د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

تاند- د افغانستان د مالیې وزیر وايي، نړیواله ټولنه به د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره د درې نیم ملیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړي.

مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ویلي و چې نړیواله ټولنه به د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره د ۳ ملیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن ولسي جرګې ته د بروکسل د کنفرانس په اړه د حکومت د چمتووالي په اړه د معلوماتو د ورکولو په مهال وویل«د هغو مذاکراتو له مخې چې افغان دولت له نړیوالو مرسته کوونکو سره کړي دي، څه د پاسه 3.5 میلیاردو ډالرو ژمنې یې ترلاسه کړي چې د بروکسل په کنفرانس کې به اعلان شي. موږ یاد کنفرانس ته اړونده اسناد چمتو کړي دي او په بشپړه چمتووالي سره په کې ګډون کوو.»

د بروکسل کنفرانس د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي کمیسیون د رييس په مشرۍ د نړۍ د شاوخوا ۷۰ هیوادونو او نړیوالو موسسو د استازو په ګډون جوړېږي.

د مالیې وزیر نن د کابینې له یو شمېر نورو غړیو سره د ولسي جرګې په غونډه کې ګډون وکړ او استازو ته یې د بروکسل کنفرانس ته د افغان دولت د چمتووالي، پرمختګونو، اجندا، حاشیوي ناستو، د سولې او پرمختیا ملي چوکاټ، د افغانستان او نړیوالو ترمنځ د دوه اړخیزه ژمنو، ملي پروګرامونو او نورو اړونده مسایلو په تړاؤ هر اړخیزه معلومات ورکړل.

د مالیې وزیر د افغان کډوالو په اړه وویل چې د مهاجرینو په تړاو له اورپایي ټولنې، جرمني او فنلنډ سره په درو هوکړه لیکونو کار روان دی او ډیر ژر به نهایي شي.

اروپايي هیوادونه غواړي چې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږي.

تر ټولو زیات پناه غوښتونکي به جرمني بېرته راولېږي. دغه هیواد ویلي چې ممکن ۴۰ زره افغانان له خپلې خاورې افغانستان ته بېرته واستوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *