نوربادشاه يوسفزی –

خالد الاسلام د سوریې نوموړې آرکيالوجسټ وؤ نوموړې د يوې مياشت څخه د داعش په قيد کې وو چې د سه شنبې په ورځ ډېر په بې دردۍ سره و وژل شو.

د سوريې زوړ ښار پالميرا د يونيسکو “ورلډ هيرټیچ ” یا نړیوال میراث په لیست کې شامل دې دغه ښار د دې کال د مئ له مياشتې نه د داعش په قبضه کې دې, خالد الاسد هم د تيرو څلويښت کالو راهیسې د دې ښار په زړو اثارو باندې کار کولو,  په دې ښار د داعش د قبضې ويره پيدا کيدو ورسته  خالد الاسد د دې ځايه د زړو اثارو  انتقال پيل کړ او هم دغه رقم يې د زرګونو اثارو خوندیتوب هم يقيني کړو.

د داعش په قيد کې د دغې محفوظ کړای شویو اثارو  په اړه معلومات نه ورکولو باندې په خالد الاسد سخت تشدد وکړې شو خو هغه داعش ته دغه خبره ښکاره نه کړه. د اسعارو  دانتقال په وخت خالد الاسد ته حواست شوې وو چې تاسو خپله هم لدې ښار څخه ولاړ شئ خو د دې ښار د کنډرو سره د هغه يو داسې روخاني اړيکه وه چې هغه هم دلته مرګ خوښ کړو خو د تیښتې لار يې قبوله نکړه

د دين اسلام د تاريخ په ابتدا کې په بیت الله کې پراته بوتان مات کړې شو ولې چې اسلام کې د شرک د وجې بتان ماتول د ثواب کار ګڼل کيږي هم دغه رقم دا عمل جاری وساتلې شو د خطته الحجاز زاړه بوتان يې ټکړې کړل, د مدئن او اسکندريې کتب خانې وسيځلې شوې, د هندوستان د مندرونو نه د خراسان د خانقاهو پورې د بربادۍ يو داستان وليکلې شو, د عربو د زړو اثارو د بربادۍ نه د طالبانو لخوا په باميانو کې د بوتانو او مجسمو ماتول پوره په جذبې سره ترسره کړی شو.

سوال دا پيدا کيږي چې د نړۍ د مسلمانانو لخوا داعش يوه کوپري پروژه بلل شوې ده نو د داعش لخوا د بوتانو او نورو قيمتي اثارو ړنګولو تر شا کوم مقصد کيدای شي؟
دا به هم راتلونکې وخت ووايي!

One thought on “ایا داعش او نور تندروان له اسلام سره په ټکر کی دی؟‎”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *