جمعیت ګوند چې د افغان جهاد پرمهال یې د برهان الدین رباني په مشرۍ بنسټ کېښودل شو او د نورو جهادي ګوندونو په څېر د امریکا او سیمې هېوادونو په مالي مرسته تموېلېده، په لومړیو کې یو جهادي ګوند برېښېده چې ویې کولای شول په شمال کې د تاجک اقلیت یوه لویه برخه پر ځان راټوله کړي.

جمعیت ګوند د حزب اسلامي په پرتله چې قوي جهادي احساسات او واحد فکري تګلوری یې درلود، یو منځلاری او مرتجع حرکت ګڼل کېږي چې روسانو به پرې ډېر باور کاوه.

دغه ګوند د جهاد پرمهال له مقابلې جبهې یعنې روسانو سره د یو لړ تعاملاتو او جوړجاړیو په نتیجه کې خپل تقدس او مسیر تغیر کړ او ورو ورو قومي بڼه یې خپله کړه.

د جمعیت ګوند د مشرانو په تېره بیا احمد شاه مسعود په اړه روسي او لویدیځو سرچینو په خپلو یاداشتونو کې نوموړی د روسیې ستراتېژیک متحد او ګوډاګی بللی دی.

مسعود به د جهاد پرمهال له روسانو سره د پټو معاملو له لارې پر روسي اهدافو او پوځونو حملې نه کولې بلکې برعکس نوموړی د روسي جنرالانو له خوا دې ته هڅول کېده چې خپل بریدونه د حزب اسلامي په شمول پر نورو سخت دریځو ډلو چې د روس پر وړاندیې حقیقي جهاد ته ملاتړلې وه، متمرکز کړي.

همدا لامل و چې کابل د تنظیمي جګړو پر تود سنګر بدل شو او د روسانو تر وتلو وروسته د جمعیت او حزب اسلامی ترمنځ جګړو زور واخیست. روسانو په شمال کې د جمعیت قوماندانانو ته لوژیستیکي او مالي مرستې د دې لپاره ورکولې، چې حزب اسلامی پرې وځپي ځکه حزب اسلامي یوازېنی حزب و، چې د روسانو په ماتولو کې یې کلیدي رول ولوباوه.

جمعیت ګوند هغه وخت خپل نسبي جهادي ماهیت نور هم له لاسه ورکړ، کله چې د دې ګوند په مشرۍ د شمال بېلابېلو قوتونو په ۱۳۷۱ کال کې د ډاکټر نجیب د سولې د تړون پرضد کودتا وکړه او د کابل په ګډون یې ځینې سیمې تر خپل واک لاندې راوستلې.

دا د جبل السراج د هغې بدنامې معاهدې پایله وه، چې شمال ټلوالې د خپلو قومي ګټو پر بنسټ د سولې پلان شنډ کړ او نه یې غوښتل چې د دوی له مشرۍ پرته واک په سوله ییز ډول یوه ملي حکومت ته انتقال شي.

د کارمل د پرچم ګوند غړو فرید مزدک او نجم الدین کاویاني په مسکو کې یوې غونډې ته ویلي و، چې د جبل السراج د تړون یوه لویه لاسته راوړنه دا وه چې د پښتنو دوه سوه کلنې واکمنۍ ته مو د پای ټکی کېښود او واک مو په لومړي ځل له اکثریت نه اقلیت ته انتقال کړ.

د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر سقوط وروسته جمعیت د رباني او مسعود په وساطت ټول متفرقه حرکتونه د محرومو اقلیتونو په نوم سره راټول کړل او د جهادي تګلارې پر ځای یې قومي ګټې د خپلې مبارزې محور وګرځاوه.

له دې وروسته جمعیت د ستمیانو، پرچمیانو، شعلیانو، ماویستانو او نورو کیڼ اړخه او ښي اړخه جریانونو پر یوه ګډ ترکیب بدل شو چې فعالیتونه یې تر ننه پر همدې محور راڅرخي.

جنرال نبي اعظمي، نورالحق علومي، محمود بریالی، فرید مزدک، اصف دلاور، عبدالوکیل او نور سخت دریځه افراطي کمونستان ټول د جمعیت تر چتر لاندې سره راغونډل شول او د (محروم اقلیت) شعار یې د خپل مبارزې هدف وګرځاوه.

د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیا په خپل کتاب (پټې توطیې او بربنډې څېرې) کې په دې اړه غږېدلی او د کتاب په یوه برخه کې لیکي:

( د مجاهدینو په واکمنۍ کې چې رباني یې مشر و، یوه ورځ رباني زموږ د حزب غړي او لومړي وزیر صبور فرید ته د لیدو بلنه ورکړې وه. کله چې صبور فرید د رباني کور ته ورغی، رباني ورته په یوه خصوصي مجلس کې ویلي و، چې ګوره ! محرومو قومونو ته داسې فرصتونه ډېر کم په لاسته ورځي. زه رییس جمهور یم، مسعود دفاع وزیر دی او ته هم صدر اعظم یې، راځه له دې فرصت نه ګټه واخلو.)

حکمتیار په خپل کتاب کې زیاتوي چې ښاغلي فرید کټ مټ دا خبره حکمتیار ته ورسوله. حکمتیار وايي د دې خبرې په اورېدو مې هېڅ تصور نه کاوه چې یو عالم او د اسلامیاتو استاد به کله هم د قوم او ژبې خبره مطرح کړي.

همدارنګه مسعود به هم د اسلامي حکومت پرمهال خپلو پلویانو او پرچمي کمونستانو ته دا انګېزه ورکوله چې پښتنو په خپلې دوه سوه کلنې واکمنۍ کې پر اقلیتونو سخت ظلمونه کړي دي.

جمعیت ګوند د اسلام او جهاد داعیې په پورته کولو سره ګڼ شمېر هېوادوال ګمراه کړي او خلک فکر کوي چې رښتیا هم دا یو جهادي او اسلامي حرکت دی، په داسې حال کې چې د دې ګوند اوسنۍ ګوندي تګلارې، فکري جوړښت، پخوانۍ سابقې او ګوندي کرکټرونو ته په کتو سره یو فاشستي حرکت دی، چې د حفیظ منصور، مهدي او پدرام په څېر افغان ضد او ملي ضد څېرې یې کدري او برجسته غړي دي.

دغه ګوند په پښتنو کې د نفوذ کولو لپاره ځینې سست عنصره پښتانه چې نه ثابت فکري خط لري او نه انګېزه، په مادي امتیازاتو واخیستل او د امکان تر حده د خپلو ګټو لپاره ترې کار اخلي.

په داسې حال کې چې د دې ګوند غړي د جهاد او اسلامیت دعوه کوي، لومړنی ګوند و چې د طالبانو تر سقوط وروسته یې امریکايي ډیموکراسۍ ته لبیک ووایه او د قدرت تږي جنون رباني له امریکایانو غوښتنه وکړه چې پر طالبانو غټ غټ بمونه واچوي.

اوس قضاوت هغه ناخبره خلکو ته پرېږدو چې جمعیت لا اوس هم یو اسلامي او جهادي ګوند ګڼي او د دې ګوند غړو ته د مجاهد خطاب کوي.

0 thoughts on “ایا جمعیت ګوند یو اسلامي جریان دی؟ ن- سمون”
  1. تاسو کولای شی دپنجشير دردوران جهاد کتاب وگورئ ۔ دا رساله پهپيښور کې درباني دحکومت په مهال چاپ شوې ده دا کتاب حفيظ منصور ليکلي دی په دې کتاب کې دروسانو سره دمسعود دپټ پروتوکول متن هم شته دا پروتوکو په ۱۳۶۱ يا ۶۰ کلونو کې په عنابه کې دشوروي سفارت ديو لوړ پوړې چارواکي سره چې ترجمان يې هم روسی وو لاس ليک شوی دی ۔ په دې کتابا کې په لاشعورې توگه ډيرې پټې خبري شته دا کتاب اوس ورک دی اوبيا چاپ نه شو دا ځکه چې په وړو کې شگه ده

  2. محترم سمون صاحب؟
    ما خو ورخي دمخه يو سرسري أشاره در بأني به هكله وكره كفايت كوي كه دافغانستان خلك غواري جه به واقيعتونو بوه شي زه حاضر يم جه درباني او دروسانو تر منخ د بر جم أودّ دجميعت به اريكو ، دمسعود او دروسانو به اريكو ، ،دمسعود او برجم به اريكو معلومات وراندي كر م ستاخبري تولي دقيقي او به واقعتو ولا ري خبري دي.
    جلالزوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *