لیکنه: احمدولي صیاد
سوله د ټولو مخلوقاتو لپاره مفیده او ګټوره ده، دا چې د ځمکې پر مخ انسانانو، مرغانو، په ځنګل کې د ځناورو، سمندري ژویو, په دښتو کې د خځندګانو او نباتاتو لپاره تر هر څه ورته اړینه سوله ده، نو ویلای شو چې سوله یوه طبعي غوښتنه ده .
د ټولو مخلوقاتو د ضرورت سربیره چې انسان ورته اولین ضرورت لري هغه سوله او ارامه ژوند دی، په سوله او امن کې انسانان د پرمختګ پر لور رهي کیږي، خپل منځي مینه پکې زیاتیږي، د اتفاق او اتحاد لمن پکې پراخه وي، د سولې په وجود کې د ارام ژوند احساس هر فرد کولای شي، د سولې په شتون کې انصاف او عدالت ښه پلي کیږي.
د تاريخ په اوږدو کې انسانان تل د نړۍ په يو ځای کې په جنګ کې اخته او د سولې له نعمت څخه بې برخې پاتي شوي دي، خو داسې وخت هم په تاریخ کې ثبت دی چې ځيني وختونه ټوله نړۍ په سوله او ارامۍ کې پاتې شوي او د نړۍ په هیڅ ګوټ کې د جنګ، وژنو او نيونو له پاره انسانان په يو اوبل نوم نه دي قرباني شوي.
د سولې په نه شتون یواځې انسان نه بلکي ټول مخلوقات نا ارامه وي او هر کله چې انسانان د سولې څخه بې برخې شي نو ضربه یې ټول(د ځمکې پرمخ ټول مخلوقاتو) ته رسیږي، په نارامې او جګړه کې د ولس د قربانۍ سربېره چاپیریال کې چې هر ژوندی موجود ژوند کوي قرباني ورکوي.
د انسان د پرمختګ نتیجه دا راښایي چې د سولې په راوستلو او له منځه وړلو کې ډېر رول درلودلای شي ،ځکه د جنګ او نا آمنیو لپاره وسایل لري، چې د خپل منځي وژلو لپاره له سپکو او درنو وسلو څخه کار حتَی تر بمبارۍ، کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو د استعمال اختیارات لري.
چې لنډ مثال یې زموږ ګران وطن افغانستان دی.
څه د پا سه څلویښت (۴۰) کاله کیږي چې د جګړې قرباني شوی یوو، هم په مادي لحاظ مو تاوان کړی او هم په معنوي لحاظ، شهیدان ، کونډې، یتیمان او بي سوادي په اکثره سیمو کې بي حده زیاته شوې ده ، د دغه ټولو بدبختیو ترشا غټ راز نا آمني، بې عدالتي او بې اتفاقي ده.
یعنې چيرته چي حق او عدالت د انسانانو ترمنځ نه وي نو هلته آبادي، ترقي او پرمختګ له کومه شي!
چېرته چې جنګ وي عدالت به کله پلي شي ، د حق پالنې غږ څوک په اوچت اواز نشي کولای!
اوس پوښتنه دا ده د طالبانو او افغان دولت د سولې په کولو سره به دا ملت با آمنه شې او کنه؟
که چېر ته سوله په بنیادي شکل یې ، د دواړو خواوو غوښتنې ومنل شي او په حکومت کې موجوده اداري فساد لمنځه ولاړ شي، انتخابات په الیکشني شکل وي ، نه په سلیکشني شکل، د حزبي او سمتي تعصباتو لمن راټوله شي، حق حقدار ته وسپارل شي، هر مامور خپلې دندې ته ژمن و اوسي ، قانون او عدالت په صحیح مانا عملي او پلی شي، نو بیا معلومه خبره ده چې د سولې په راتګ سره د آمن لمن پراخیږي.
که چیرته بې اتفاقي، په دولت کې د اداري فساد جریان، قومې او سمتي فشارونه، غیرې منظم حزبې حرکتونه، او قانون او عدالت په سمه ټوګه عملي نشي، لکه د حکمتیار سوله چې دغې ملت ته د آمن په راوستلو کې بې مانا وه، نو د طالبانو سوله به هم یوه سبولیکه سوله وي د آمن انځور به پکې نه ښکاري!
درنښت
د احمدولي صیــاد په هېوادنۍ مینه!
د ودان افغانستان په هیله