پوهنمل حاجي محمد نوزادي| 

    د مترو اکسپرس په تامه ډنمارکي ژبي ورځپاڼي په ۲۷ / ۱۰ / ۲۰۱۷ نیټه تر ( دا جهان له منځه ځي )  سرلیک لاندي یوه لیکنه خپره کړیده چي غواړم د پښتو ژباړي د لاري یې تر لوستونکو پوري ورسوم . دا تاسي او دا هم د نوموړي مطلب پښتو ژباړه :

   په سویس کي د سیرن « Cern » څیړونکی ( البته « Cern » ــ Conseil Européen pour la Recherche Nucléaire  دا یوه فرانسوي جمله ده چي د « اتومي څیړنو اروپایي شورا » مانا ورکوي. دا مرکز په سویس کي د فرانسي پولي ته نژدي ځای پر ځای سویدي او شاوخوا ۶۵۰۰ څیړونکي هلته په علمي څیړنو لګیا دي. ژباړن ) په وروستیو ورځو کي د هیښتیا سره مخامخ سوی او په دې هکله فکر کولو ته اړ سویدي چي څنګه دا جهان په اوسنۍ بڼه د یوه موجود په توګه پاته کیدلای سي .

    په نوو تر سره سوو څیړنو کي د ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ ذراتو او انتی ذراتو  تر منځ په نا متناظروالی (عدم تناظر) باندي فکر سویدی . دا ځکه ، دا جهان چي موږ یې همدا اوس په پدغه بڼه پیژنو ، هغه وخت پر خپل حال پاته کیدلای سي چي یو نا متناظروالي که څه ډیر وړوکی وي ، باید شتون ولري .

‌     ذرات او انتي ذرات چي یو د بله سره په اړیکو کي را سی نو یو بل خنثی کوي . پدې توګه که عدم تناظر شتون و نلري ، جهان شتون درلودلای نسي او له منځه ځي . مګر لکه څنګه چی د طبعیت مجلې لیکلي دي ، څیړونکو دغه عدم تناظر موندلی ندی . د څیړونکي ګروپ مشر ، Chrstian Smora پدې اړوند وایي : « موږ پخپلو ټولو څیړنیزو هلوځلو کي د مادې او انتي مادې تر منځ یوازي یو بشپړ تناظر مشاهده کړ ، او دا هغه څه دي چي له کبله یې جهان شتون درلودلای نسي او باید له منځه ولاړ سي . د څیړنو په ترڅ کي هغه انتي پروتونونه و څیړل سوه چي په ۲۰۱۵ کال کي ددې کار د پاره جدا سوی ول . انتی پروتونونه په دوو ساحو ( برقي او مقناطیسي ) کي د دامونو په څیر را ګیر او اندازه ګیري سول . پدي ډول څیړونکو و کړای سوه په انتي پروتونونو کي مقناطیسي ساحه د پخوانیو متودونو په پرتله ۳۵۰ واره دقیقتره اندازه ګیري او محاسبه کړي » .

    که چیري د پروتونو او انتي پروتونو تر منځ یوه ناانډولي یا عدم بیلانس ( نامتناظروالی ) شتون درلولای ، نو ددغه دقیق متود په مټ به خامخا تر سترګو سوی وای .  

    تر دې وروسته چي څیړونکو په خپل دغه متود سره د ذراتو او انتي ذراتو تر منځ نامتناظروالی و نه موند ، اوس باید دوي د لا دقیقو اندازه ګیریوپه موخه د یوه نوي متود پر پیداکولو غور وکړي چي تر دغه متود لا هم ډیر دقیق وي . پدې اړه د څیړونکي ګروپ نوموړی مشر زیاتوي : « په یوه یا بل ځای کي باید یو نامتناظروالی شتون ولری ، مګر موږ لا تر اوسه هغه موندلی ندي او د ځانګړتیاوو په اړه یې نه پوهیږو » .   

د ژباړي پای

د ژباړونکي یادوونه :

    دا رښتیا خبره ده چي په کاهیناتو کي د مادي او ضد مادې ( انتي مادي ) تر منځ د نامتناظروالي موندلو مسئله د هستوي فزیک تر ټولو پیچلی خبره ده او لا تر اوسه حل سوی نده . دبل لوري ددغه ډول نامتناظروالي د شتون سره د کاهیناتو شتون تړلي دي . زه د ځمکي پوهني د یوه شاګرد په توګه ډاډمن یم که د انسان ناولي لاسونه د اټم نه لیري سي ، دا کاهینات به د نورو ډیرو میلیونونو کلونو د پاره شتون ولري او د لمر وړانګي به یې بسنه وکړي، انسانان به زموږ د ځمکي په کُره ( انسانستان ) کي د مادي او معنوی شتمنیو څخه برخمن وي . ددې ډاډ لامل مي دادی چی د نامتناظروالی نه شتون به د کاهیناتو شتون له منځه نه وړي . داځکه چي دغه نامتناظروالی حتماً په یوه ډول شتون لري ، خو دبشر نننی پرمختګ او د تکنالوژۍ اوسنۍ وده لا تر هغه ځایه نده رسیدلي چي ددغه نامتناظروالي شتون پيدا او تر لاسه کړي .

د با امنه او بسیا کاهیناتو په لور !

                                       ډنمارک ــ ۱۳ / ۱۱ / ۲۰۱۷

6 thoughts on “ایا کاینات رښتیا هم له منځه ځي”
  1. زه دومره غټه ادعا هیڅ نشم کولای دا پدی توسن چی ددغی مسًلی څیړل د مسلکی پوهانو کار دۍ ،اما دغه ادعا تر اوسه هم د نظریی (تیوری) په بڼه وړاندی شویده یانی هنوز یی علمی کره والۍ ندۍ ثبوت شوۍ! زما سره پدی اړه یوازی د قرآنشریف آیتونه د لاسوند په بڼه شته دی. کچیری د کایناتوخبره وی نو بیا د اتومی وسلو خطر یوازی ترځمکی اود هغی تر چارپیره هوا اوفضا پوری محدود کیږی او دومره ارت کایناتو ته یی تاوان نه رسی.کچیری بیاهم خبره تر ځمکی او لمر پوری محدوده وی دلته د قرآنشریف دغه آیت کفایت کوی (سورت رحمن :الشمس والقمر بحسبان.ط ژباړه لمراو سپوږمۍ په تعین شوی حساب ګرځي.) دا نوبیا د ساینس کار دۍ چی دغه حساب پیدا کړی اودغه آیت شریف باید په ځیرنه سره تفسیرشی،د کایناتو په هکله بیا هم د قرآنشریف د آیت الکرسی دغه څپرکۍ بسنه کوی چی فرمایی: وسعه کرسیه السموات والارض ولا یوده حفظهما .ط: ژباړه:ارته ده کُرسی د ده (خدای) په ټولو آسمانو اوځمکی او د دی په ساتنه باندی نه ستومانه کیږی.دلته د کایناتو د ساتنی اوله منځ وړلو مسًله خدای (ج) پخپل قدرت کی اخیستی ده او د کایناتود ساتنی میکانیزم باندی ځان پوهونه بیا د انسان کار دۍ، اما کله چی د قیامت خبره را ولاړیږی دلته بیا هم د قرآن شریف ډیر واضح او څرګند موقف اختیار کړیدۍ او هغه هم په رڼا (نور)،د جاذبی په قوت او الکترومقناطیسی ساحو باندی ولاړ دۍ چی د اوسنی ساینسی څیړنوپایلی د قیامت اړوند همداسی انګیرنه (تصور) وړاندی کوی.د قرآنشریف د ایتونو څخه داسی جوتیږی چی ګنی قیامت هم د لمریز نظام په هکله دۍ نه د ټولوکایناتو! اوس نوبه همدغه پورته تیوری د آیاتونو په رڼا کی وګورو: سورت التکویر۲،۱ ،۶،۳ او ۱۱ آیتونوژباړه:کله چی لمر ونغښتل شی(۱) اوکله چی ستوری تیاره شی(۲) اوکله چی غرونه روان کړل شی (۳) اوهغه مهال چی سمندرونه لکه اور غوندی په غرغنډوشی (۶) او کله چی د آسمان پوست (پرده ) و ایستل شی یانی تود شی (والله اعلم) او بیا هم د القارعه سورت د۱څخه تر ۵ آیت پوری ژباړه: قیامت (۱) څرنګه دۍ هغه قیامت؟!(۲) اوڅه درک (انګیرنه) لری چی هغه قیامت څه شۍ دۍ (۳)؟ هغه روځ ده چی انسانان به لکه شاپرک (پروانی )غوندی داسی خواره واره وی (۴) او غرونه به داسی وی لکه رنګه مالوچ چی ډانډسی (نداف) یی ټکوی (۵) .ص. دغه پورته ذکر شوی مبارک آیتونه ددی خبری ګواهی ورکوی چی قیامت ممکن ترلمریزنظام پوری مربوط وی او هغه هم د روځي دۍ او علامی یی اول لمر نغښتل کیږی، دوهم ستوری تیاره کیږی او ورپسي هغه الکترو مقناطیسی ساحه کومه چی د لمر د رڼا په وسیله منځته راغلی ده او د هغی په توسن ستوری (سیاری) د لمر په چاپیر را څرخی اوهمدا راز د جاذبی یا کشش قوه یی منځته راوړی هغه له منځه ځی چی پایله یی ځمکه په لړزه راځي،غرونه الوزی لکه نداف چی پنبه ټکوی ،انسانا د ځمکی په مخ ځان نشی ټینګولۍ او د شا پرکو په څیر خواره واره کیږی.دا د قرآنشریف توضیح ده د قیامت په هکله،اوس نو په انسانانواوپځانګړیتوګه په ساینس پوری اړه لری چی ددغی پورته ذکر شویوایتونو میکانیزم څه وخت بشپړ څیړلۍ شی.او پدی هکله قرآنشریف هیڅ مخالف موقف نلری بلکه انسانان اوپیرانان ننګوی چی د آسمانونو د مورګو یا څنډو څخه ووزی دوی (انسانان +پیرانان) نشی وتلۍ مګر په ځواک (طاقت = پوهه +تکنالوژی) سره کولۍ شی ،د الرحمن شریف سورت آیت ۳۳ ژباړه: ای د انسانانو او پیرانانو ټولیه!کچیری کولۍ شۍ د آسمانو اوځمکی د څنډو نه بیرون ووزۍ! تاسونشۍکولۍ مګر په طاقت سره..

  2. سلامونه،
    ښاغلی پوهنمل نوزادي صاحب ، د پوره پوهنیزې ژباړې نه مو ډیره مڼنه.
    دا یو نوی لغت “انسانستان” مې ډیر خوښ شو.
    او محمد زايي ساب ورسره اسلامستان هم جمع کړی
    زما په نظر اول د خپل لوی افغانستان غمه وخورو مخکې له دې چې قیامت راشي. او اوس خو هره ورځ په ډیریو افغان کورنیو متضادې وسلې استعمالېږي او د ډیریو فریاد هم څوک نه اوري؟؟؟.
    و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.

  3. زه هم په خپل وار سره د ښاغلی پوهنمل حاجي محمد نوزادي ورور څخه ډیره مننه کووم، چه کله کله علمی معلومات په پښتو ژباړی او خپلو پښتنو ورونو ته له دغی لاری خدمت کوی.
    د ښاغلی محمد نبی ورور څخه هم یوه نړی مننه کووم چه په اسلامی او سیانسی ډول یی په دغه لیکنه خپله د مفهومه ډکه تبصره لیکلی ده، او هم ویاړم چه الحمدالله ځمونږ په پښتنو ورونو کی داسی څوک شته، چه په سویس کی د سیرن څیړونکو په پروژه هم اسلامی او هم علمی بحث کولی شی.

    دا چه زه په اسلامی بحث او معلوماتو کی کمزوری یم، ښایی یوه وجه به یی دا وی چه ما اسلام دخپل پلار، نیکه او د کلی دملا څخه زده کړی وی، خو بیا هم د جالی ولسی جرګی د شهزاده شاهد او ظاهر قدیر ډوزن څخه می اسلامی معلومات په زرهاوو ځله زیات دی. نو پدغه وجه زه ستا د تبصری د اسلامی برخی سره سل په سلو کی همنظری یم، اوهم ستاسی یو وړوکی زده کوونکی به یم.

    محمد نبی وروره د کایناتو خبره زه ستاسو سره منم، ځکه بی شانه او لایتناهی دی، دځمکی دکری په سر داسی انسان نشته چه د کایناتو په هکله معلومات ولری. دکایناتو راز او معلومت فقط د الله ج سره دی. الغيب إلا الله تعالى
    فقط په ځینو علمی او نجومی بحثونو کی خیال او تصور کیږی، چه ښایی دغه کاینات د څو میلیاردونو کهکشانونو، د څو ملیاردونو بلیک هولډ او یا تورو غارونو، دڅو میلیاردونو لمرونو، دڅو ملیاردونو سیارو، دڅو ملیاردونو سپوږمیو، دڅو ملیاردونو شهاب ثاقبونو او یا ډبرو او نورو نامعلومو اجسامو څخه جوړ وی؟ الغيب إلا الله تعالى

    وروره تاسی په خپله تبصره کی داتومی وسلو خطر ته په لاندی ډول اشاره کړی ده.

    کچیری د کایناتوخبره وی نو بیا د اتومی وسلو خطر یوازی ترځمکی اود هغی تر چارپیره هوا اوفضا پوری محدود کیږی او دومره ارت کایناتو ته یی تاوان نه رسی.

    وروره زه ستاسی سره دغه خبره منم، خو دځینو ساینس دانانو دا نظر دی، چه ځینو خطرناکو یو یا دوه هیوادونو دخپلو اتومی بمونو دانرژی قدرت زرهاو او میلونهاوو میګاواټه ټنو ته لوړ کړیدی، که چیرته په یو وخت دغو بمونو ته چاودنه ورکړی، شاید دځمکی کره د خپل مدار څخه وباسی، چه لمړی دشمسی نظام او ورووسته دکهکشان او یا نورو ورته نظامونو سره ټکر وکړی او د کایناتو یوه برخه او زیاتی برخی او یا ټولی برخی برهم برهم کړی. (والله اعلم)

    داسی ویل کیږی په سویس کي د سیرن څیړونکی په یوه سیانسی پروژه بوخت دی، مګر که ختاوی او اشتباهات وکړی ښایی دوی هم دځمکی کره د یو نامعلومه ناورین سره مخ کړی. او که کامیاب شی نو دنړی په تاریخ کی به یوه غټه او سیانسی لاسته راوړنه وی.

    .وروره تاسی دتبصری په بل اړخ کی د ورځی په هکله لیکلی دی چه

    قیامت ممکن ترلمریزنظام پوری مربوط وی او هغه هم د روځي دۍ او علامی یی اول لمر نغښتل کیږی

    وروره ما داسی اوریدلی دی چه په نیوزرلینډ، استرالیا، امریکا اوځینو نورو هیوادونو کی شپه وی، او ځمونږ په هیواد، ځمونږ ګاونډی هیوادونو او ځینو نورو هیوادو کی ورځ وی، دا معنی چه په یوه وخت په یو شمیر هیوادونو کی ورځ وی او په عین وخت کی په یو شمیر هیوادونو کی شپه وی. ځما سوال دادی چه که قیامت د ورځی راشی نو هغه مسلمانان چه دشپی په هیوادونو کی اوسیږی ښایی هغوی مشوش او ګډوډ شی، ښه به دا وی چه ووایو قیامت د الله ج لخوا امر دی هر کله چه واقع شو با ید مونږ په ایمان ولرو.

    په درناوی

  4. سلامونه،
    ښاغلی پوهنمل نوزادي صاحب ، د پوره پوهنیزې ژباړې نه مو ډیره مڼنه.
    دا یو نوی لغت “انسانستان” مې ډیر خوښ شو.
    او محمد زايي ساب ورسره اسلامستان هم جمع کړی
    زما په نظر اول د خپل لوی افغانستان غمه وخورو مخکې له دې چې قیامت راشي. او اوس خو هره ورځ په ډیریو افغان کورنیو متضادې وسلې استعمالېږي او د ډیریو فریاد هم څوک نه اوري؟؟؟.
    و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.

  5. ښاغلیوهر یو عبدالله اوډاکتر ساپۍ سلامونه اونیکی هیلی می ومنۍ اماورپسی لومړۍ ساپۍ صیب: اسلامستان د زما له انده په توهین یاد کړیدۍ! کوم څه چی مادلته د لاسوند په بڼه راوړیدی هغه د الله (ج) سپیڅلي کلام (قر آنشریف) دۍ زما د دماغ زیږنده افکار ندی. بله داچی دلته د همدی آیاتونو په رڼا کی ساینسی څیړنه ده نه سیاسی.کاڼی لال د بدخشان ګیاه کیمیا ده««»» چی یی نه پیژنی ته ګناه د چاده؟! دوهم داچی د یوه کس نوم د هغی برانډ اوخاص وی په هغی کی د بیځایه تغیراتوراوستل د ادب اواخلاقی نزاکت له دایری بهر ګڼل کیږی اوهیڅوک حتی ته دا حق باید ځانله ورنکړی.اوښاغلۍ عبدالله صیب له غوره کره کتنی څخه د یوه نړۍ مننه. رابه شو ستاسونیوکوته: اول:- دلته دالله کلام د استناد اولاسوند په بڼه راوړل شویدۍ د اتومی بمونو د ورانوونکی ځواک او د الله (ج) د الرحمن شریف د سورت دغه برخه چی فرمایی:لمر اوسپوږمۍ په حساب دی اوکومه د کشش قوه چی ایجاد شویده د څو بیلیون میګا ټن ټی ان ټی د یو ځلی چاودنی څخه ډیره لوړه ده.اوبله د فیامت د روځي خبره د القارعه سورت کی په څرګنده توګه ذکر شویده.دلته بیا د الله د کلام څیړنه او سپړنه لویه پوهه اوتخصص غواړی چی د هرچا د وس خبره هم نده.کچیری تاسوقرآنشریف ته مراجعه وکړۍ هلته به ستاسوولولۍ چی فرمایی څمکه او آسمانونه په شپږو روځو کی چوړ شویدی دا نو څرنګه روځي دی؟ دا ۲۴ ساعته خودانسان ایحاد دۍ.بله داچی تراوسه د لمرد جوړښت څخه ۶۵۰۰میلیونه کالونه تیریږی او د تخمین له مخی یی دا اوسنی وخت د خوانۍ دۍ او په غالب ګومان دغومره نور وخت به هم د ا انرژی تولید کړی. نوبنا پر دی د آیاتونوسره باید ډیر په احتیاط او پوره ځیرنه کارواخیستل شی چی خدای نخواسته د ایمان زوال هم پکی شته دۍ.

  6. بیا هم سلامونه
    او په ځانګړي ډول ورور محمد زيي ؟ که محمد ربي ساب ته (بښنه غواړم که ما مو نوم غلط لوستی وي دټیپ یاسترګوخطا به وي) ، خپل سلام او احترام رسوم. زه هیڅکله دا اجازه او جراءت ځانته نه ورکوم چې خدای نا خواسته د چا د نوم بې-ادبي یا اخلاقي بینزاکتی وکړم ،
    دوهم دا چې الحمد لله زه خپله مسلمان یم او پر مومن به شیانو تام ایمان لرم . ما که د نوزادی سایب (انسانستان) سره ستاسو د کامڼټ یا تبصرې غورچاڼ ته د (اسلامستان ) اصطلاح کارولي وي زما په فکر د انسانستان تقویه او همردیفه ده.اوکه فکرمووي ،زمآ آخره دعا یا دعوی ان الحمدلله رب العالمين ده! ابداََ مې دتوهين نيت نه دی لرلی.
    او بیا مې د ورځنیو فلسفي+ساینسي+سیاسي +نظامي ا.د.ن. د تاثیراتو لاندې د خپل(لوی افغانستان) ګړه هم ور زیاته کړې وي ، دا به د نوزادي سایب د آخري جملې” د با امنه او بسیا کایناتو په لور” تایید دی ؛ مطلب ټوله دنیا یوله بله سره نښتې او تړلې ده!

    هاغه د ملا نصر الدین ټوکه ده :- قیامت به کله وي؟
    — ملاویلې چې زه مړ شوم لوی قیامت دی او که ښځه مې ومړه، کوچنی هغه دی!.
    په دې هیله چې د انسان ناولي لاسونه له ایټم بمونو پر ځای د خدای تعالی د مخلوقاتو خدمت وکړي او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *