تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یو وار بیا خبرداری ورکړی چې داعش ډله په افغانستان کې د خپلو جنګیالیو د ځای پر ځای کولو په حال کې ده.

 د انډیا ټوډی ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي ظریف په افغانستان کې فعاله داعش ډله ایران، پاکستان، هند، روسیې او حتی چین ته ګواښ بللې ده.

ښاغلي ظریف همدا راز پر دغو هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرو ډلو پر ضد سره یو ځای شي: ((که د دوی پر ضد یو ځای نه شو، نو داعش ډله په افغانستان کې د تروریستي ځالو د جوړولو او اډو جوړولو په هڅه کې ده او دا به د ټولې سیمې لپاره ګواښ وي.))

جواد ظریف زیاته کړې ده، داعش له سوریې او عراق څخه خپل جنګیالي افغانستان ته کاږي: ((په ازبکستان او تاجکستان کې نیول شوي داعشیانو ویلي چې د دوی اصلي ځالې په افغانستان کې دي.))

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې روسیه، چین، پاکستان  او هند سره یې هېواد په تماس کې دی چې د ګډو ګواښونو پر ضد مبارزې ته یې رایو ځای کړي.

ایران د داعش په تړاو په داسې حال کې اندېښنه ښيي چې افغان حکومت په دې وروستیو کې د داعش پر ضد پریکنده عملیات پیل کړي دي  او ویلي یې دي چې دا ډله نوره په افغانستان کې د محوه کېدو په حال کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *