تاند، جمعه، د حمل ۲۲مه: د اکسفام نړیوالې خیریه موسسې خبرداری ورکړی، چې د کورونا ویروس له کبله اقتصادي بحران کېدای شي د نړۍ نږدې نیم میلیارد خلک بیوزله کړي.
دغې خیریه موسسې د اسټرالیا ملي پوهنتون او لندن کینګز کالج د معلوماتو له مخې ویلي، چې د کورونا نړیوالې وبا له کبله به د بیوزلې پر ضد مبارزه تر یوې لسیزې پورې شاته وتمبول شي او حتی ځیني سیمو کې، لکه ختیځه آسیا، سویلي او شمالي افریقا کې به ان تر ۳۰ کلونو پورې د بیوزلۍ ضد مبارزه زیانمنه کړي.
اکسفام موسسې دا هم ویلي، چې د بېوزلۍ کچې لوړیدا به تر روغتیايي کړکیچ هم بدتره شي.
د موسسې په خبره چې کورونا ویروس د ۲۰۳۰ کال لپاره د ملګرو ملتونو د ودې په موخه د ټاکل شوي هدف پر وړاندې هم سخته ستونزه را پیدا کړیده.
کارپوهان وايي، د وبا پای ته رسیدو پر مهال به د نړۍ ټولټال نفوس اووه اعشاریه اته میلیاردو نیمايي بېوزله شوي وي او په ختیځه آسیا، ارام سمندر او د آفریقا نیمه وچه او سویلي آسیا کې به نږدې ۴۰ سلنه نوي بېوزله خلک پیدا شوي وي.