تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: د ایران حکومت غواړي چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ له میاشتې پیلېدونکي مالي کال کې د کډوالو لپاره د صحي بېمې ونډه پراخه کړي.
د ایران حکومت وايي، د سلامتۍ یا روغتیا په نوم د بیمې دغه پروګرام کې به ۹۲ زره کډوال شامل کړي چې د عامو ایرانیانو په څېر به افغانان او عراقي کډوال هم د ایران د صحي خدمتونو له بیمې برخمن شي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو د برخې یا بافیا مسوولان وايي، په دې تړاو د ایران د صحي بیمې د ادارې او د کډوالو د نړیوالې ادارې تر منځ هوکړه هم شوې ده چې ژر به پرې کار پيل شي.
د کډوالو لپاره به د صحي بیمې دا پروګرام دوه بستې ولري چې په یوه برخه کې یې ښځې، ماشومان، یتیمان، عمر خوړلي کسان او له ۱۸ کلونو څخه د کم عمر ماشومانو لرونکې کورنۍ شاملېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې دا مهال له دوه میلیونو زیات افغان کډوال دي چې د زده کړو، روغتیایي او نورو ټولنیزو حقونو څخه محروم ګڼل کیږي.