محمد بشیر هاتف/
په ژنیو کې د ایران او ۵+۱ هېوادونو وروستۍ موافقه چې پر دواړو لوریو باندې ځینې مکلفیتونه واردوي، په نړیوال سیاست کې د یو نوي بدلون څرک دی، له دې موافقې سره سم د شپږو میاشتو په اوږدو کې ایران خپل ځینې اټومي فعالیتونه کموي او په مقابل کې نړیواله ټولنه د نورو بندیزونو له پورې کولو لاس اخلي او روان بندیزونه هم کموي.
د امریکې د متحده ایالتونو د ځینو سناتورانو په ګډون ډېری خلک او هېوادونه داسې انګیري چې ایران غواړي لږ وخت ترلاسه کړي او خپلې اصلي موخې (د یورانیمو غني کولو) ته د رسېدو لپاره نوې پلمې ولټوي. د دوی په وینا ایران له یوې خوا د خبرو مېز کې نړیوال مصروفوي او له بله پلوه په پټه اټومي کړنلاره بشپړوي. خو آیا رښتیا همداسې ده که د ایران په سیاستونو کې بدلون راغلی دی؟
که د نړیوال سیاست په ډګر کې د ایران په تېرو کلونو او په دې وروستیو کې د ایراني ولسمشر حسن روحاني کړنو ته نظر واچوو، نو دې پایلې ته به ورسېږو چې د ایران سیاستونه په ملي او نړېواله کچه بدل شوي دي.
د ديپلومات شېخ لقب ترلاسه کول
حسن روحاني د ديپلومات شېخ لقب په کال ۱۳۸۴ کې هغه مهال تر لاسه کړ، چې د ایران د اټومي دوسیې په اړه یې په نړېوالو غونډو کې د مرکچي دنده پر غاړه درلوده.
هغه مهال ایران د نن په څېر تر فشار لاندې وو او داسې ګنګوسې وې، چې د اټومي وسلو د جوړولو په موخه پټ فعالیتونه ترسره کوي، خو که څه هم روحاني د اټومي وسلو په فعالیتونو کې مخکښ وو، له نړۍ سره یې د ایران د اټومي وسلو پرسر ناندرۍ د ایران په ګټه ونه بللې او بڼه یې بدله کړه، او بالاخره روحاني په دې لوبه کې ګټونکی شو، د لویو قدرتونو په وسیله یې پر ایران د لګېدلو بندیزونو مخه ونیوله چې له دې ځایه یې د ديپلومات شېخ لقب خپل کړ.
دغه دریځ ځینې حساسیتونه له ځان سره لرل چې د روحاني او د احمدي نژاد ترمنځ ګڼ اختلافات له همدغې ځایه پیل شول.
احمدي نژاد له دې امله پر ده نیوکه کوله چې ګواکې جوړجاړی کوي، خو دغه تور د خلکو پر روحیې اغېزه ونه کړه، ځکه چې روحاني ایت الله خمیني ته ډېر نږدې شخص وو. همدغه روحاني و چې د لومړي ځل لپاره یې خمیني ته د امام لقب ورکړاو بیا ټولو دغه لقب وستایه.
انتخاباتي مبارزه
که د حسن روحاني انتخاباتي شعارونو ته یوه لنډه کتنه وکړو، جوتېږي چې د هغو سیاستونو پر خلاف وو چې ایران د نړیوال سیاست په ډګر کې ګوښه کوي.
په انتخاباتو کې د روحاني اصلي شعار (د اقتصاد ژغورنه، نړېوالو سره رغنده اړیکي او د ټولنې د اخلاقو ژوندي کول) وو. روحاني په دې باور و، چې ایران ورو، ورو د نړۍ له فعالو سیاستونو ګوښه کېږي چې دا کار د ایران له ګټو سره په ټکر کې دی، روحاني د انتخاباتي مبارزو پرمهال په یوه مرکه کې داسې ویلې وو :((له بده مرغه هېواد د بهرنیو اړیکو له نظره په ښه حالت کې نه دی او هر دولت چې په راتلونکي کې واک ته ورسېږي باید د اړیکو بیا رغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په پیل کې باید د لویو قدرتونو سره ناسم پوهاوی او ستونزې را کمې کړي، زما د دولت د بهرني سیاست لومړۍ برخه د ملي ګټو ساتنه او له نړېوالو سره د رغنده اړیکو جوړول دي.))
په ټاکنو کې د روحاني پلویان
د روحاني ټاکنیز ملګري او پلویان هغه څېرې وې، چې د ایران په سیاستونو کې یې مثبت بدلون غوښت. مهدي کروبي او محمد موسوي په ټاکنیزو سیالیو کې د حسن روحاني تر شا ودرېدل. د اعتدال او توسعې ګوند، د مردم سالارۍ ګوند، د جبهه مردمي اصلاحات او مبارز روحانیون، هغه ګوندونه وو چې د حسن روحاني ملاتړ یې کاوه.
روحاني خلک د هغو شعارونو تر سیوري لاندې را ټول کړي و، چې په بهرنیو سیاستونو کې يې اصلاحات او له نړیوالې ټولنې سره جوړښت په کې شامل و، ځکه خو د بدلونونو له راوستو پرته بله لاره هم ورته پاتې نه وه.
د بدلونونو پیل
ـ حسن روحانې چې کله د ایران د جمهوري ریاست پر ګدۍ کښېناست، د هغه هېواد پر نړیوالو سیاستونو د بیا کتنې په ډګر کې یې اغېزمن ګامونه پورته کړل.
نوموړي د ملګرو ملتونو د سازمان په څنډه کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره پر کتنې سربېره، نړۍ سره د سیاسي تعامل پرسر خبرې وکړې.
حسن روحاني پاکستان ته د ایران د نفتو د لېږد پروژه (چې په اصل کې د نړیوالو له لوري پر ایران د بندیزونو پرخلاف یو سازش وو) لغوه کړه.
دغه پروژه، په ټیته بیه پر پاکستان د ایران د کازو پلورل و، چې د ایران د پخواني ولسمشر احمدي نژاد او د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زداري ترمنځ لاسلیک شوې وه.
په دغه پروژه کې ایران پیسې او پاکستان ګاز ترلاسه کول چې د ټاپي پروژې (له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان د ګازو لېږد) پر پروژې هم د پام وړ بده اغېزه کوله.
ـ د ایران پلازمېنه تهران په دې وروستیو کې په سوریه کې د روانو کړکېچونو په موخه د ګډ خبري کنفرانس شاهد وو، چې د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو دغه غونډه جوړه کړې وه.
محمد جواد ظریف او محمد داوود اوغلو د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو شریکه موخه په سوریې کې د روانو نا امنیو پای ته رسېدل دي.
د بشار الاسد پر حکومت باندې دا یو شریک امر وو، چې باید اوربند وکړي او د سولې په خبرو اترو کې ګډون وکړي، څرنګه چې د سوريې حکومت د ژنیو په ناسته کې د ګډون هوکړه وکړه.
ـ ایران تردې وروسته د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې استازو ته بلنه ورکړه ، څو تهران ته راشي او بیا د ایران د اټومي فعالیتونو له مرکزونو لیدنه وکړي.
د روحاني له لوري د ورته ګامونو پورته کول په اصل کې نړیوالو سره د ښو اړیکو جوړولو پیلامه وه.
د مبارزو روحانیونو ملاتړ
له ديپلومات شېخ روحاني څخه د مبارزو روحانیانو او د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي ملاتړ هم ځانګړی لامل لري. هغه داچې سخت دریزو سیاستونو د نړیوال سیاست په ډګر کې د ایران د ګوښه کېدو او له زیاتیدونکو بندیزونو سره د دغه هېواد مخامخ کېدو ته لاره هواره کړه، تردې حده چې انفلاسیون په بېسارې کچه وده وکړه اود ایرا ن ملي اقتصاد ته یې سخت زیانونه واړول.
واکداره روحانیونو په بې صبرۍ سره انتظار کاوه چې احمدي نژاد له واکه لرې او داسې یو کس واک ته ورسېږي چې د ایران سیاست (چې بدلون ته سخته اړتیا درلوده) بدل کړي، نو ځکه یې د روحاني ملاتړ وکړ.
اغیزې
د ایران نویو سیاستونو د هغه هېواد او نړیوالې ټولنې پر اړیکو باندې سختې اغېزې کړې دي چې ایران ته ښې سیاسي او اقتصادي پایلې لرلای شي.
ـ د ایران تازه سیاستونو په ملي او بین المللي کچه له نړیوالو سره د اړیکو د ښه کېدو په موخه ښې پایلې لرلې. د یوې تازه سروې له مخې د امریکا د متحدو ایالتونو له شپېته سلنې زیات وګړي د ولسمشر اوباما له هغې طرحې ملاتړ کوي چې پر ایران د بندیزونو د کمښت وړاندیز کوي.
ـ د فرانسې او نورو هېوادونو د نقلیه وسایطو جوړوونکي شرکتونه، د دوا جوړونې ترڅنګ د طبي او زراعتي توکو کمپنۍ په ایران کې د بیا پانګې اچونې لپاره زړه ښه کړی.
ایران چې هڅه کوي څو د خپل هېواد د تېلو او ګازو تولید ډېر کړي کولای شي له همدې لارې خپلو موخو ته ورسېږي.
پایله
په ایران کې د روحاني په مشرۍ د نوي حکومت رامنځته کېدل او د سیمې او نړۍ په اړه د ایران په سیاستونو کې بدلون له شک پرته د نړۍ او د ایران ترمنځ د شته اختلافاتو په هوارۍ کې مهم ګام دی.
ایرانیان اوس په دې پوه شوي چې د نړۍ پر وړاندې د ایران د پخواني ولسمشر احمدي نژاد په څېر توند او تریخ سیاست مثبته پایله نشي لرلی.
رښتیا داده چې د ایران په سیاستونو کې د مثبتو بدلونونو څرګ تر سترګو شوی، خو حسن روحاني د سخت دریځو له وېرې د ژورو او سملاسي بدلونونو اراده نه شي کولی. د روحاني له نرم سیاست څخه نړیوال ملاتړ کولای شي په ایران کې د اصلاحاتو لړۍ تونده کړي.