تاند- ایران، ترکیې او اروپايي اتحادیې د کابل او غور پرونۍ تروریستي حملې وغندلې.
د کابل د تېرې شپې (جمعه) په تروریستي برید کې، چې د دشت برچي په امام زمان جومات کې د ماښام له لمانځه وروسته وشوه، ۳۹ تنه شهیدان شوي او ۴۵ نور ژوبل شوي دي.
له دې حملې سره په یو وخت د غور ولایت د دولینه ولسوالي په یوه جومات کې په ورته انتحاري برید کې لږترلږه ۳۳ تنه شهیدان شوي دي.
راپورونه وايي چې د دې حملې هدف یو سیمه ییز قوماندان و.
اروپايي اتحادیې د دغو دوو بریدونو په اړه، چې د ګردېز، غزني او کندهار له خونړیو تروریستي بریدونو وروسته وشوې، وویل چې د افغانستان له خلکو سره په دې غم کې پیوستون اعلانوي.
اروپايي اتحادیې ویلي «موږ له هغو ټولو کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوو چې عزیران یې په دغو حملو کې له ژونده بې برخې شوي دي. همداراز د افغانستان له حکومت او چارواکو سره غمرازي کوو او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو هیله لرو.»
د ترکیې حکومت هم د غور او کابل په دوو جوماتونو کې د جمعې د ورځې تروریستي حملې غندلي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي«موږ په خواشینۍ دا خبر واورېد چې د کابل او غور په جوماتونو کې ګڼ شمېر بېګناه افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
«موږ دا وحشیانه تروریستي بریدونه غندوو.»
د سږ کال د اګست په ۲۵ مه د افغان شیعه ګانو په همدې جومات کې ورته برید شوی و چې ۳۹ تنه پکې ووژل شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت بې له دې چې د ګردېز، غزني او کندهار تروریستي حملو ته اشاره وکړي د کابل د جمعې د ورځې حمله په کلکه غندلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د کابل د دشت برچې له حملې لږ وروسته وویل چې هیواد یې د افغانستان له خلکو او حکومت سره خواخوږي څرګندوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دغه راز ویلي چې «تکفري» تروریستانو، چې له دین او مذهب سره ارتباط نه لري، یو ځل بیا بېګناه افغانان ووژل.
ایران د داعش تروریستي او سختدریځې ډلې ته تکفیري وايي. دا هیواد په خپلو رسنیو کې د طالبانو بریدونه تروریستي نه بولي.
د ځینو راپورونو پر اساس ایران له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی چې په افغانستان کې به د دغه هیواد پر پلوي ډلو بریدونه نه کوي، او په مقابل کې به یې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي.
له بلې خوا هند ویلي چې د افغانستان د وروستیو وژنو مسوول پاکستان دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د کندهار، ګردېز او غزني حملو ته په اشارې ویلي چې د دغو حملو تنظیموونکي په پاکستان کې خوندي پناهځایونه لري.