تاند- په افغانستان کې مرستندويه موسسو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د راتلونکي کال په انتخاباتو کې دې انتخاباتي مرکزونه په ښوونځيو، کلينيکونو او د خيريه موسسو په دفترونو کې نه جوړوي، ځکه چې بيا دا ويره شته چې د دولت وسله والو مخالفان پر دغو ځايونو بريدونه وکړي.

د افغانستان د خيريه او پرمختيايي موسسو د همغږۍ ادارې اکبر وويل ډير ښوونځي او کلينيکونه د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رايي ورکولو د مرکزونو او د رايي ورکوونکو د ثبت د ځايونو په توګه په ګوته شوې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسيون هم تاييدوي او وايي چې د رايي ورکولو مرکزونه به په اکثرو مواردو کې په جوماتونو، ښوونځيو او په کمو مواردو کې په کلينيکونو کې جوړ شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسون ویندوی نور محمد نور وويل چې انتخابات يوه ملي پروسه ده چې له ټولو افغانانو سره تړلې ده. د انتخاباتو د خپلواک کمسيون وياند همداراز وويل چې د انتخاباتي مرکزونو د ساتنې مسووليت د حکومت او د هيواد د امنيتي ارګانونو په غاړه دي:

« د انتخاباتو په قانون کې په واضح ډول راغلي دي چې د افغانستان حکومت  او بالاخره دولت په دې باندې مکلف دي چې د دې پروسې لپاره د ټاکنو له خپلواک کمسيون سره مرسته وکړي. نو موږ بيا هم پر دې ټينګار کوو چې دا پروسه يوازې او يوازې رهبري او مديريت يې د ټاکنو د خپلواک کمسيون په غاړه ده. نور مواد چې دي د افغانستان حکومت، دولت، يا بيلابيلې موسسې چې په افغانستان کې فعاليت کوي بايد د دې ملي بهير لپاره او د دې ملي پروسې لپاره همکاره واوسي».

تيرځل د انتخاباتو پر مهال طالبانو او نورو وسله والو د انتخاباتو پر مرکزونو بريدونه وکړل، د سړک د غاړې په بريدونو کې يې انتخاباتي کارکوونکي ووژل او يا هم وتښتول.

اکبر وايي، افغان او نړيوال ځواکونه به د انتخاباتي مرکزونو په ساتنه کې ښکيل شي او دې توګه به پر انتخاباتي مرکزونو د بريدونو خطر زيات شي. د اکبر په وينا له روغتيايي مرکزونو او ښوونځيو څخه د سياسي چاپيريال کار اخيستل د دغو ځايونو ملکي حالت ته زيان اړوي. اکبر چې له سيف د چلدرن نه رانيولې تر وړو اينجي او ګانو پورې ۱۲۰ موسسې پکې شاملې دي، وايي، موږ غوښتنه کوو چې  په هر حالت کې له روغتيايي او تعليمي مرکزونو څخه په سياسي مسايلو کې استفاده ونه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *