لیکنه: انجنیر امین الله احساس – 

امریکا د داعش پر وړاندې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې تر ټولو ستر بم چې د ټولو بمونو مور ورته ویل کېږي وکاراوه. د امریکا دې کړنې په سیمه او افغانستان کې ګڼ غبرګونونه را وپارول او په دې اړه د زیاتو افغانانو غبرګونونه خورا توند و او د امریکا دا کړنه یو شمېر افغانانو په سختو ټکو وغندله. په دې ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم دی نوموړي په هغه غونډه کې چې د ملي محور ګوند له خوا رابلل شوې وه داسې وویل: امریکا د دې بم په کارولو سره د هېواد ملي حاکمیت نقض کړی او د افغانانو سپکاوی یې کړی دی. همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې تر دې وروسته به د امریکا پر خلاف خپل غږ پورته کوم او پرېکړه مې کړې چې امریکا به له افغانستان څخه باسم.

د امریکا دا برید ښاغلي کرزي د افغانستان د ملي حاکمیت نقض وباله، مګر د نوموړي په نېږدې یوه نیمه لسیزه واکمنۍ کې د نوموړي امریکایي شریکانو ورته بمونه غورځولي دي مګر دومره توند غبرګون یې کله هم نه دی ښوودلی. حتا د نوموړي د واکمنۍ په وخت کې امریکایانو په هلمند او توره بوړه کې کیمیاوي وسلې وکارولې او په شینډنډ او شینوارو کې یې داسې بمبارۍ وکړلې چې کلي پکې په بشپړه توګه له منځه ولاړل او امریکایانو دا ډول بریدونه د حامد کرزي د واکمنۍ تر وروستۍ ورځې کول که څه هم په وروستیو کې یې ظاهرا له امریکا سره په دې اړه مخالفت هم پیدا شو. مګر پوښتنه دا ده چې رښتیا هم پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دې جرأت لري چې د امریکایانو پر وړاندې ودرېږي؟ او د امریکایانو تر سرې کرښې هم تېر شي او د امریکایانو د ایستلو رېښتونی غږ پورته کړي؟ او یا لږ تر لږه له په افغانستان کې د امریکایانو پر وړاندې ودرېږي او د روانو ظلمونو حساب ور سره وکړي او یا لږ تر لږه مخه یې ونیسي؟ او یا هم کرزی له دې پېښې څخه د خپل ځان او راتلونکې لپاره استفاده کوي او غواړي عامه افکار د خپل باور لپاره جلب کړي، ځکه اوس د امریکایانو پر وړاندې افغان عامه ذهنیت خورا بدلون کړی او افغانانو درک کړې ده چې په افغانستان کې د امریکا شتون له زیان پرته هېڅ ګټه نه لري؟ او یا هم کرزی اوس په افغانستان کې د رهبرۍ تشه احساسوي او یو ځل بیا د افغانانو د رهبري کولو خوبونه ویني؟ دا او ورته نورې پوښتنې به راتلونکې ځواب کړي، خو افغانان تل احساساتي کړنې کوي او کله هم د خپلې راتلونکې په اړه ژور او سم فکر نه کوي.


انجنیر امین الله احساس د باختر پوهنتون د انجنیرۍ د پوهنځۍ استاد دی.

One thought on “ایا کرزی به د امریکا تر سرې کرښې د تېرېدو جرأت ولري؟”
  1. د یو انجیینر لپاره په کار نه ده، چې په سیاسي موضوعاتو کې خپل نظر شریک کړي او که په رښتیا سره غواړي، چې د افغانستان مظلوم ولس سره ښیګڼه وکړي نو په خپل مسلک کې د کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *