په نړۍ کې چې هر توکم پرمختګ اوترقي کړي ده، د هغه قومونو د پرمختګ اصلي راز د هغه توکم د ژبې پرمختګ دی چې په همدې اړه خدائي خدمتګار باچا خان وایي:
په نړۍ کې هیڅ قوم په غیر دخپلې ژبې نه ترقي کولی نه شي او په هغوی کې علوم او فنون (پوهه) پېدا کېدای نه شي.
که هر ملت وغواړي چې ژبه یې ترقي وکړي، نو د علمي کتابونو په لیکلو او د علمي کتابو په کره ژباړلو سره کولای شئ چې خپله ژبه غني کړئ او د ژبې دغنا او پرمختګ سربېره ژبه پاتي کېږې او د لمنځه تللو خطر یې ختمېږي او ترڅنګ یې د ویوونکو علمي کچه لوړیږي.
د بیلګې په بڼه که مونږ یو کتاب په انګلیسي مطالعه کوؤ اوکه هماغه ژباړل شوی انګلیسي کتاب وګورو نو د پوهاوي توپېر ډېر جدا او سره بیل دی ځکه په خپله ژبه په اسانې سره یو موضوع زده کېږي ، وخت بچت کېږي او د مطالعې شوق زیاتېږي .
ډیر د خوښۍ ځای دی چې د بدلون د لسیزې را په دې خوا پښتو ژبې ته په علمي ډګر کې د تېر په پرتله په مختلفو برخو کې ډیر اغیزمن کار وشو، په هره برخه کې علمي کتابونه ولیکل شول اویا وژباړل شول .
زما په اند که خدای کول دا لړۍ همداسې جاري پاتي شي نو لیرې نه ده چې زمونږ پښتو ژبه د نړۍ د ژبو سره یوه بې سارې سیالۍ وکړي .
د دغه ویاړلې لړۍ په جریان کې غواړم له تاسو سره د هغه چا په اړه مالومات شریک کړم چې په عملي ډګر کې یو نوموتې ګام پورته کړی دی هغه قدرمن شخص انجنیر محمد فرید عاطف دی.
انــــجـــــــنــیــــــــــر مـــــــــــــــحمـــد فــــــــــرید
عاطف د ننګرهار ولایت ، چپرهار ولسوالۍ د غوراباد د کلي اوسیدونکی دی .نوموړې (انجنیر محمد فرید عاطف) په ډیره کمه موده د انجنیری په برخه کې بیلابیل علمي کتابونه د انګلیسي ژبې څخه پښتو ژبې ته وژباړل چې ځینې یې د بیلګې په توګه یادوم:
Estimating and Costing in civil Engineering, Irrigation Engineering
,RCC Building Design ,Planning Drawing, Water Supply Engineering
او د زلزلې په وړاندې د مقاومو ودانیو ډیزاین یي په پښتو کړل چې له نېکه مرغه اوس زمونږ په لاسونو کې دي، زه اوس په دې نژدیو کې کتابتون ته نه یم تللې چې بل کوم نوی کتاب به ژباړلې وی یانه خو په اټکلیز ډول سره نوموړی اتل اوقهرمان پنځه اغیزمن او پرحجمه کتابونه وژباړل خو د یو دوست څخه مې واریدل چې اوس د سټرکچر انالیز کتاب پر ژباړه بوخت دی، زه داسې توري او الفاظ نه لرم چې د دې ښاغلي اتل انجنیر محمد فرید عاطف ستاینه پرې وکړم، خو دومره به ووایم چې تاسو وی چې نن په کتابتون کې پښتانه انجنیران په پښتو کتابونه مونده کوي او په ډیره خوښي سره یي ګوري ،تل به د هیوادالو په زړنو کې استئ ،الله مو په عمر کې برکت واچوه چې دا لړۍ لا ورپسې ورتیزه کړئ، په اخر کې په ټولو مدني فعلانو،رسنوالواو سیاسي خوځښتونو باندې غږ کوم چې په ښاغلی انجنیرمحمد فرید عاطف باندي خبرونه جوړ کړئ، لمانځ غونډې پرې جوړې کړئ او شاعران دې پرې شعرونه جوړ کړي . ځکه دی زمونږ دکار سړی دی نه هغه او دغه … په ډیر درنښت
ستاسو کشر ورور