زاهد صديقي

په لوېدیځ کې د نویو او مډرن تمدنونو را منځ ته کېدل او پراخېدل، په غیر لوېدیځو او اسلامي هېوادونو کې یې ځواکمن شتون د دې لامل شو چې انساني ژوند له ګڼو بېلابېلو ستونزو او کړاونو سره مخ کړي او مسلمانان يې له سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیز، فکري او ذهني پلوه هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړل. په اسلامي نړۍ کې له دغه وضعیته د خلاصون په موخه درې ډوله فکري خوځښتونه وزېږېدل؛

  • د لوېدیځ‌پالنې فکري خوځښت.
  • لوېدیځ ضد فکري خوځښت
  • د دیني «ریفورم» اصلاح فکري خوځښت

د لوېدیځ پالنې فکري خوځښت

د دغه خوځښت تګلاره او فکر له لاندې کسانو سرچینه اخلي. سید احمد خان له هنده، طهطاوي، مصطفی کامل، محمد حسین هیکل له مصره، محکم خان او تقی‌زاده له ایرانه.

له بنسټونو، ارزښتونو، غربي نمونو، کلتور او د لوېدیځ تمدن، د سکولاریزم او لیبرالیزم پر بنسټ لیدلوری، د ماټریالیزم، سوسیالیزم او ناسیونالیزم تقلید او هراړخیز منل یې د دغه فکري خوځښت له ځانګړنو شمېرل کېږي. د دغه فکري خوځښت باور دا دی چې کلتور او تمدن یو دی که څوک غواړي چې بشپړ متمدن او عصري شي، باید پوره پوره او په ټوله مانا لوېدیځ ومني او خپل ژوند د لوېدیځوالو مطابق برابر کړي.

په دې برخه کې اصلي ستونزه اسلامي حجاب او عربي لیک «خط» بولي چې د تجدد او عصري کېدو مخه یي ډب کړې ده. په ټوله کې دغه فکري خوځښت په دې اند دی، که څوک غواړي متمدن او عصري شي، باید د لوېدیځ ټول علمي، فکري، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ارزښتونه ومني او مکمله د لوېدیځ تابعداري وکړي.

لوېدیځ ضد فکري خوځښت

دغه فکري خوځښت په بشپړه توګه او په کلکه د لوېدیځ د استعمار او بې‌دیني مخالف دی. له لوېدیځه د مسلمانانو له لوري ټولې تر لاسه شوې لاس ته راوړنې مطلقې ردوي او وایي چې له لوېدیځه نه علم، نه ټيکنالوژي، نه د پرمختیا نمونه او نه د لوېدیځ ارزښتونه غواړو. دغه فکري ډله په دې اند ده چې د مسلمانانو ذهن او ژوند باید د لوېدیځ له ککړتیا او ناوړتيا پاک شي او له لوېدیځ سره هراړخیزه اړیکه پرې شي او نور باید لوېدیځ ته «نه» ووایو. دغه فکري خوځښت د مسلمانانو د فساد او تباهۍ لامل لوېدیځ بولي او بشپړ يې ردوي.

د دیني اصلاح «ریفورم» فکري خوځښت

دغه فکري خوځښت بیا بېل نظر لري. د دیني اصلاح فکري خوځښت د مسلمانانو د وروسته‌پاتې والي د مسالې د حل په موخه، د داخلي انحطاط او د لوېدیځ د مسالې پر وړاندې را منځ ته شو. دغه فکري خوځښت نه په ټوله مانا لوېدیځ مني او نه یې په ټوله مانا ردوي. د دې فکري خوځښت له پلویانو یو هم سید جمال الدین دی. دی په دې اند دی چې مسلمانان باید خپلواک شي، د لوېدیځ له علم، فن او ټيکنالوژۍ ګټه پورته کړي، ځانونه پیاوړي کړي او په پایله کې دې له لوېدیځ سره د ځواک، پر ځان باور او د خپل هویت پر مټ دې د لوېدیځ پر وړاندې سنګر ونیسي. دا به هغه وخت وي چې مسلمانان له لوېدیځ سره سیالان شي، په دې صورت کې کولای شي چې د لوېدیځ پر وړاندې را پورته او پر ضد يې مبارزه وکړي او ودرېږي.

پوښتنې؛

ایا لوېدیځ منل د پرمختګ لامل ګرځي؟

ایا د لوېدیځ پر پله پل ايښودل مو عصري‌توب ته رسوي؟

“دا چې نه په ټوله مانا لوېدیځ ومنل شي او رد شي.” د سید جمال الدین دا وینا تر کومه بریده سمه ده؟

دا چې اسلامي ټولنې د پرمختګ او پرمختیا پر لور پل کښېږدي او پکې هر اړخیز پرمختګ راشي، نه‌شي کېدای چې په ټوله مانا لوېدیځ ومنل شي او د پرمختګ کاروان او پل یې نمونه او بېلګه انځور شي.

د پرمختیا اصطلاح تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته سر را پورته کړ. د پرمختیا کلمه په لغت کې له لفافې یا ټوکره د راوتلو په مانا ده. د عصري کولو د تیوري پر بنسټ له لفافې یا ټوکره مطلب سنتي ټولنه، سنتي فرهنګ او د هغه اړوند سنتي ارزښتونه دي چې ټولنې د عصري کېدو په موخه باید له دې سنتي پړاونو را بهر شي، دا چاره د اسلامي ټولنو له‌پاره له یوې خوا ناشونې او له بلې خوا له حقیقته لرې ده.

د لوېدیځو او اسلامي ټولنو تر منځ داسې ډېر کلتوري، فرهنګي، مذهبي او دیني ارزښتونه شته چې له یو و بل سره په ټکر کې دي، خو بیا بل لوري ته د لوېدیځو ټولنو سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، پراختیایي او ټيکنالوژیکي پرمختګ د پام وړ دی. که چېرې دلته د دیني اصلاح فکري خوځښت تګلارې ته پام وکړو چې نه په ټوله مانا د لوېدیځ د پرمختګ او پرمختیا پر پله ګام کښېږدو او نه يې په ټوله مانا رد کړو او یا هم د سیدجمال الدین هغه وینا چې “مسلمانان باید د لوېدیځ له علم، فن او ټيکنالوژي ګټه پورته کړي، ځانونه پیاوړي کړي او په پایله کې د خپل ځواک او پر ځان د باور پر مټ د لوېدیځ پر وړاندې راپورته، پر ضد يې مبارزه وکړي او په نړیوالو معادلاتو کې خپل شتون ته نور ګوته پر غاښ کړي.”

د دیني اصلاح فکري خوځښت او د سیدجمال الدین تیوري ته په کتو سره په ډاډ او ځواک څرګندېږي چې دا چاره شونې ده او کېدای شي چې اسلامي نړۍ او مسلمانان له روان کړکېچه خلاصون ومومي.

One thought on “ایا په لوېدیځ پسې اقتدا د پرمختګ په مانا ده؟”
  1. صدیقی ورور د اسلامی امت اوسنی مشکل یی مطرح کړی او د سید جمال الدین افغان حل یی وړاندی کړی.
    بلی! په غرب پسی اقتداء نه کوو بلکی د هغوی له تجاربو او علم څخه باید ګټه واخلو،لمړنی مسلمانان تر اوومی پیړی د دنیا علمی قیادت باندی مزین وو، خو بیا کله چی د امت قیادت ضعیفه او لازمی کفایت د لاسه ورکوی پر امت لوبی او تهمتونه زیاتیږی ورنه اسلام د پرمختګ،ساینس او تکنالوجی او سهولتونو سره قطعا مخالفت نلری، خو باید ساینس داسلام تر قیادت لاندی ،اسلامی او انسانی ااهدداف تعقیب کړی ځکه چی د هر شی صحیح استفاده موږ ته اسلام راښیی او هدف د خلقت او ژوند ورکی نغښتی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *