Axolotl
دوه ژواکې یا ذوحیاتین لټکه ده. د ډول علمي نومونه یې (Ambystoma, formerly Rhyacosiredon or Siredon, mexicanum) دي، د کورنۍ نوم یې امبیستومتیدای (family Ambystomatidae) او په کواداتا ډله (order Caudata) کې شاملې دي. د لاروال دورې شکل کې بلوغیت ته رسیږي. د مکسیکو ښار سره نږدې په بندونو کې پیدا کیږي او د دې سیمې خلک یې د خوړو وړ (edible) ګڼي. دا نوم د (Ambystoma tigrinum) ډول هغو لټکو ته هم کاریږي چې لاروا شکل یې نه وي بدل کړی. اکسولوتل لټکې تر ۲۵ سانتي متره (۱۰ انچه) پورې اوږدیږي، د بدن رنګ یې تېز نصواري او په دې رنګ کې تور ټاکي لري.