تاند- اکلیل حکیمي وايي چې د مالیې له وزارته یې استعفا کړې ده.
نوموړی په ۲۰۱۵ م کال د مالیې وزیر وټاکل شو او تر دې وړاندې په امریکا کې د افغانستان سفیر و.
حکیمي ویلي چې استعفا یې له چا سره د اختلاف له کبله نه بلکې په شخصي دلایلو کړې ده.
ده، چې نن /سې شنبه/ سهار په یوه خبري غونډه کې خپله استعفا اعلانوله، نور جزییات څرګند نه کړل.
حکیمي مخکې تر دې چې د ۲۰۱۵ م کال په فبرورۍ کې د مالیې وزیر وټاکل شي، په امریکا، چین او امریکا کې د سفیر او دغه راز د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه دندې ترسره کړي دي. تر دې وړاندې د ښار جوړونې وزیر سعادت منصور نادري او مرستیالانو یې استعفاوې وکړې.
حکیمي هم د منصور نادري په شان د ملي یووالي د حکومت په بریالیو وزیرانو کې شمېرل کېږي.
حکیمي به سبا د کابینې په وروستۍ غونډه کې ګډون وکړي او د خپلو کارونو په اړه به معلومات وړاندې کړي.