د عمري په نامه د وسله والو طالبانو وروستيو عملیاتو د یو شمېر سیاسي کارپوهانو، ولسي او مشرانو جرګو، د ولسي وګړو او ځینو نورو اندېښنې را پارولي دي؛ خو افغان ملي ځواکونه وايي چې د شفق د عملیاتو په لړ کې چې یواځنی هدف یې په هېواد کې د امنیت ټینګښت، د وسله والو مخالفینو د مشهورو قومندانانو له منځه وړل او د ځینو ولایتونو د سقوط (چې د ځینو اوازو له مخې یې اندېښنې پیدا کړي) مخنیوی دی، د وسله والو طالبانو د پسرلنیو عملیات له ماتې سره مخ او حتی د هغوی پټنځایونه به له منځه یوسي.
اوس پوښتنه دا ده چې، د عمري په نامه د وسله والو روان پسرلني عملیات به د یو شمېر ولایتونو او په ځانګړې ډول د کندوز ولایت د نیول توان ولري؟
ایا! د افغان ځواکونو له خوا د شفق په نامه د پیل شوو علمیاتو په لړ کې به کندوز او نور ولایتونه له سقوط څخه وژغورل شي؟
ایا! د کندوز او نورو ولایتونو د سقوط په اړه اندېښنې پر ځای دي او که د فکري جګړې بې ځایه هڅه ده چې ځینې د دولت مخالف کسان یې کوي او په ټوله کې د دولتي چاراکو، ولسي او مشرانو جرګو غړو ته اندېښنه او د خلکو د اذهانو د مغشوشول او که د مثبت پیغام تر څنګ د افغان ځواکونو د مورال پیاوړي کول پکار دي؟
د وسله والو طالبانو پسرلني عملیات څه نوې خبره نه ده او دا یو معمول ګرځېدلی دی، د هر ژمي په تېرېدو چې وسله وال خپلو بریدونو ته دوام نه شي ورکولای او ټول تمرکز یې د پسرلني جنګ لپاره وي، د نوي کال او بیا د ګرمې هوا د رارسېدو په موخه د جګړې لپاره د چمتووالي خبره کوي او په بېلابېلو نومونو د عملیاتو خبردارۍ ورکوي؛ خو هغه خبره چې آسمان څومره ګړځېږي، هومره نه ورېږي، د طالبانو د عملیاتو پایله هم همداسې و ګڼه. دوی هر ځل د خپلو عملیاتو اصلي اهداف، افغان ملي ځواکونه، بهرنیان او همدا راز لوړ پوړي چارواکي وي؛ خو له بده مرغه چې د دوی د اکثره بریدونه قربانیان ولسي وګړي وي.
تېرته په کتو، په داسې اکثره جګړو کې یوازې فکري کډوډۍ، د ولسونو د وژنې او همدا راز د ملي ځواکونو د بندنامولو هڅه وي.
عمري عملیات هم د تېرو هغو په شان درواخله. دا چې ځینو هغو ته یې اندېښنې پیدا کړي، ممکن اصلي هدف یې د امریکايي ځواکونو د کمرنګه کېدو او مرستو کمېدنه وي؛ خو زه یې د اندېښنې وړ ځکه نه بولم چې، اوس یې هڅه د تېر په شان نه ده. که عملیات یې پسرلني دي او د ژمي په تېرېدو به یې ورته چمتوالی نیولی وي؛ داسې نه ده؛ ځکه چې په ټوله کې طالبان په خپلو کې سره وېشل شوي دي او دغه وېشنه یې حتی در دې رسېدلی ده چې په خپلو کې یې مخالفتونه په جګړو بدل شوي دي، ښه بېلګه یې په هلمند ولایت کې د ملا اختر محمد منصور او د ملا محمد رسول ډلو ترمنځ وروستي بریدونه دي چې حتی پنجابي تور مخو پکې ونډه اخیستې وه.
د وسله والو ترمنځ وروستي خپل منځي درزونه د دې سبب ګېدای شي چې عملیات یې د ناسالم مدیریت له کبله په خپلو کې د مخالفتونو له کبله ناکام شي؛ ځکه چې رهبري یې په دوو برخو وېشل شوې ده.
جالبه خو دا ده چې د ملا محمد رسول په مشرۍ ډله یې د سولې بهیر ته هرکلی کوي او په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ جګړه بولي.
دا چې هر کله د پسرلي په رارسېدو د داسې ګواښونو او د بد امنیو د را پیدا کېدو لپاره افغان ملي ځواکونه هم پیاوړي کېږي، د شفق په نامه وروستي عملیات یې د عمري عملیاتو په مقابل کې د تعروضي جګړې بڼه لري، چې دا خپله د وسله والو د په شا تمبولو او د هغوی د موخو د شنډولو ښه بېلګه کېدای شي.
که څه هم د یو شمېر ولایتونو د سقوط اوازې د ځینو شرپسنده خلکو له خوا خپرې شوي دي، افغان ځواکونه ډاډ ورکوي چې د شفق په لړ کې یې تر اوسه په لسو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې زیات جنګیالي وژلي، درانه زیانونه یې ورته اړولي او په شا یې تمبولي دي.
د کندوز مسله هم دېته ورته د اندېښنې وړ مسله بلل کېږي؛ دا چې کندوز هم په هغه لسو ولایتونو کې شمېرل کېږي چې جګړې پکې زور اخیستی؛ ولې د حکومت له خوا د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې یې درانه زیانونه لیدلي دي، دا په ټاګه کوي چې هېڅ کله په داسې وضیعت کې کندوز سقوط ونه کړي.
دا چې د شفق د عملیاتو مدریت په کوم ډول دی له لاسته راوړنو یې مالومېږي؛ خو خبره دا ده چې څنګه به دغه علمیات چې د سنبلې تر پایه به دوام کوي، بریالي او همدا راز بریا به یې تر ډېره د امنیت د ټینګښت او د ګڼو اندېښنو د مخنیوي سبب وګرځي؟
زما په اند لومړی خو باید هغه پوځي کارپوهان، د ولس استازي، دولتي چارواکي، ملي ځواکونه او ولسونه د عمري عملیاتو د بریا خیالونه لرې او د دغو عملیاتو د کړنو په اړه اندېښنې له یاده وباسي او ډاډه شي، چې شرایطو ته په کتو حتمي له ناکامۍ سره مخ کېږي.
که څه هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما له خوا د ۲۰۱۶ کال د لومړۍ ربعې د سروې راپور خپور کړی او د ۶۰۰ تنو ملکي وګړو د وژنې او د ۱۳۴۳ تنو د ژوبلې خبر یې ورکړی، دا هم یو ډول فشار کېدلای شي چې د جګړې په دواړو خوا ویې اثر غورځولای وي؛ خو دا چې د ملي ځواکونو لوړ پوړي چارواکي د ملکي تلفاتو په نه پېښېدو ټینګار کوي او ملي ځواکونو ته سپارښتنه کوي، څو په جګړه کې ملکي وګړو ته زیان ونه رسوي؛ په وینا یې وسله والې ډلې ډېرۍ وخت ملکي وکړي د سپر په توګه کاروي.
د یادې سروې په پایله کې دا هم راغلي دي چې د ملکیانو د دغه شمېر مرګ ژوبلې ۶۰ سلنه عوامل د دولت وسله وال مخالفین او ۱۹ سلنه حکومت پلوه امنیتي ځواکونه ښودل شوي دي.
هغه مشران چې واقعاً د ولس د خدمت مسوولیت احساسولی شي او د ملي ځواکونو د ناکمۍ ته په وسیله او د بریا پر وړاندې یې د خنډ جوړولو خوب نه ويني، باید د یادو ځواکونو د مرال د لوړولو په فکر کې شي، هغوی ته د سپېځلې لارې تعریف وکړي، د جګړې موخې او اهداف یې د یوې روحیې په ور کولو سره ورته بیان کړي، د ملي مسوولیت تر څنګ ورته د هېواد ساتنې، هېواد پالنې او همدا راز د مسوولیت هغه احساس چې دغه ځواکونه یې لري لا پیاوړی کړي او که یې نه لري ورته ور کړي.
د جګړې د سالم او لازم مدیریت پر مخته وړلو سر بېره ورته دا روحیه ور کړي چې وسله وال مخالفین یې وېشل شوي دي، هغوی د پردیو لپاره جګړه کوي او دوی یوازې د هېواد د ازادۍ او ساتنې لپاره سرونه په لاس کې نیولي دي.
که ورته وویل شي چې کندوز او نور ولایتونه به ستاسې په موجودیت کې هېڅ کله هم سقوط ونه کړي او ان دغو سیمو کې به د بد امنیو سبب هم ونه ګرځېږي، تاسو بهرنی مالي او پوځي سپوټ لرئ زما په اند د مرال په لوړاوي کې به یې بې کچې مرسته ورسره کړي وي او په جګړو کې د لوړ مرال درلودونکی لوری خاماخا کټونکی وي.
یو ځل بیا یادونه کوم د هغو خلکو چې د نورو لپاره کار کوي او د خپلو ځواکونو د پرمختګ پر وړاندې خپله خنډ جوړوي، لاره یې غلطه ده او د دوی هڅې به دوی ته هې ګټه ونه رسوي. ښه دا ده چې خپلو ځواکونو ته مټ ور کړي او هغوی خپل مټ او بازو وګڼي او ورته داسې خطاب وکړي لکه پښتو متل دی: خپله لاسه! ګله لاسه!
د سوکاله او واحد افغانستان په هیله