عبدالماهر قضاوت
موده مخکې نیویارک ټایمز ولیکل، چې ښایي د روانو کشمکشونو له کبله نوې کابینه ان تر یوه کاله وځنډیږي، له ژمنې سره سم، د نوې کابینې په معرفۍ کې د ولسمشر پاته راتګ، دا ویره رامنځته کړې هسې نه د نیویارک ټایمز خبره رښتیا شي. بل پلو ته، نوموړي تر ولسمشر کیدو وروسته، په یو او بل نوم خپل دوستان او ملاتړي خوابدي کړي هم دي، چې وروسته به یې په دلایلو خبرې وکړو، نوموړي دا کار داسې مهال کړی دی چې لا یې هم پښې د قدرت په ځمکه نښتې نه دي او په اسمان کې ځړیږي. ځینې دا خبره په خصوصي جلسو کې کوي چې سړی په هوا روان دی! ځینې روان حالت داسې انګیري چې له غني سره امریکا لوبه کوي خو دی او ډله یې فکر کوي چې نوموړی د عبدالله د ډلې له لوري ننګول کیږي، خو اصل کې دا ننګول امریکا کوي عبدالله نه!
له اشرف غني سره عبدالله نه، امریکا لوبه کوي:
د ټاکنو لانجمن کیدل د یو عمدي تصمیم پایله وه نه د یو تصادف، د امریکا ګټو دا ایجابوله چې د وطن انتخاباتي پروسه وځپل شي او سمه وځپل شي. ضیاالحق امرخیل نه کوم جرم کړی او نه د ټاکنو د پروسې په اړه کوم بې تفاوته شخص و، هغه یو قاطع انسان و، چې د یوې مشخصې ډلې ناروا غوښتنو ته تسلیم نشو، ژوند یې په خطر کې کړ، د لوړو منصبونو وړاندیزونه یې ونه منل، د خپل ولس په وړاندې ېې خپل مخ تور نه کړ، نو ځکه د یوې نړیوالې دسیسې په ټس کې ښه سم سپک شو. که د امرخیل پر ځای بل هرڅوک وای، ښایي هغه به تر دې هم بد تره کیدو، دا د نوموړی جرات و، چې د دې توطیو په وړاندې مات نشو.
له کله چې داکټر عبدالله عبدالله د یو موازي واک په توګه په اشرف غني تپل شوی، د نوموړي د تعضیف لومړۍ کړۍ تکمیل شویده، ډاکتر عبدالله نه د کوم ولسي نفوذ نما ده او نه د کوم ښه مدیریت او سابقې، هغه د شطرنج د یوې تڼۍ په څیر کله هلته، کله دلته نښلول کیږي او پروسې ورباندې تضعیف یا پیاوړې کیږي.
ولسمشر غني خپل ډیری عمر د امریکا به اکاډمیک چاپيریال کې تیر کړی، هغه د نظر له پلوه د امریکا له دیموکراتانو سره د زړه خواله لري، کوم چې کرزي یې له جمهوریت والو سره لري. د غني قاطعې بریا، چټک مدیریت او خشن طبیعت د دیموکراتانو لپاره دا ستونزه راولاړولی شوای، چې نوموړی دې تر کرزي هم له امریکایانو سره پریکنده دریځ خپل او اوباما یا امریکایان دې د خپلو تصامیمو او جریاناتو په اړه ښه سم وننګوي، کرزي ښایي د نړۍ تر ټولو نرم ولسمشر و، خو غني برخلاف تر ټولو توند انسان دی، د غني د قاطعې بریا په صورت کې ښايي امریکایانو په کرزي شکر ایستلی وای. ددوی له نظره اشرف غني ته باید یو (بو) په (څو/کمین) کې ناست او په اوږو بار وي. دا دروند پیټی په عامه اصطلاح ګلمرجان( عبدالله ) دی، چې پوره ۵ کاله به د غني پر اوږو لکه ځونډی زانګي. غني دې ځان نه تیر باسي، عبدالله د غني له ننګولو پرته، نور د نوموړي یو درد هم نه شي دوا کولی!
دا پيټۍ ورځ تر بلې د یوې منظمې برنامې له مخې پړسول کیږي او د غني د تضعیف کړۍ به لا پسې بشپړیږي، دلایل:
- لومړی دا خبره هسې اوازه بلل کیده چې عبدالله د یو موازې یا صدراعظم په بڼه راپورته شي او د شورای وزیران غونډې دې رهبري کړي، خو دا کار وشو، اوازه نه وه، بلکې واقعیت و،
- ویل قدرت نه دی ویشل شوی او د ملي وحدت حکومت به وي، خو د عبدالله تبلیغیانو ویل هر څه ویشل شوي نیم په نیمه دي، په کابینه باندې نه جوړیدل او د نوي لوی څارنوال او د بهرنیو چارو د سیاسي معین معرفي کیدل او د غني له لوري بیرته خپله پریکړه اخستل یې تر ټولو منظمې بیلګې دي، نو په دغسې صورت کې خو د عبدالله د بلندګویانو خبره له وزنه ډکه او رښتیا ده، چې خبره نیم په نیمه ده،
- که دا حالات وي، ډاډه یم چې نن یا سبا به دا خبره هم یو لمرین واقعیت وي چې مدیریتونه هم ویشل شوي، په دغسې غضب کې خو رښتیا چې کرزی سم د سرو زور ټوټه وه. جالبه یې دا چې د غني ملاتړي لومړی دا ډول معاملې سختې شددیدې ردوي او بیا په منظمه ذهنیت سازۍ سره هغه ټول رد شوي مسایل درست راخیژي، ددې هر څه درست راختل به غني اخر له پښو وغورځوي، موږ پوهیږو چې دا ټول د غني مجبوریتونه دي، که مجبوریتونو ته دا شان تسلیمدل وي لکه، څه موده پس به نه د مدیریت هغه نړیوال نوم او نښان پاتې وي او نه هغه ولسي زوږ او ملاتړ! امرخیل به نو بیا هسې د تش په نوم انقلابي مدیریت په ټس کې ځان لولپه کړی وي!
- د عبدالله د ډلې په توسط د غني د تضعیف په اړه د هغه نږدې او ځواکمن مشاور داسې ویلي: (( د پردې تر شا ځینې ځواکمنې کړۍ او د عبدالله ډله په لوی لاس غواړي غني داسې کمزروی کړي، چې په سړي ښه ډیر فرمانونه صادر کړي او هیڅ یو هم تطبیق نه شي چې په دې کار سره به د سړي حیثیت د روپۍ ارزښت نه لري!)) نوموړی خپله شدیده اندیښنه داسې په ډاګه کوي: ( احساسوم چې په دغو چټکو فرمانونو له سړي څخه دوهم کارمل جوړ کړي چې د فرمانونو اغیز یې صفر شي، او په دې سره سړی په خپله ناکام دی، نو باید ددې کار مخه ونیسو!)) د غني ددغه ځواکمن ملاتړي خبرې جدي او ډیرې پر ځای دي.
ددې ټولو لوبو پایله به څه وي؟
په راس کې به غني وي، په درز کې به غلاګانې او فسادونه روان وي، امنیتي وضعیت به لکه چې ګورئ په استخباراتي توګه همداسې پسې کاواکه وي، نوم به د غني بد وي- سړی به بدنام بدنام وي، خو مزې او میلې به ګلمرجان او ډله یې کوي، موازي حکومت څه ښکر نه لري، تر مدیریتونو د واک د ویش نغارې څه اوتې بوتې نه دي او دا نغارې تر اوسه رښتیا راختلې دي، او په پایله کې به د نړۍ تر ټولو بې ظرفیت ترینه حکومت د کرزي تر دورې وروسته خپل شتون ثابت کړی وي( خدای دې وکړي چې زما خبرې ټولې درواغ راووزي)
د امریکایانو له کرزي ولې بد راځي؟
کرزی نن او ۱۳ کاله پخوا یو کرزی دی، ولې یې په یې له امریکایانو سره اړیکې کاواکه شوې او نن په بد کرزي یادیږي؟ هغه هیڅ بد نه دي کړي، هغه د ځان په وړاندې په خپل وخت د دوی بد نیت درک کړ، دا درک له ۲۰۰۹ کال له ټاکنو وروسته راپیل شو او له همدې کبله خبره ان لکه د دوه بنو تر پیغراندو راورسیده.
د موثقو راویانو حکایت دی: (د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې امریکایانو غوښتل چې همدغه ګل مرجان د کرزي په اوږو همدغسې ورسپور او سړی پرې له پښو وغورځوي. په همدې هدف دوه امریکايي لوبغاړي( جانکیري چې هغه مهال د امریکا یو ځواکمن سناتورو او، یو بل سناتور) راځي او له کرزي سره تر بندو دروازو غونډه نیسي، له اوږدو خبرو پس په ډیره بې ابۍ سره دواړه سناتوران د کرزي له دفتر لکه شړل کیږی. کرزي ته ګواښ کیږي، چې افغانستان به تجزیه شي، کرزی ورته وايي: (( تجزیه نه، ۳۴ ټوټې دې شي او څوک دې نر شي ټوټې یې دي کړي!! ټاکنې مې ګټلې او هر تصمیم به زه نیسم د نړیوالو نورمونو په د ننه کې!)) کرزی که هر څنګه و، په هغه کې یوه خانه کنداریتوب و! د همدغه یو قاطعیت په نتیجه کې یې له ستره غمه ځان ژغورلی و، دا چې دا بدي کرزي ته څومره ګرانه پریوته له همده یې وپوښتئ!)
له عبدالله سره په دومره لوړه کچه موازي ایتلاف، ده غم دی نه کوم بری، د هغه ډله له داسې کسانو جوړه ده چې تر اوسه غني د ولسمشر په توګه نه مني او ښایي له نوموړي سره په قدرت کې له شراکته هم د غني د کمزوري کیدو کار واخلي نه د ولس د خدمت، لکه امرالله صالح، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني، محقق، وحید عمر، مجیب رحیمی چې حتی د افغانستان له نوم سره ستونزه لري. ایا فکر کوئ چې هغوی دې د ولسمشر غني عکس په خپل دفتر کې حتی ځوړند کړي دا خو پریږده چې فرمانونه یې دې پلي کړي. کرزی خو نر و، په یوه قاطع تصمیم سره یې له دې ټولو نامتجانسو د اچارو له بوتل څخه ځان بیغمه کړ خیر که یې د امریکایانو بدي په غاړه واخسته.
اوس تر کرزي ۵ کاله وروسته، عین سناریو په غني تکراریږي او تر اوسه سناریو ښه پلې کیږي، هغوی د اشرف غني کمزروي او ټپي ګوته پیدا کړې، (( د نوموړي شرافت او صداقت))، غني فکر کوي چې که دا کار د ولس او افغانستان د منافعو په خاطر ورسره ومنم، ښايي نازونه یې ختم شي، او خپل کار ته یې پریږدي خو ډاډه دې اوسي چې نه یې پریږدي! (( اخر یې دې له کرزي زده کړي))
غني د ولسمشر، که د یو غچ اخستونکي په رول کې؟؟
په پاسنیو کمزوریو چې تر اوسه شته، سربیره ځینې څارونکي د غني نیول شوي تصامیم د ضد او سرتمبګۍ پر مبني بولي چې معقولې پایلې به نه لري، دا خبرې نوموړې ته یې ځینو ملګرو په خصوصي مجالسو کې یادې کړې هم دي، خو د راپورونو له مخې نوموړی یې نه مني، ځینې یې درسره شریکوو:
- نوموړي په لومړۍ ورځ د اداره امور چې د دولتي سیستم تر ټولو مغلق مرکز دی، ۱۵ باتجربه او ملکي رییسان رخصت کړل، هغوی رازونه او تجربې له ځانه سره لرلې، هغوی نه د کرزي د مفسد نظام اصلي ستنې وې او نه کوم ملامته کسان، دا ډول بې پوښتنې رخصت کول یې خلک د نوموړي هغه غچ اخستل بولي چې د کمپاینونو پرمهال دغه ادارې د اشرف غني د کمپاین په دفتر عرض کړی وو، چې نوموړی له دولتي موټره استفاده کوي او په پایله کې د شکایاتو خپلواک کمیسیون د اشرف غني دفتر یو لک افغانۍ جریمه کړ، که مسلې ته ځیر شو، ښايي دا چټک اقدام د یو سخور له امله وي نه د اصلاحاتو په هدف. له دې پرته، دا ۱۵ کسان کوم مجرمین وو چې داسې له کوم تقدیر او که مجرمین وو د جرم له ثبوت پرته رخصت شول؟ نه، حتی بلې ادارې ته تبدیل هم نه شول چې د ملکي خدماتو د قانون له مخې یې مسلم حق وو!
په داسې حال کې چې ددغو ۱۵ لیرې کړل شویو رییسانو په ځای داسې کسان ګمارل شوي، چې له ټول احترام سره چې زه یې دې نویو رییسانو ته لرم، په دولت کې یې کرښه نه ده کش کړې، او نه یې تر اوسه کومه داسې کارنامه کړې چې نوموړی خپلې د کمپاینونو ژمنې پرې په زبات ورسوي. شرم خو یې لا دا چې وايي دغه اکثره رییسان په خپلو کې یو له بل سره په انګلیسي خبرې کوي، دوی ته به یا دا کار ډیر ویاړ ښکاري، یا له بده مرغه دومره بې تجربې کسان دي چې ددې ولس تاریخ یې هیڅ لوستلی نه دی چې ددوی دا کوچنۍ تیروتنه ولسمشر غني د تاریخ کندې ته اچولی شي!
- غني د خپل ماموریت په دوهمه ورځ د لوېې څارنوالۍ د نظارت برخه په ريښه کې لغوه کړه، ددغې برخې مرستیال او مسوول رحمت الله نظري دی، هغه شخص چې د لویې څارنوالۍ ښی مټ او ددې ادارې اصلي ماشین بلل کیږي، نوموړی ته په عدلي او قضايي چارو کې خدای بیل مهارت او قلم ورکړی او یو مسلکی ځوان څارنوال دی، د چارو څارونکي ددغه معینیت دومره عاجله لغوه د اصلاحاتو په هدف نه بلکې له رحمت الله نظري د کبیر رنجبر غچ اخیستنه بولي چې له یو رییس جمهور سره هیڅ نه ښايي. ( د غني ماهر کمپاینر کبیر رنجبر له یوې نجلۍ سره د زنا او اختطاف په تور څو ورځې بندي کړی و!)
- ملاتړي یې ځکه خوابدي ترې ښکاري چې کله د دوی د زحمتونو په پایله کې نوموړی ولسمشر شو، نو د ځینو کمزوریو مصلحتونو له کبله یې مخ د عبداله د ډلې لور ته اړولی دی، دی فکر کوي چې په دې کار سره به د هغوی زړونه راخپل کړي، خو نه یوازې خپل به یې نه کړي، بلکې ځان به داسې یو برید ته پرې ورسوي چې ایل کول به یې ګران او بیا د میز په سر د نوموړي د حذف خبره مطرح وي. ددغه مصلحت بیلګه دوی داسې وايي، د کوم موجه دلیل له مخې یې د صلاح الدین رباني استعفا ونه منله سره له دې چې هغه شخص نه یوازې د سولې لپاره اغیزمن دی، بلکې د نوموړي په شتون کې په هیواد کې سوله راوستل خوب دی، هغه د مدیریت له اړخه دومره کمزوری دی چې حتی د کاغذ له رویه لیک نه شي لوستلی! دا ډول کارونه به د غني پښې پسې وښویوي او ښایي ددې ډول تصامیمو پایلې ورته درنې پریوزي.
داد اچارو د بوتل په شان اداره دې غني ته سر له اوسه مبارکه وي، دا چې وروسته هرڅه یو دم بدلیږي، دا به نو بیخي معجزه وي، امیدوار یم چې دا معجزه پیښه شي، کنه ددې ضعیف حالت په دوام سره به، خلک حتمن د نورو بدیلونو نغارې ډنګوي.
یادونه: خدای دې وکړي زما ټولې خبرې دوراغ شي، او غني لکه څنګه چې د ولس ورته هیلې وې، دا هیلې ررغونې او یو ریښتونی مو ویاړ شي، د یو پوه او د وطن د ملي زعیم په توګه یې لاسونه مچوم خو دا احترام ددې په مانا نه چې زه له واقعیتونو هم سترګې پټې کړم! قضاوت پر تاسو