تاند، دوشنبه د چنګاښ ۳۱مه: د ایران حکومت اعلان کړی چې تازه په تازه یې امریکا ته جاسوسۍ په تور خپل هېواد کې ۱۷ کسان نیولي دي.
د دغو نیول شویو کسانو نومونه او هویت نه دی ښودل شوی، خو چارواکي وايي چې دا ټول جاسوسان ایرانیان وو.
د ایران د جاسوسۍ ضد ادارې مشر نن تهران کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، نیول شویو کسانو کې یې په اکثرو وار له مخه د اعدام حکم شوی دی.
دغه چارواکی چې خبریالانو ته یې خپل نوم پټ ساتلی وايي، دغو جاسوسانو ته خورا پیچلې روزنه ورکول شوې وه، خو دوی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولي دي: (( د دوی دنده دا وه چې د جاسوسۍ الې نصب کړي، د حساسو ځایونو معلومات راټولول او تخنیکي استخباراتي کارونه یې دنده وه.))
دغه ایراني چارواکو خبریالانو ته یوه سي ډي هم ورکړې چې په کې یوه بهرنۍ جاسوسه لیدل کېږي او د امریکا استخباراتي ادارې ته کار کوي.
دغه سي ډي کې د ځینو امریکايي استخباراتي کارمندانو نومونه هم شامل دي چې خپله په ترکیه، هند، زمبابوې او اتریش کې د امریکا د سفارتونو استخباراتي کارمندان دي خو ایراني جاسوسانو سره په تماس کې وو.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړې چې امریکا نیول شویو جاسوسانو ته د امریکا د ویزو او هلته د دندې د ورکړې لالچ هم ورکړی و، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا وایي، ایران ټول عمر خلکو او نړۍ ته دروغ ویلي دي.