تاند- د لبنان د حزب الله جنګیالي هغو افغان جګړه مارو ته پوځي زده کړې ورکوي چې په سوریه کې د بشاراسد د رژیم په ګټه جنګېږي.

د ایران د سپاه پاسداران اړوند خبري اژانس تسنیم د راپور له مخې، په وروستیو کې سلګونو افغان جنګیالیو د نښې ویشتلو پرمختللې زده کړې بشپړې کړې.

د اژانس د راپور پر اساس، دغو جنګیالیو، چې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د جګړې لومړیو کرښو ته استول شوي، تر عادي جنګیالیو خورا په لوړه سویه پوځي مهارتونه زده کړي دي.

تسنیم خبري اژانس وايي، افغان نښه ویشتونکو (سنایپر) ته حزب الله د خپلو افغان متحدانو په همکارۍ روزنه ورکړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې افغان جنګیالیو ته په ورکړل شوې روزنه کې د نښه ویشتنې او د نښه ویشتونکو ضد تخنیکونه او حساس عملیات شامل دي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک په زرګونو افغانان د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره سوریې ته استولي دي.

اکثره افغانان د فاطمیون په نوم لوا کې تنظم شوي دي. دا لوا د سوریې په جګړه کې د شاملو بهرنیانو دوهم ستر ځواک دی چې د سوریې د رژیم بشاراسد ملاتړ کوي.

لوېدیځې رسنۍ د فاطمیانو د لوا د غړیو شمېر د ۱۰ زرو او ۱۲ زرو ترمنځ اټکلوي.

د ایران سپاه پاسداران، چې په خپله هم د اسد د رژیم په ننګه د سوریې په جګړه کې برخه لري، افغانان د ایران د دایمي اقامت، جنګیالیو او د هغو کورنیو ته د معاش ورکولو او په ځینو مواردو کې د شیعه ګانو د مقدسو زیارتونو د ساتنې په انګېزه سوریې ته لېږي.

د امریکا د میري لنډ پوهنتون د څېړونکي فلیپ سمیت په وینا ایران د سوریې په جګړه کې جنګېدونکو افغانانو ته د میاشتې د ۴۰۰ او ۶۰۰ ډالرو ترمنځ معاش ورکوي. خو سنایپر یا نښه ویشتونکي زیات معاش اخلي، په اکثرو مواردو کې د نورو دوه برابره معاش او ورسره نور امتیازونه لکه زغرګاډي او رېنجر ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *