیستل کیدلی.نور نو د شرم ځای دۍ ،طالبان اوس د کرایی ټټو ګان دیاود پردیو د ستراتیژیکو موخولپاره خپل هیواد ورانوی.اواکبر آغا ته نه ښایی چی خاینانو اوهیواد دوښمنه کرایی ټټو ګانو ته برایُت ورکړی، اکبرآغا لکه ریښتینۍ مسلمان باید د ټولو اړیکوڅخه سپیڅلۍ ځان ثابت کړی اویوازی مسلمان اوافغاناواسی دا به یی د دنیا اوآخرت سپین مخی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *