د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

تاند – د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وایي چې په روان مالي کال کې د افغانستان عواید له ټاکلي حده ۱۴ میلیارده افغانۍ زیات شوی او ۱۶۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلی دی.

ښاغلی حکیمي دا خبرې نن دوشنبه /د ډسمبر ۲۵مه/ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وکړې.

حکیمي وویل چې د ۱۳۹۶ مالي کال د بودجې په سند کې ټاکل شوی هدف ۱۵۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ دی، په داسې حال کې چې د مالي کال (د قوس) تر پایه هغوی ۱۶۹ میلیارده او ۱۳۳ میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي.‌

په دې توګه، د ټاکل شوي هدف او ترلاسه شویو پیسو تر منځ اضافي اندازه خواوشا ۱۴ میلیارده افغانۍ کیږي.

د مالیې وزیر حکیمي وویل چې د یادو پیسو ۳۱ میلیارده او ۷۸۶ میلیونه افغانۍ د ګمرکونو له لارې او نورې یې له نورو سرچینو څخه ترلاسه شوې دي.‌

ویل کیږي چې په ۱۳۹۳ مالي کال کې د افغانستان مالي عواید ۹۹ میلیارده افغانۍ وو چې د هغه کال له ټاکلي هدف څخه ۲۱ میلیارده افغانۍ کم وو.‌

2 thoughts on “اکلیل حکیمي:‌ په روان مالي کال کې د افغانستان عواید له ټاکلي حده ۱۴ میلیارده افغانۍ زیات شوي دي”
  1. ٩ مليارده افغانئ خو د همدی ملت له پوستکی د مبایل لس فیصده تکس په نوم را جمع شوی. زیات له کومه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *