تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: ایران د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته د هغه په څېر یو بل خطرناک قومندان اسماعیل قاآني چې دوه لسیزې د سلیماني مرستیال پاتې شوی و، د سپاه قدس ډلې مشر ټاکلی دی.
اسماعیل قاآني له له اتیایمو کلونو راهیسې په سپاه پاسداران ډله کې دنده مخته وړي چې په افغانستان او پاکستان کې یې د مهمو عملیاتو مشري په غاړه وه.
اسماعیل قاآني څو میاشتې وړاندې بامیانو ته د ایران د مرستیال قونسل په توګه سفر هم کړی و چې ځايي چارواکو په لویو ډالیو نازولی.
اسماعیل قاآني ته د جنرال سلیماني د سیوري په سترګه کتل کیږي ځکه د همده په څېر سختدریځه دی، د سلیماني ښي مټ وو.
قاآني د خراسان ولایت په مشهد کې په ۱۹۵۸ کې زیږیدلی دی، د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د لاسوهنې ملاتړی دی په ځانګړې توګه په سوریه او عراق کې نوموړی دې جګړو ته د (برخلیک ټاکونکو جګړو په سترګه ګوري، چې په طراحۍ کې یې د سلیماني د نظامي سلاکار په توګه ونډه هم اخستې ده.
لواء فاطمیون رامنځته کول د اسماعیل قاآني طرحه او پلان و، چې په ۲۰۱۴ کې عملي شو او په سوریه کې د بشار الاسد د ملاتړ لپاره ترې کار واخیستل شو.
د سیاسي څیړنو امریکايي انسټیوټ په خپل یو راپور کې لیکي: اسماعیل قاآني نظامي چارواکی دی، ډیرې خبرې نه کوي، له سلیماني سره یې دومره توپیر نشته، د جګړې په ډګر او په سپاه پاسدارانو کې له پراخې تجربې برخمن دی او له خامنه يي سره نږدې اړیکې لري، ددې وړتیا لري، چې د جنرال سلیماني ځایناستی شي.