په هېواد کې مخ په زیاتیدونکو ناامنیو په لویه کچه په خلکو کې ویره خوره کړې، د دولت وسلوالو مخالفانو له ټولو ممکنو لاروچارو څخه په استفادې د خلکو ارام ژوند نار ارامه کړی دی، هره ورځ د همدې بې پایلې جګړې له امله زموږ لسګونه ملکي او نظامي هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي، د دې ترڅنګ روانو  ناامنیو زموږ د هېواد په بنسټیز پرمختګ او د ځوان نسل د روزنې په مخکې ستر خنډ ایجاد کړی دی، خو ډیری کسان بیا په دې اند دي چې د اوسنیو ستونزو مسؤل یوازې وسلوال طالبان او د دولت مخالفین نه بلکې دولت هم  د روانو ناامنیو په رامنځته کولو کې ښکیل دي، د مرکز ناسم تصامیم، په دولتي ادارو کې پراخ اداري فساد، د پېسو  او معاملو په زور د نااهله خلکو مقررول، بې ځایه مداخلې اونورې هغه غیر قانوني کړنې چې د دولت په چوکاټ کې يې لوړ پوړي کسان ترسره کوي د روانو بدبختیو لپاره زمینه برابره کړې ده.

 له ولسوالیو رانیولې دولایتونو تر مرکز په لوړو او ټېټو ټولو کلیدي بستونو باندې همدا دپېسو او معاملو او یا هم دځینو پټو جوړ جاړیو  له لارې کسان مقرر شوي دي، موده وړاندې مې له رسنیو واوریدل چې دهلمند دخانشین ولسوال دلسګونه زره ډالرو په بدل کې مقرر شوی دی،دپېسو او معاملو په زور دا مقرر شوي کسان چې په مرکز کې د وزیرانو او وکیلانو په کچه دلوړ پوړو چارواکو حمایه هم له ځانه سره لري ترډیره هڅه کوي چې دخدمت پر ځای دخپلو ورکړلو شویو پېسو دبېرته لاسته راوړولو په موخه د  ولس ویني وڅکي، ددې ترڅنګ  په مرکز کې ناست ځیني وکیلان او وزیران چې دا ډول کړنو ته زمینه برابروي دخپلو شخصي ګټو دخوندیتوب  اونورو غیر قانوني کړنو د ترسره کولو لپاره د وسلوال مخالفینوسره رابطې لري او د همدې رابطو په اساس کله چې دامنیتي ځواکونولخوا ددولت وسلوال مخالفین په جګړو او یا هم عملیاتوکې ونیول شي بیرته خوشې کیږي،چې دې کړنې هم تر ډیره دخلکو باور پر دولت کم کړی دی،ددې ټولو غیر قانوني کړنوعاملین بیا په ټلویزیونونوکې ناست وي او دقانون دټېنګښت خبرې کوي او د ولسونو په سترګوکې خاورې اچوي.

دملکي ادارو ترڅنګ  په امنیتي سکتورکې هم ورته  مقررۍ ،منفکۍ،بې ځایه  مداخلې  او لاس وهنې کیږي، چې په دې ناوړه کړنوکې هم د پارلمان ځیني غړي او وزیران… اونور ښکیل دي، دعدلي او قضايي ارګانونو بې انصافه فیصلې،رشوت اخیستنې،د کار ځنډ او په خپل وخت نه خلاصول بله هغه ستونزه ده چې د ولس او دولت ترمنځ يې واټن پیدا او  دناامنیوسبب شوی دی، دعدلي ارګانونو دې کړنو خلک اړکړي چې دخپلو ستونزو دحل په موخه ددولت پر ځای وسلوالو مخالفینو ته مخه کړي او له هغوی دخپلو ستونزو په حل کې مرسته وغواړي،کله چې دخلکو لخوا دستونزې دحل په موخه دوسلوالو  طالبانو  څخه مرسته غوښتل کیږي،هغوی پرته له ځنډ، رشوت او بې عدالتۍ څخه ورته دستونزې حل لټوي، چې دې کړنې  په لرې  پرتو ولسوالیو او کلیو کې دخلکو په زړونوکې دوسلوالو طالبانو لپاره دمینې ځای خپل کړی او له دولت سره واټن نیولی دی.

   دامنیتي سکتور په برخه کې ولایتونو ته واک نه ورکول او هرڅه له مرکز څخه کنترولول بله هغه ستونزه ده چې دبد بختیو په زیاتوالي کې يې خپل رول لرلی دی،دچارو دسمون او د روانو بدبختیو دله منځه وړلو په موخه باید هر امنیتي سکتور ته صلاحیت ورکړل شي ترڅو وسلوال مخالفین اونور قانون ماتونکي تر نیولو ورسوته په ولایتونو کې دقانون سره سم  سخت مجازات او دخپل عمل په سزا ورسول شي،په ټولو لوړو،متوسطو او ټېټو بستونو کې دې له هراز لاس وهنې  او مداخلې پرته د ازادۍ سیالۍ له لارې مقررۍ ترسره شي.

 له نوي حکومت مو هیله ده چې دپورته یادو شویو ستونزو دله منځه وړلو  ،دقانون دحاکمیت،دامنیت دټېنګښت  اوسنیو ټولو بدبختیو دپای ټکي کېښودلو  په موخه باید له لوړو بستونو نیولې تر ټېټو پورې په ټولو کې دازادۍ سیالۍ،اهلیت  او پوهې په نظر  کې نیولو سره  مقررۍ ترسره شي،دقانون ماتوونکي دي دقانون په رڼاکې  مجازات او په عدلي ارګانونو کې دې پراخ اصلاحات را وستل شي.چې داسې کول به مو ډیر ژر له روانو بدبختیو خلاص او دیو سوله ییز افغانستان لرونکي به شو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *