په منځنیو پیړیو کي عیسوي کشیشانو پرخلکو باندي جنت خرڅاوه او ناپوه ـ خلکو هم د پیسو په مقابل کي د جنت یوڅه برخه اخیستله، د مارتین لوتر په نوم یوه هوښیار چي د خلکو له دې ناپوهۍ څخه ځوریدی، په هرعمل یې لاس پوري کړ خو خلک له دې کاره منعه نه سول ترڅو چي یوفکر ورته پیداسو، کلیساته ولاړی د جنت د خرڅولو مسؤل ته یې وویل چي ایا دوزخ خرڅوې؟

د دوزخ قیمت څو دی؟

کشیش تعجب وکړ ویې ویل چي دوزخ؟!

هوښیار سړي وویل چی بلي هو!

کشیش بې له فکرکولو څخه وویل چي: درې سکې

سړي ژر پیسې ورکړې او ورته یې وویل چي مهرباني وکړئ سند یې هم راکړئ

کشیش د یوې پاڼي پر مخ وکښل چي د دوزخ سند

سړي په خوشهالۍ سره هغه سند راواخیستی او دکلیسا څخه ووتی، ښارته ورغی او نارې یې کړلې

ای خلکو! ماټوله دوزخ رانیوی او دایې هم سند دی، نور لازمه نه ده چي تاسو جنت رانیسئ ځکه زه خپل په دوزخ کي څوک نه پریږدم

دا هوشیار سړی مارتین لوتر و چي ۱۸۴۳م کال دنومبر پر لسمه د المان په آیزلبن ښار کي نړۍ ته راغی، هغه دکاتولیک مذهب یو له نقادانو څخه و او دپروتستانت مذهب یو سرسخت پلوۍ، دلوتر او فرانسوي کالون پیروان په امریکامتحده ایالاتو کي خورا اکثریت دي.

د لوتر له اصلاحاتو څخه څودا دي چي د کشیشانو نکاح یې ازاده کړه، د پیسو په مقابل کي یې د ګناهونو د بخښولو مخه ونیوله، نن ورځ په اکثرو پرمختللو عیسوي هیوادونو کي عیسویان پروتستانت دي لکه په امریکا، انګلستان او کاناډا کي پروتستانت

لوتر د۱۵۴۶م کال دفبروري پر اتلسمه وفات سو او مقبره یې د ویتنبرګ په ښار کي ده.

تبصره:

عیسویت خپل دین هغه وخت تخریب کړ چي دین یې دشخصي غوښتنو تابع وګرځاوه، ان دانجیل ژباړه یې منع کړه ترڅو خلک دانجیل داصلي درسونو څخه خبرنسي کوم چي ددوی خرافات پکښې نه وه.

انتباه:

یوه ورځ مي کومه ویډیو کي یو سند ولیدی چي دشهادت سند په نوم و، چي یوشخص ته ترمرګ مخکي ورکړل سوی و چي ګویاته به حتماً شهیدکیږې، متاسفانه دې حالت راته دعیسویت دوخت خرافات رایاد کړل، بل خوا مي شاهي وخت راپیداسو چي وايي علماءو به دقرانکریم ترجمه او تفسیر ګناه ګڼل چي کیدای سي څوک غلط سي نو ځکه باید یواځي پرتلاوت بسنه وسي او بالاخره ددې ترڅنګ دهغه کسانوحال رایاد سي چي همدا اوس یوڅوک ونیسي نوورته وايي چي که دومره پیسې راکوې ښه کنه بیادي مرګ روا دی، نوبناءً غوښتنه مي داده چي راځي دین دخپلو غوښتنو مطابق جوړ نکړو بلکه ځانونه ددین دغوښتنو مطابق جوړ کړو او دقرانکریم په معني او مفهوم خامخاځان پوه ــ کړو.

One thought on “ایا دوزخ خرڅوې؟/ سلطان شاه صفاري”
  1. داوسنی دوری ذیادتره مسلمانان دمنځنۍ پیړی تر عیسویانو ډیر جاهل دی, دا ځکه داوسنی دوری جاهل مسلمانان جنت دسر په قیمت اخلی!!! او دمنځنی پیړی عیسویانو دسر په قیمت نه بلکه دذر په قیمت اخیسته!!! چه دا یو لوی فرق دی متاسفانه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *