داسې به څوک وي چې د اوږده عمر خواهشمن نه وي؟ هېڅوک داسې نشته چې مرګ ته لېواله وي، بلکې هر انسان د اوږده ژوند ترڅنګ د پراخه روزۍ ارمانجن وي.

د الله رسول د دغو هيلو او ارزوګانو د ترسره کېدو لپاره ډېره اسانه نسخه ښوولې ده، راځئ چې په يوه حديث کې دغه نسخه ولولو، نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُمَدَّ لَهُ فِي عُمُرِهِ، وَيُزَادَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، فَلْيَبَرَّ وَالِدَيْهِ، وَلْيَصِلْ رَحِمَهُ» که څوک د اوږده ژوند او پراخه روزۍ مينه وال وي، نو هغه ته پکار ده چې د مور او پلار سره ښېګڼه وکړي او د اقاربو سره صله رحمي وکړي، يعنې خپلوي دې وپالي مسند احمد:٣\٢٦٧ ي. د الله د استازي يو بل فرمان امام ترمذي په دې ټکيو کې بيان کړى دى:لَا يَزِيدُ فِي الْعُمُرِ إِلَّا الْبِرُّ جامع الترمذي، القدر،حديث:٢١٣٩ ) همدا ښېګڼه په عمر کې زیاتوالی راولي) ځينو هوښیارانو ويلي دي چې له مور او پلار سره ښېګڼه او له خپلوانو سره خپلوي پالل د عمر د ډېرښت سبب کېږي اګر که دغه کس ګناهګار هم وي. یعنې دا يو داسې نسخه ده چې که يو ګناهګار، د الله نافرمان، ان تر دې که يو کافر هم له خپل مور او پلار سره ښېګڼه کوي او خپلوي پالي، نو دغه عمل به يې په عمر او روزۍ دواړو کې د برکت سبب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *