دا ژمنه څومره عملي شوې ده؟ دا خبر د ۲۰۱۱ کال د مارچ په څوارلسمه په تاند کې خپور شوی و.

خبریال:میرویس جلالزی(کابل) د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین وايي چې تر راتلونکو پنځو کلونو پوري به د افغانستان نیمايي وګړي انټرنټي خدمتونو ته لاس رسی ولري.

د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته افغانستان د مخابراتو او مواصلاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

انټرنټ نن سبا د نړۍ په کچه له مهمو نښلونکو ټکنالوژیو څخه شمیرل کیږي، په داسي حال کې چې ډیری افغانان یې حتی له نوم سره آشنایي نه لري.

دمګړۍ ډیر لږ افغانان او هغه هم په لویو ښارونو کې انټرنټي خدمتونو ته لاس رسی لري.

په داسي حال کې چې د ګرځنده ټلیفونونو د ګډونوالو شمیره ملیونونو تنو ته رسیږي.

روشن، افغان بیسیم، اتصالات، ام – ټي- ان او افغان تیلي کام هغه پنځه مخابراتي شرکتونه دي چی په افغانستان کی فعالیت کوي.

د هندوکش له لمنو بیا د تورخم تر پولې او په جنوب کې تر سپین بولدک او په لوېدیځ کې اسلام کلا بندر پوري ډیری سیمې دغه شبکې تر خپل پوښښ لاندی لري.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر امیر زی سنګن وايي حکومت یې پلان لري تر راتلونکو پنځو کلونو پوري د افغانستان نیمايي وګړو ته انټرنیټي اسانتیاوې برابرې کړي.

سنګین همدا راز افغانانو ته ژمنه ورکړه چی په راتلونکو دریو کلونو کې به هغو سیمو ته هم د ټلیفوني خدمتونو لمن وغځوي په چې اوس پکې دغه اسانتیاوې نشته.

همدا راز الکترونیکي پیژند پاڼې هغه بل پروګرام دی چې پرې دمګړۍ افغان دولت کار کوي.

ښاغلی سنګین وایې چې په دغو پروژه به په لسګونو ملیونه امریکايي ډالره لګښت راسي چی چاري یې لا وختي پیل سوي.

نوموړی وایې افغانستان ښایی له محدودو هغو هیوادونو څخه وي چی اوس یې هم وګړي له کاغذی پیژند پاڼو یا تذکرو څخه کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *