ځينې وېرې اکتسابي دي، يعنې دا چې له نورو مو زده کړي دي. مار يو خطرناک موجود دی؛ خو کله چې بيخي واړه وو، ترې نه ويرېدو، دا ولې؟ ځکه هغه مهال په دې نه پوهېدو چې شاو خوا خلک مو ترې وېرېږي.

همدا چې را لوی شولو او خلک مو وليدل چې خلک ترې وېرېږي، موږ هم ترې ووېرېدو. دا خبرې مې ځکه وکړې چې درته ووايم: د خلکو پر وړاندې له خبرو کولو وېرېدل طبيعي او اکتسابي وېره ده، ساده يې وبولئ، ډېره لويه ستونزه يې مه ګڼئ.

ډاډه اوسئ چې په لومړي وار او آن تر دويم او درېيم وار د خلکو پر وړاندې له خبرو کولو وېرېدل، د زړه درزا ډېرېدل، رنګ ژېړېدل، لاسونه لړزېدل، ستونی وچېدل او موضوع له ذهنه ورکېدل؛ کاملا طبيعي خبره ده؛ نو ډاډه اوسئ او دا مسئله ساده او طبيعي وبولئ. ښه لاره يې همدا ده چې دا موضوع بيا او بيا تجربه کړئ، آئينې ته مخامخ ودرېږئ او له ځان سره خبرې وکړئ، په يوه تشه کوټه کې داسي وبولئ چې يوه لويه ډله خلک درته ناست دي او ستا خبرې اوري.

له همدې لارې کولای شې دا وېره او ستونزه درنه لرې شي. البته بيا هم يادونه کوم چې دا موضوع ساده وبولئ، لویه بلا ترې مه جوړوئ، په تمرين او بيا تمرين کولو سره حل کېدای شي، ا�� شاء الله؛ نو ډاډه اوسئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *