د سرې کلا (Red Fort) یا لال قلعه په نامه هم یادیږي. د ۱۶ پېړۍ لویه د سرو شګو له ډبرو جوړه شوې کلا ده. د هند په اګره تاریخي ښار کې واقع ده. د مغولو اکبر پاچا جوړه کړې، او دواړه د پوځ او سلطنتي کورنیو لپاره جوړه شوې وه. کله چې د مغولو د حکومت مرکز په اګرا ښار کې وو د سلطنتي محل په توګه کارېدلې. په ۱۹۸۳ کال کې یونیسکو د نړۍ د تاریخي ځایونو په نوملړ کې ثبت کړې.
د جمنا سیند ښۍ څنډه کې ده. اکبر باچا یې د جوړونې پیل په ۱۵۶۵ کې کړی و او جوړېدو یې تقریبا ۸ کاله اخیستي. دیوالونه یې چار چاییره خندق (moat) لري، دیوالونه یې ۱.۵ مایله (۲.۵ کیلو متره) پورې غزېدلي او لوړوالی یې ۷۰ فټه (۲۱ متره) دی. د ورننوتو دوه لارې لري یو د امرسنګ دروازه او بله د ډیلي دروازه ده. د ورننوتلو لارو کې یې د مرمرو ډبرې کارېدلي. په دیوالونو کې یې نور زیات نقشونه او نښانونه د مغولو نورو امپراتورانو په ځانګړې توګه شاجهان او جهانګیر اضافه کړي. د تعمیر جوړښت یې په ښار کې ښار ده.
په کلا کې اکبر باچا خپل زوی جهانګیر ته چې کوم ځای جوړ کړی د کلا تر ټولو لوی مېشتځای ده. شاجهان پکې مسجد اباد کړی کوم چې د موتي مسجد پښتو کې یې مانا صدف جومات ده ټول په سپینو مرمرو ډیزاین شوی. په داخل کې د دیوان خاص په نامه سالون لري کوم چې د میلمنو لپاره کارېده.
په دې کلا کې تر ټولو نامتو د طاوس تخت (Peacock Throne) موجود وو چې وروسته اورنګزیب ډیلي ته انتقال کړ. په دیوان عام سالون کې امپراتور د خلکو عریضو ته غوږ کېښوده او د حکومت له چارواکو سره به یې لیدنې کولې.
په خاص محل برخه کې چېرې چې د امپراتور ماڼۍ وه رنګارنګ ګلان کرل شوي وو، همداسې په دیوالونو کې یې وړې ښیښې او قیمتي ډبرې کارېدلې وې. دوه خونې پکې د ملکې او شهزادګیو لپاره لمبل ځای وو.
له دې پرته همدا کلا د شاجهان لپاره زندان شوه او خپل زوی اورنګزېب چې د عالم ګیر په نامه هم پېژندل کیږي خپل پلار په همدې کلا کې له ۱۶۵۸ کال تر مرګه ۱۶۶۶ کال پورې زنداني کړ.