تاند- د افغانستان د مالیې وزیر د پاکستان د خزانې له وزیر سره په کتنه کې د پاکستان پالیسۍ د دوو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګري اړیکو د پراختیا د لارې خنډ وبللې.
اکلیل حکیمي په واشنګټن کې د پاکستان د خزانې له وزیر اسحاق ډار سره په کتنه کې وویل چې افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا هرکلی کوي خو د پاکستان موجوده پالیسي د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو خنډ ده او باید اقتصادي تګلارې یې بدلې شي څو د دواړو ترمنځ تجارتي راکړې ورکړې زیاتې شي.
پاکستان هر څه موده وروسته خپلې لارې بندوي او له دې کبله پر دغه هیواد ډېر سوداګر بې باوره شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو له معلوماتو سره سم له پاکستان څخه افغانستان ته واردات په وروستي یو کال کې پنځوس سلنه کم شوي خو په مقابل کې یې له ایران څخه واردات ډېر شوي دي.
پخوا افغانستان تر ټولو زیاته تجارتي راکړه ورکړه له پاکستان سره لرله خو اوس یې ځای ایران نیولی دی.
د پاکستان د خزانې وزیر تایید کړه چې د دوو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي راکړو ورکړه زیاتېدا د دواړو هیوادونو له ودې سره مرسته کوي.
اسحاق ډار زیاته کړه، د افغانستان امنیت د ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا پاکستان له امنیت سره مستقیم ارتباط لري.
ده د بلخ ولایت په شاهین قول اردو کې وروستۍ بې رحمانه تروریستي حمله هم وغندله.