تاند- په یوه تازه نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې په سلو کې۷۰ افغانان د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بریالیتوب ته هیله نه لري.
د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو د انستیتیوت له لوري په دې نظرپوښتنه کې، چې د دغه انستیتیوت په وینا په ۱۵ ولایتونو کې یې کړې ده، په سلو کې تر ۷۰ زیاتو پوښتل شویو کسانو ویلي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به ناکامې شي.
د دغه انستیتیوت غړي غلام رضا ابراهیمي نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل:«په سلو کې ۷۰،۶ پوښتل شویو ویلي، په افغانستان کې د سولې خبرې نتیجه نه ورکوي.»
په نظرپوښتنه کې پوښتل شویو کسانو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر سر د معاملې په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې ده.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت وايي چې دا نظرپوښتنه یې له ۱۵۴۰ تنو سره د مرکو پر اساس کړې ده.
پوښتل شویو کسانو په دولت کې په پراخه پیمانه کمزورتیا او د فساد موجودیت، طالبان، قومپالنه، بېوزلي سیمه ییز زورواکان، مخدر مواد او د بهرنیو ځواکونو موجودیت د سولې د لارې خنډونه بللي دي.
خو په زړه پوري دا ده چې یوازې په سلو کې ۶ پوښتل شویو د بهرنیو پوځیانو حضور د سولې خنډ بللی، د دې په مقابل کې په دولت کې فساد او ضعف د ۳۴ فیصده پوښتل شویو لپاره د سولې اصلي خنډ بلل شوی دی.
د سولې د شورا هڅې اکثرو سمبولیکې او بې ګټې ګڼلي او ۷۶،۸ پوښتل شویو د طالبانو اقدامات د نه منلو بللي او ویلي یې دي چې دا ډله د پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي.
په دغه عکس کی ۴ هزاره ګان ناست دی. هزاره ګان په سوله ندی خوښ، هزاره ګان په چور او چپاول خوښ دی