ښه خبره داده چې تیرې ورته واقعې او یا منل شوي ماډلونه په پام کې ونیسو، ترڅو رېښتینې یا نسبي په واقعیتونو ولاړ او نسبي منل شوی تحلیل د یوې موضوع په هکله وکړو. پر همدې بنسټ، د تیرو ټاکنو نوماند حامد کرزی له اوسني نوماند زلمي رسول سره پرتله کوو څو دا ثابته کړو چې ایا زلمی به وشي کولی حتا ۵.۵ فیصده رایه تر لاسه کړي؟
۱: د استاد برهان الدین رباني جمعیت اسلامي، د استاد سیاف دعوت اسلامي، د صبغت الله مجددي نجات اسلامي، د پیر ګیلاني محاذ اسلامي، د موسی هوتک حرکت اسلامي، د جنرال دوستم جنبش اسلامي، د استاد محقق او استاد خلیلي وحدت اسلامي، د منصور نادري پیوند ملی ګوند، د ارغندیوال حزب اسلامي افغانستان، د ډاکټر انوار الحق احدي افغان ملت، د اسماعیل یون ملي تحریک، د تیرو حکومتونو څخه راپاتې ګوندونو او… چې په حکومت او ولس کې پراخ نفوس لري، ملاتړ له حامد کرزي سره وه، خو زلمی ددې یوې ډلې ملاتړ هم له ځان سره نه لري بلکې یواځې د حزب اسلامي شپږمه برخه چې حکمتیار سیاسي دوکانداران بللي او کوم خاص ولسي ملاتړ هم نه لري له زلمي نه ظاهرآ ملاتړ کوي.
۲: د بلخ والي نه بغیر، د ټولو والیانو، وزیرانو، ولسوالانو او… د خپلو مرستیالانو ملاتړ د حامد کرزي سره وه، خو زلمي سره د څو محدودو والیانو، وزیرانو او ولسوالانو ملاتړ دی. د بیلګې په توګه، نه ورسره د مالې وزیر، نه ورسره د اقوام او قبایلو وزیر او نه ورسره د صحت عامې وزيرې ملاتړ شته . . .
۳: له کرزي سره د پښتنو تقریبآ د ټولو قبیلو لکه نیازيو، ستانکزيو، هوتخیلو، خروټو، ناصرو او… ملاتړ وه ، خو زلمي سره د پښتنو یوه لویه قبیله هم نشته.
۴: حامد کرزی برحاله ولسمشر وه نو ځکه ډېری په دې فکر وه چې د نوموړي د ګټو چانس زیا دی نوځکه ډېرو کوښښ کوه چې رایه ورته ورکړي ترڅو په راتلونکي حکومت کې ځای ولري خوس اوس له زلمی رسول څخه صرف څو معامله ګرو ملاتړ کړی نوځکه حتی د محسوسه رایو کټولو امکان یی هم نشته.
۵: په تیره دوره کې ډېرو غیرو اپوزېسیونو او پښتنو فکر کوه، چې د ولسمشر اصلي سیال ډاکټر عبدالله دی او که چیرې ګټونکی شي د هیواد حالت به بیخي بله خوا ولاړ شي نوځکه حامد کرزي ته یې رایه ورکړه، خو اوس ټول فکر کوي چې مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني دی او سیال یې بیا هم ډاکټر عبدالله نو ځکه غوره ګڼي چې رایه په زلمي ضایعه نه کړي.
۶: د حامد کرزي ولسي ملاتړ زیاد وه، پوهه یې لوړه ده او ملي او بین المللي اعتبار یې څو برابره زیاد وه نو ځکه په ملي کچه یې نسبي زیاد ملاتړ لره خو زلمی له دې ټولو خصوصیاتو خالي دی او حتا د هېواد په ملي او رسمي ژبه خبرې نه شي کولی.
۷: په تېره دوره کې دومره درغلي شوې ، چې بیا به د هېواد په تاریخ ې دومره درغلي ونه شي. اوس هېوادوال ډېر ویښ شوي، نړیوالې ټولنې څارونکي به ډېر زیاد وي او د سیالو نوماندانو قوت ډېر لوړ دی (داکټر اشرف غنی احمدزی او داکټر عبدالله عبدالله) نو ځکه دا به هم ګرانه وي چې ووایو زلمی به په درغلیو حتا شپږم ځای خپل کړي.
۸: له حامد کرزي سره په تیره دوره کې د غربي هیوادونو اړیکې تر دې کچې بې خونده نه وې لکه اوس چې حتا اعتبار یی سفري نقطې ته راغلی چې هیڅکله به غربي نړۍ دې ته زړه ښه نه کړي چې د حامد کرزي د خوښې (مشکوک) نوماند ملاتړ وکړي.
۹: دا سمه ده چې د زلمي رسول لمړی مرستیال د نظار شورا غړی دی خو دا باید ومنو چې نظار شورا د جمعیت اسلامي ګوند یوه شاخه ده خو دواړو د نظار شورا او جمعیت اسلامي ګوند له ډاکټر عبد الله څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او تر کومه ځایه چې د تاجک افغانانو د رایو موضوع ده، کله چې عبدالله عبدالله ، یونس قانوني، قسیم فهیم، عطا محمد نور او… وي احمد ضیا ته صبر دی نو ځکه خو دا ښاغلی نشي کولی چې حتا له پنجشیر نه ۱۲۰ رايي راوړي او دا باید هم په پام کې ولرو چې د تاجک افغانانو ډېره رایه ډاکټر اشرف غني احمدزي او استاد سیاف ته روانه ده او د زلمي رسول دویمه مرستیاله هغه څوک ده چې د محقق او خلیلي په شتون کې حتا د هزاره افغانانو دوه سوه رایي هم نشي راوړی.
ددې ټولو امکاناتو او ځواک سره سره، حامد کرزي ۴۹ فیصده رایه تر لاسه کړه او ټاکنې دویم پړاو ته و غځیدې نو اوس به کومه معجزه کیږي چې د کرزي د خوښې (مشکوک) نوماند یعنې زلمی رسول به حتا ۵.۵ فیصده رایه ترلاسه کړي؟!؟!
————————–
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
Brother Salam Alimkum,
I can tell you one thing that Afghanistan is not a systematic society that is why whatever you say does not apply to it. You can analyze things as you wish. However, it seems that Mr. Karzai is jockeying for a powerful games as he did it last time.
There is not adequate transparency, accountability or integrity that your analysis will apply to it. Who cares about backing of Afghan Ministers. They do not have that honorable respect even within their families, forget the Afghan society. The election is an introduction of values that are supposed to be promoted in the Afghan society.
I remember even the election at Dr. Najib’s time. It was a tribal gathering to elect Mr. Najib again. It is not different even now. Since the West can invest more money in Afghanistan, now we feel all is perfect and we are supporting angels. The agenda is set by the West to move forward. We will be paid for what we will doing towards that agenda; otherwise there is no free lunch as it is said in English…
ډېره معقوله اوپه شمېنرنې ولاړه ليکنه ده. پنځه سلنه رایې به هله وګټي چې حامد کرزی ورته رايې دعادت اونېت له مخې غلا کړي .
فکر کوم چې حتا ۳ فیصده رایه به هم تر لاسه نه کړي. هېوادوال باید خپله رایه ضایعه نه کړي.
لیکوال خو پنځه عشاریه پنځه فیصده رایه ښودلې خو زه فکر کوم چې حتا درې فیصده رایه به هم تر لاسه نه کړي ولو که تقلب هم وکړي. په ډېر درناوي باید د اشرف غني په ګټه تېر شي.
زلمی رسول …..
د ولسمشر کرزي وروستی تش کارتوس !!!
کرزی یو ډیر په زړه پوری سیاسي کردار دی . هر کار یی نیمګړی او نیمه خوا وي . د ډیرو مشکلاتو تر څنګ یو مشکل د هغه خپله بی سواده کورنی ده چه ډیری ورونه یی د ښوونځی نه پورته زده کړی نلري ، پرته له دی چه د نیویارک هوټل او کسینو ( قمارخانه ) کی ابتدایی زده کړی تر لاسه کړي !! د کرزي یوه لویه نیمګړتیا او بدبختي دا وه چه دی په تیرو دوولسو کلونو کی پدی وتوانیده چه یو ځانګړي ، پوه او مسلکي ټیم ځان ته برابر کړي او ولس لپاره راتلونکی زعامت یا وروزي او یا کم تر کمه شرایط ورته برابر کړي . د دی پرځای کرزي پدی قناعت وکړ چه په ړاندو کی کوڼ پاچا دی او دی همدی ته خوشاله پاتی شو چه خیر دی کوڼ به تل د ړاندو بی تاجه پاچا وي !! خو حالات اوس داسی راغلل چه دا ښاغلی کوڼ ( کرزی ) باید ګوښه شي نو اوس چه شاوخوا نظر اچوي نو د ړاندو یو اوږد قطار ولاړ دی . هغه بی فکره او بی نظره ړانده چه په ړاندو سترګو د هیواد زعامت ته لیواله دي او غواړي چه د هیواد په وروستۍ بربادۍ خپلی ړاندی سترګی بینا کړي !! دی ډلی ته موږ کرزي خیل ړانده ویلای شو . پدوی کی لومړی قیوم کرزي دی چه د نیویارک د یوه کوچنی کوڅی هوټل تجربه لري او تر څنګ یی د امریکایي قمارخانو سیاست هم څه نا څه لیدلی !!! ده ته افغانستان یوه لویه قمار خانه ښکاري او افغان ولس یو ګټور قمار ټکټ ( لا ټري ټکټ ) چه که ویګټي نو امریکاکی د یوی لویی قمارخانی خاوند کیدای شي !
بل ړوند نیمه لیونی د زلمي رسول په نامه دی چه په اصل کی یو معیوب ، ګونګ ، یخ نیولی او بی خولی سړی دی چه شاید د یوه ماشوم د ځواب هم نه وي . قام ، ټبر او ژبه یی نده مالومه !! ځنی خلک وایی چه پیدایشي ګونګی دی او په اشارو سیاست کاندي ! نور اهل فکر وایی چه ګناهګار محمدزی دی او په ژبه میراثي ګونګی دی !! ده سره بیا د سمرقندي مهاجر زمرد شاه یو نامتو حرمونی نوسی او د بزشاد ګل ورور احمد ضیا مسعود او بل د چنګیز تموچن کړوسۍ حبیبه ګله ده چه نور وضاحت نه اړتیا نلري …
پداسی حال کی چه کرزي وطن او ولس سره مخه ښه کوي ، خپل نمیګړی میراث یوه ګونګي او بل قمارباز ته پریږدي ! ولس پدی سیاسي قمارخانی کی د یوه ګونګي او بل قمارباز تر منځ حیرانه ده . داسی بریښي چه د کرزي په ټوپک کی نوری مرمۍ هم ندي پاتی او وروستی ډز یی تش کارتوس وخوت او د کارتوس لپاسه یی په سره خط لیکلي : ګونګی تل قمار بایلي ………
نیکمل صاحب واقعآ په واقعیتونو باندی ولاړفرضیه مو وړاندی کړی، یوبل ټکی چی زه غواړمه لوستونکوو سره شریک کړمه هغه دا دی چی زلمی رسول په نیکتایی او ده ظاهرشاه ده کورنی سره په خپلو ارتباطو هم تر یوه بریده حساب کووی خوفکر کووم چی ده ملت سیاسی شعور اووس خورا لوړ دی او هغه ځړیی فورمولی نور د عملی تطبیقیدو چانس نه لری، او له بلی خوا که چیرته ده زلمی رسول رسمی کړنوته هم وکتل شی دغه جناب والله که خو نه په امنیتی مشاوریت که او نه هم په بهرنیو چارووزارت کی کووم غوره کار کړی ووی، ده افغانستان بهرنی سیاست ددغه جناب په دوره کی دورمره خراب شوو چی کله ده وزارت پریښودنو کرزی ده ۱۲ صنف فارغ زرار احمد دوزیر په حیث وټاکه، وګوری چی ګیدړ هیڅکله هم ده زمری ځای ناستی نه شی کیدای خو ده شغال څای ناستی ته ممکن ترټولو مناسب ووی هسی خو هم زلمی رسول لاړ کرزی زرار احمد راوستی او کووم وزارت چی له پخوانه خراب نوری هم خراب کړی.
مسافر