تاند- د امریکا د جمهوریپال ګوند کاندید دونالد ترمپ، له دې سره سره چې په ډېرو هیوادونو کې بدنام دی، خو د چینایانو خوښ دی.

د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې ترمپ ته د چین په پلازمېنه پیکینګ او نورو سترو ښارونو کې خلک په ښه سترګه ګوري. او ډېری چینایان نوموړی د دیموکرات ګوند تر کاندیدې هیلري کلنټن غوره بولي.

دا خبره د چین په رسنیو کې هم خپره شوې او ځیني چینايي رسنۍ وايي چې ممکن ترمپ د چین لپاره د امریکا په ولسمشرانو کې تر ټولو ښه ولسمشر وي.

دوی وايي چې جمهوریپال ګوند تر دیموکرات زیات پراګماتیک یا عملګروهی دی او بل دا چې ترمپ سوداګر دی چې اقتصادي ګټو ته تر نورو شیانو لومړیتوب ورکوي.

په مجموع کې دیموکراتان په نړۍ کې د ولسواکۍ او بشري حقونو په شان مسایلو ته زیاته پاملرنه کوي او ډېر ځلي یې د ولسواکۍ او بشري حقونو په خاطر د امریکا اقتصادي ګټې تر پښو لاندې کړي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې ترمپ په ځلونو پر چین نیوکې کړي چې په نړیواله سوداګري کې درغلي کوي او له بلې خوا ده هیڅکله په چین کې پانګونه نه ده کړې خو چینایان یې له دې سره سره خوښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *