ډاکټر اشرف غني احمدزي ته پرانیستې لیک

د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې افغان ولس خپله زړورتیا وښوده او په یوه غږ د خپل هیواد د ژغورنې لپاره د رایو صندوقونو ته ولاړل او په خپل کلک هوډ سره یې خپل راتلونکي ولسمشر وټاکه وروسته د سیالو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ ټاکنیزې شخړې ډیرې شوې په همدې لړ کې د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تورن کړ چې په ټاکنو کې بې پرې نه وه او همدارنګه ولسمشر حامد کرزی او دده حکومت یې هم په ټاکنو په لاسوهنه تورن کړ دغه لړۍ همداسې وغځیده چې د ټاکنو کمیسیون یو شمیر کارکونکي هم په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړل او د ځینو حکومتي چارواکو او ټاکنو کمیسیون د یو شمیر غړو غږونو يي هم د رسنیو له لارې خپاره کړل چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګواکې دغو کسانو د یوه ځانګړي نوماند په ګټه کارکړی چې ددغو ټولو تورونو سپیناوې لاهم نه دې شوې په ورته وخت د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیزې ډلې په بیلابیلو نومونو په کابل او شمیر ولایتونو کې د څو کسانو پرمټ چې شمیر له سلو کسانو پورته نه وه په لاریونونو لاس پورې کړ چې په دغه لاریونونو کې یو شمیرکابل ښاریانو ته هم زیان ورسیده او همدارنګه په پښتونستان څلورلارې کې د پښتونستان واټ لوحه هم رانسکوره کړای شوه چې دغه ټولې ستونزې زمونږه هیوادوالو په سرسترګو لیدلي دي نو ځکه مې په تفصیل سره په دې اړه څه ونه لیکل او بله موخه مې هم داوه چې خپله لیکنه په لنډو ټکو کې ستاسو قدرمنو لوستونکو مخې ته کیږدم څو يې ولولې او ددې کړیدلي ولس غږ د اوسني حکومت چارواکو او هم دولسمشرۍ دواړو نوماندانو ته ورسیږي. لومړۍ خبره مې د قدرمن ډاکټر صیب اشرف غني احمدزي سره ده، تاسې او ټول افغان ولس په دې پوهیږۍ چې افغان ولس د ژبې او قومیت پرته تاسې ته راته رایه درکړه او ستاسې قدرمن هغه خبره مې هم هیڅکله له یاده نه ده وتلې چې ویلې به دې ؛؛ مونږ حکومت جوړو نه سهامي شرکت؛؛ خو اوس په دې نیږدې شپو او ورځو کې داسې اوریدل کیږي چې د یوه ایتلافي یا سهامي حکومت د جوړولو هڅې روانې دي زه خو خپله په تاسې پوره باور لرم چې هیڅکه به هم تاسې زمونږ په رایو سهامي حکومت جوړ نه کړئ او ډاډمن یم چې په خپله ژمنه به کلک ودریږی او له خپل افغان ولس سره دې کړی ژمنې ترخپلې وسې پورې پلې کړئ زما ددې لیکنې یواځینۍ موخه داده چې قدرمن غني بابا، افغان ولس په هیڅ صورت ایتلافي حکومت نه غواړي ددې ولس مرګ قبول دی خو نه د تیر په شان ایتلافي یا سهامي حکومت دا د افغان ولس غږ وه چې ستاسې تر غوږونو مې در ورساوه نوره خوښه ستاسې.

 غني بابا زه په تاسې پوره باور لرم خو بیا هم یو ځل درڅخه هیله کوم چې په هیڅ ډول د ایتلافي حکومت جوړولو ته زړه ښه نه کړئ که نه د افغان ولس شته باور به له لاسه ورکړئ او زما په شان ټول افغانان به لومړی له تاسره د جهاد اعلان وکړي. تاسې ډاډمن اوسئ لکه څنګه چې افغان ولس په ټاکنو کې وښوده چې خپل مشر او ددې هیواد اصیل بچی څه ډول بریا ته ورسوي همدارنګه به تاسې له شته ننګونو هم راوباسي خو زمونږ هیله داده چې هیڅ کله هم ایتلافي  یا سهامي حکومت ته زړه ښه نه کړئ که نه په افغان ولس کې به دې شته محبوبیت هم له لاسه ورکړئ دا زما اندیښه او یادونه وه چې ترتاسې مې در ورسوله نور ستاسې اختیاردی چې د خلکو شته محبوبیت له خاورو سره خاورې کوی او که د ناکامو کسانو سره ایتلافي یا سهامي حکومت جوړوی.

هر ملګري چې ترلاسه کړه ضرور یې تر غني بابا پورې ورسوئ.

0 thoughts on “ایتلافي حکومت (سهامي شرکت) نه غواړو! – سعیدي”
  1. کرزی همدا اوس پر دې لګیا دﺉ چې ایتلافي جکومت ( سها مي شرکت )جوړ کړي خو هغه به داسې وي چې مخکې د تکنوکراتانو ، نظار شورا ، تنګ نظره ناسیو نالېستانو او هزاره ګانو له ټوټو جوړ شوی ؤ ، خو اوس به د جمعیت یانو ، تکنو کراتانو ، او د کرزي د مافیاني او پر فساد ککړ بدنام ټیم خلک په کې وي او واک به دری تقسیمه شي . افسوس د خلکو په ګوتو پرې کېدلو . وژنو او سپېڅلې ملي اراده چې په څومره ناولي او چټل هدف کې استعمال شول ،مرګ په دسیسه کارانو . ژوندی دې وي افغانستان ، تل دې وي خپلواکي . مړه دې وي د افغانستان کورني ، سیمه ییز او بهرني دښمنان .

  2. وروره زه مونژ پشتانه مشران ډیر ضعیف النفس دی او ډیر زر متاثره کیژی او دوی دا خپل ضعف د ملی وحدت تر نا مه لاندی پټوی. لکه کرزی ،سیاف…. او زما هیځ باور نه کیژی چه پشتانه د داګټلی حق خپل کړی. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *