ایا تر اوسه مو فکر کړی، چې کله دفتر د غوسې له لاسه پرېږدئ او بېرون ته وځئ، په سړک او آن ملي بس کې مو هم حقوق تر پښو لاندې کېږي؟

که همدې موضوع ته له بله اړخه یا برعکس وګورو، کله، چې تاسو په یو چا مین شئ، نړی هم درته بدله او متفاوته ښکاري.

نړۍ آینې ته ورته ده. هغه څه، چې په خپل وجود کې حس کوئ په بېرونۍ نړۍ کې یې هم لاسته راوړئ همدا لامل دی، چې تاسو نه شئ کولای په بېروني نړۍ سره خپل ژوند بدل کړئ.

که له تاسو سره په بېرون کې خلک سم چلند نه کوي، د تګ لپاره د کوڅو او سړک بدلول هم ستاسو لپاره ګټه نه رسوي.

که تاسو ته په کاري چاپیریال کې د احترام په سترګه نه ګوري، د شکل بدلول مو هم ستاسو دغه ستونزه نه شي حل کولای…

ستونزې درک کړئ!

ډېر کله په ستونزو باندې پوهېږو، چې که خپله دنده مو خوښه نه وي کېدای شي بدله یې کړو او یا دې ته ورته مثالونه.

که د دندې له بدلون سره موږ په خپل ځان کې بدلون را نه ولو، نو لرې نه ده، چې په نوې دنده یا نوي کاري چاپېریال کې به هم له موږ سره دغه ډول چلند کېږي

د مثال په ډول:

احمد او فاطمه په خپلو کې سره خاوند او مېرمن دي دوی دواړه، د سهار له ۷ د مازدیګر تر څلور بجو پورې په رسمي دنده کې مصروف دي، له مازدیګر وروسته فاطمه مجبوره ده، چې د کور کارونه او د خپلو اولادونو روزنه هم وکړي، خو احمد چې کله له دندې وزګار شي له ملګرو سره په چکر ځي، همدا  ده، چې فاطمه په کور کې ځان د یوې نوکرې په توګه پېژني.

که څه هم چې له احمد سره دغه فکر نشته، چې ګواکي فاطمه له رسمي دندې سره سره د کور مزدوره ده، همدا فاطمه ده، چې د ځان په اړه یې داسې ذهنیت خپل کړی دی. دا چې دا خپله دا ډول فکر کوي، نو ور سره د یوې مزدورې په توګه چلند هم کېږي.

د دې لپاره، چې د فاطمې ژوند بدل شي هغه باید په خپل ذهن کې بدلون راولي او دغه څه به یې د دې لامل شي، چې د احمد له ملاتړ څخه به هم برخمنه شي. له موږ سره چې څه کېږي لامل یې موږ په خپله یو نه بل څوک!

په هېچا پورې هم اړه نه لري

ډیری کسان شته، چې دغه موضوع نه درک کوي، دوی تل پړه د نورو پر اوږو ور اچوي په داسې حال کې چې زموږ هېڅ شی هم په نورو پورې اړه نه لري.

که مو داسې احساس کړه، چې ستاسو کار بې ارزښته دی او یا هم د کوم کار په بدل کې تاسو ته کم څه درکول کيږي، لرې نه ده، چې پر تاسو باندې به همداسې یو مدیر مقرریېږي، چې هېڅ حقوق به تاسو ته نه درکول کېږي.

که مو خپل احساس ته په نه سترګو وکتل داسې همکاران به مو په نصیب شي، چې ستاسو احساساتو ته به د هېڅ شي په سترګه ګوري.

که فکر کوئ، چې زما اندام چندانې اندام نه دی، که واده وکړم مېرمن به مې په کومه سترګه راته ګوري، لرې نه ده، چې خدای پاک به همداسې یوه مېرمن در په نصیب کړي، چې ستاسو په اندام پورې به خندا کوي.

له خاطرو ډکه شپه

ژوند ټول وخت په داسې لوري بدلون مومي، چې په هغه لوري زموږ فکر روان وي؛ د مثال په ډول: زړه مو غواړي نن شپه له خپلې مېرمنې سره له خاطرو د یوې ډکې شپې په موخه د ښار تر ټولو ښه او ستاسو د خوښې رسټورانټ ته ولاړ شئ. د مېز د رزرف کولو لپاره د رسټورانټ د خداماتو څانګې سره اړیکه نیسئ، درته وایي، چې په بښنې سره ټول مېزونه مخکې له مخکې رزرف شوي دي.

دغه کلمه، چې ټول میزونه مخکې له مخکې نیول شوي دي ستاسو په ذهن کې ځای نیسي

بیا پوښتنه کوئ، چې له دې خبرې مو مطلب څه ده؟

خدمه بیا ځواب درکوي، چې سمه خبره کوه په بښنې سره ټول مېزونه له مخکې نیول شوي دي.

په ځواب کې ورته وایئ، زه ستاسو همیشنی مشتري یم، هر ډول چې کېږي باید ماته ځای راکړئ!

خدمه: بښنه غواړم!

تاسو هم له غوسې نه د تلفون غوږۍ پر میز وهئ له ځانه سره وایئ« نن شپه مې باید له خاطراتو ډکه شپه وای» اوس نو تاسو سخت په غوسه یئ او په بل رسټورانټ کې د ډوډۍ خوړلو پرېکړه کوئ. غذا یې ښه نه ده.

له رسټورانټ څخه د بېرته راګرځېدو په وخت کې له خپلې مېرمنې سره جر و بحث کوئ او د دې شپې په اړه ورته وایئ، د نن ورځې آرمان مې پوره نه شو او دا شپه زما په زړه نه وه.

خو که د رسټورانټ د خداماتو له څانګې سره د اړیکې په وخت کې داسې چلند وکړئ، چې:

خدمه: له بدمرغه ټول مېزونه ډک دي او تاسو په ځواب کې ورته و وایئ« ډیر ښه تراوسه مې شل ځله ستاسو په رسټورانټ کې ډوډۍ خوړلې ده، نن غواړم یو بل ځای وټاکم»

له هغه ملګرو سره، چې په ښار کې تر ټولو ښه رسټورانټونه پېژني اړیکه نیسئ او هغه تاسو ته یو نوی او په زړه پورې رسټورانټ په ګوته کوي، له هغه بل نه هم لنډ او هم په هر برخه کې بهتره دی، د ډوډۍ خوند یې له هغه بله ښه دی، په څنګ کې مو د مېرمنې له ناستې څخه خوند اخلئ او په ډيره مینه له یو بل سره خبرې کوی، شا او خواته په مېزونو کې له ناستو کسانوسره اشنا کېږئ او په دې سره مو د دوستانو شمېر هم زیاتېږي. څه ډول مو چې غوښتي وو، شپه مو هماغسې له خطراتو ډکه تېرېږي.

ایا دا ډول فکر بهتره نه دی؟

د ژوند کولو قایده
که فکر وکړئ، چې ژوند له تاسو سره په جنګ دی له شک پرته چې همداسې به در سره کېږي، خو د ژوند کړلو لپاره بله لار هم شته : (( په دې خبره ایمان ولرې، خدای پاک، چې هر څه پیداکړي ستاسو د خوښیو او ور څخه د ګټې اخیستنې لپاره دي، مینه، محبت اخلاص او هرڅه، چې له نورو غواړئ لومړی یې په خپل ځان کې پیدا کړئ او د خپل ځان په اړه فکر وکړئ، ټول ښه شیان اول په ځان کې ولټوئ. که تاسو خپل ځان ومنلو، له شک پرته، چې نور خلک مو هرو مرو مني، که له ځان سره مینه وکړئ، نور هم دې ته واداره کېږي، چې له تاسو سره مینه وکړي.

تاسو د خپلې دنیا پیداکوونکي یئ.

په ژوند کې مو، چې څه راځي، څه تر لاسه کوئ، څه له لاسه ورکوئ، پرمختګ کوئ، په شا تګ کوئ دا ټول هغه څه دي، چې مخکې له مخکې تاسو د ځان لپاره ټاکلي دي نه بل چا!

بلاخره داسې وخت به راځي، چې ژوند به مو په خپل لاس کې وي، خوښه او فکر به ستاسو وي، چې د خوښۍ او که د بدبختۍ او بد مرغۍ لوري ته یې بیایئ د هر څه مسؤل به تاسو خپله وئ.

اصلي خبره دا ده، چې ژوند له موږ سره په جنګ نه دی څه مو چې په ژوند کې راځي دا خپله زموږ ذهنیت دی او بس!

راځئ خپل ذهن او فکر د ځان په اړه مثبت کړو، د ځان او نورو په اړه مو خپل تفکر ته بدلون ورکړو، هغه وخت به بیا د ټولو خوښیو دروازه زموږ پر مخ خلاصه وي.

 

One thought on “ایا ژوند در سره په جنګ دی؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *