مجیب حلیمي

په نني عصر کې زیاتره وېبپاڼې او اپلېکشنونه په دوه قسمه تیمونو (ُTheme) یعنې رنګونو سره جوړیږي چې یو قسم یې تور رنګ لري، او بل يې خړ سپین رنګ.

د سترګو په نظر باندې کوم یو یې ډېر اغېز لري؟ کوم یو باید انتخاب شي، او د کوم یو څخه ګټه واخیستل شي؟

د ګرافیکي پوهې له لحاظه باید یوه وېبپاڼه، یا آپ درې رنګونه ولري چې زیاته برخه یې باید ابي سپین وي، خط یې باید تور وي، او بیګراونډ یې باید سپین خړ رنګی وي لکه د لوګي رنګ، خو که موږ تور تیم هم په وېبپاڼه کې ولرو، نو بیا بیګراونډ یې باید تور روښانه وي، او خط یې خړ سپین رنګی یا لوګی شکله وي.

ځینې وېبپاڼې بیا خپل کاروونکو ته دا خوښه ورکوي چې پراګراف، عنوان، او د نورو کارنو معلومات په کوم رنګ کې ځانته انتخاب کړي، تر څو کارن ته دلچسپه وي، لکه ښه مثال يې د ټویټر ټولتنیزه شبکه ده چې تاسې د لومړۍ صفحې، لکینې، عنوانونه، د کارنو لیدل په کوم رنګ کې چې وغواړئ انتخابولی شئ، همدا رنګه په یوټیوب کې تاسې بیا دوه اختیاره لرئ خړ رنګې سپین تیم او بل تور یا بلک تیم، د فیسبوک پاڼه او اپ یې یوازې یو قسمه تیم لري چې سپین رنګی خړ دی، او زیاتره عنوانونه، پېغامونه پکې په ابي سپین رنګه وي، چې کارن پکې خوشحاله وي، او د تنګېدو احساس نه کوي، اما مسینجر اپ یې بیا دوه رنګی تیم لري چې تور او سپین دی.

رنګونه په وېبپاڼو کې ډېر تاثیر لری. د ګرافیک ډېزاینرانو په وېنا که یوه وېبپاڼه ډېر تېز او مختلف قسمه رنګونه ولري، نو لیدونکي به یې کم وي، که برعکس لکه پورته چې یې ذکر وشو نو لیدونکي به یې ډېر وي.

اوس به راشو دې ته چې تور رنګه تیم او سپین رنګه تیم د سترګو په نظر څه تاثیر لري که نه؟

په ۱۹۸۰ م کال کې د باور ډي په نوم یو بریتانیايي ډاکټر په پورته رنګونو باندې تحقیق وکړ چې تر اوسه پورې زیاتره ساینس پوهان یې مثبت ګڼي او باور پرې لري.

د نوموړي په څېړنه کې ویل شوي چې تر تور رنګه تیم څخه سپین رنګه تیم غوره دی، سترګې مو نه خرابوي.

همدا رنګه جېسن هاریسن د کولمبیا پوهنتون د تحقیق د څانګې مشر په خپل تحقیق کې وایې، که تاسې تور رنګه خط په سپین بګراونډ سره وګورئ نو ستاسې د سترګو لینز به کوچنی او غټیږي، چې په دې سره ستاسې د سترګې نظر ممکن تر یوه حده ثابت پاتې شي، ځکه چې د سترګو نظر ته شعاوې په ډېره اندازه نه داخلیږي. د جېسن په وینا د نړۍ ۵۰ فیصده نفوس اوس هم تور رنګه حروف په سپین بګراونډ نه شي لیدلې، علت یې د تور بګراونډ استعمال دی.

که چیرته تاسې تور رنګه تیم یا بګراونډ وکاروئ، او لیکل پرې خړ رنګي وي، نو په دې سره ستاسې د سترګې لینز پراخیږي او په یو حالت کې وي، او ډېرې شعاوې مو نظر ته داخلیږي چې د نظر د کمېدو سره مو مخ کوي.

زما سپارښتنه!

که چېرته تاسې تر ۳-۷ ساعتونو پورې د کمپیوټر، موبایل او یا هم ډېجټلي وسایلو څخه کار اخلئ نو پکار دا ده چې د وسایلو بګروانډ ابي سپین کړی، رنګونه په خپله خوښه جوړ کړئ داسې رنګونه استعمال کړئ چې ستاسې د ډېر تاکید سبب نه کیږي، لکه ابي رنګه سپین، زرغون سپین.

د ډېجټل وسایلو برایټنیس یعنې روڼوالی مو کم کړئ، په تېره بیا د شپې لخوا خو بیخي د وسایلو رڼا د ۲۰ فیصده څخه مه پورته کوی، فونټونه مو لوی کړئ، او همدارنګه که ساده د ابي رنګه وړانګو ضد عینکې وکاروئ لا غوره ده.

لیکنه 

مجیب حلیمي (Freelance Software Developer)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *