تاند- اکسفام وايي، د نړۍ د ۲۶ شتمنو کسانو شتمني د دې کُرې د نیمايي وګړو له ټولې شتمنۍ سره برابره ده.

اکسفام مرستندویې موسسې، په نړۍ کې د بېوزلو او بډایو ترمنځ د شتمنو په وېش کې د توپیر د زیاتېدو په اړه نن /دوشنبه/ په یوه راپور کې ویلي چې ۲۶ ملیاردران دومره شتمني لري چې د نړۍ د ۳ ملیارده او ۸۰۰ ملیون تنو بېوزلو له شتمنۍ سره برابرېږي.

اکسفام د سویس په دافوس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې (فورم) په درشل کې ویلي چې ۲۰۱۸ داسې کال و چې شتمن پکې لا شتمن شول او بېوزله لار بېوزلي شول.

د دې مرستندویې ادارې په وینا، دا توپیر د بېوزلۍ پر ضد مبارزه له ستونزو سره مخامخوي.

اکسفام وايي، که له شتمنو څخه یو فیصد زیاته مالیه واخیستل شي نو د کال به ورڅخه ۴۱۸ ملیارد ډالره جوړ شي چې دا پیسې د نړۍ د ټولو ماشومانو د زده کړو او روغتیايي خدماتو لپاره کافي دي.

د اکسفام په وینا که شتمن یو فیصد زیاته مالیه ورکړي، په نړۍ کې به یو زده کوونکی هم بې ښوونځي پاتې نه شي او د کال د ۳ ملیونه انسانانو د مړینو مخه به ونیول شي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، اکسفام وايي، په ۲۰۱۸ م کال په نړۍ کې د ۲۲۰۰ ملیاردرانو شتمني ۹۰۰ ملیارد ډالرو ته زیاته شوې، په بله ژبه د دوی شتمني د ورځې ۲ ملیارد ډالره ډېره شوې ده.

د اکسفام مرستندویې ټولنې د راپور پر اساس، په ۲۰۱۸ کې د ۲۰۱۷ په پرتله د نړۍ د خورا بډایو شتمني په سلو کې ۱۲ ډېره شوې خو په مقابل کې یې د نړۍ د بېوزلو شتمني، چې د دې کُرې نیمايي نفوس تشکیلوي، په سلو کې ۱۱ کمه شوې ده.

د اکسفام په راپور کې همداراز راغلي:

په تېرو ۱۰ کلونو کې، د اقتصادي بحران له پیلېدو راوروسته د نړۍ د ملیاردرانو شمېر نژدې ۲ برابره شوی دی.

د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ ترمنځ په هرو دوو ورځو کې یو نوی کس ملیاردر شوی دی.

د نړۍ تر ټولو ستر ملیاردر، جیف بیزوس، چې د امازون خاوند دی، خپله شتمني ۱۱۲ ملیارد ډالرو ته رسولې ده. د ده د شتمنۍ یوازې په سلو کې یو د یوتوپیا له هغې بودجې سره برابره ده چې دا هیواد یې د خپلو ۱۰۵ ملیون وګړو د روغتیا لپاره لري.

اکسفام دا هم ویلي چې په نړۍ کې د ورځې ۱۰ زره انسانان یوازې د روغتیايي خدماتو د نشتوالي له کبله مري.

2 thoughts on “اکسفام: د ۲۶ تنو شتمني د نړۍ د نیمايي بېوزلو له شتمنۍ سره برابره ده”
  1. If the rich people do not help the less fortunates and children’s education, they will die one day and their money will be left for others it will be better to help while being alive.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *