د محور ورځپاڼې د رپوټ له مخې په فاریاب ولایت کې ایراني وسله وال د افغان دولت پر وړاندې جنګېږي. دغې ورځپاڼې په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې اصفه شاداب له قوله لیکلي: فارياب ته تر ټولو جدي ګواښ ايراني جنګيالي دي، چې د پروژو مخه نيسي او خپلو لیکو ته ځوانان جذبوي.
ورځپاڼې همدا راز د آغلې شاداب له قوله لیکلي، د دې ولايت زيات ځوانان د کار او مزدورۍ په هدف ايران ته ځي، چې یو شمېر ته يې هورې جګړه ييز مهارتونه ور ښودل کېږي او بېرته د جګړې لپاره فارياب ته را استول کېږي.
د ورځپاڼې د رپوت له مخې د فارياب ولايتي مسوولين هم مني، چې د ياد ولايت په قيصار، غورماچ، پښتون کوټ، دولت اباد او المار ولسواليو کې د طالبانو نفوذ زور اخيستی. دوی وايي، په يادو سيمو کې د يلداش ډلې تر څنګ، نور ازبک، چيچینایي، پاکستاني او ايراني جنګيالي هم په جګړه بوخت دي.
دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د ایراني جنګیالیو له موجودیت څخه خبر ورکول کېږي. له دې وړاندې د هېواد لوېدیځو ولایتونو چارواکو په وار، وار د ایراني وسلو له نیولو او له وسله والو مخالفینو څخه د ایران له مرستو یادونه کړې وه. خو اصلي پوښتنه دا ده، چې ایران د څه شي په لټه کې دی او ولې د افغان دولت پر وړاندې جنګېږي؟
حلقوي سړک
په فاریاب کې د ایران مخالفت د هغه حلقوي سړک پر وړاندې دی، چې لدغه ولایت څخه تېرېږي او د هېواد ګڼ شمېر ولایتونه له یوه بل سره نښلوي. په هېواد کې دغه حلقوي سړک ۳۳۶۲ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له کابل څخه پیلېږي د پروان، بغلان او سمنګان ولایتونو له لارې بلخ نښلوي او هغه ځایه هرات، چې له هرات څخه کندهار او کندهار بېرته کابل سره نښولي. د دغې پروژې ډېری برخه بشپړه شوې؛ خو ۲۳۱ کیلومټره، چې له بادغیس او فاریاب ولایتونو څخه تېرېږي د امنیتي ستونزو له امله په ټپه ولاړه ده.
د دغې پروژې پر وړاندې د ایران مخالفت اقتصادي اړخ لري. په هېواد کې د اقتصادي ثبات رامنځته کېدو په صورت کې تر ډېره بریده پر ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه پر ایران، چې اوسمهال افغانستان یې د توکو تود بازار دی ناوړه اغېز ښندلی شي.
دغه هېواد د دې لپاره، چې توانېدلی و اوسي په افغانستان کې خپل دغه تود بازار له لاس ورنه کړي او په افغانستان کې له شته امکاناتو څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي له بېلابېلو لارو کار اخلي؛ خو د دغو مخالفتونو او په افغانستان کې د ایران د لاسوهنو اصلي لاملونه په لاندې توګه شمېرلی شو:
د بهرنیو موجودیت
په افغانستان کې د ایران لخوا له وسله وال مخالفینو ملاتړ او اوسمهال د جګړې په ډګر کې د ایرانیانو موجودیت په لومړي ګام کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د مخالفت له امله دی. ایران په افغانستان کې د بهرنیو په ځانګړي توګه د امریکايي ځواکونو موجودیت له خپلو ګټو سره په ټکر کې ویني. له همدې امله یې په بشپړه توګه د کابل واشنګټن ترمنځ له امنیتي سند سره مخالفت پیل کړی دی.
د افغان دولت پر وړاندې له وسله والو مخالفینو څخه د ایران د ملاتړ دویم لامل د هلمند سیند اوبه په ګوته کولای شو. په ۱۹۵۰ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو مدیریت په موخه ځانګړی کمېسیون جوړ شو او په ۱۹۷۳ کال کې د دغه کمېسیون د هوکړې له مخې افغانستان به په مشخصه اندازه اوبه ایران ته ورکوي؛ خو په هېواد کې د کورنیو جګړو له پیل سره جوخت نه یوازې، چې ایران دغې هوکړې او تړون ته ژمن پاتې نه شو؛ بلکې په پراخه توګه یې د افغانستان له اوبو څخه استفاده وکړه، چې اوس هم دغه استفاده دوام لري.
اوبه
په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ په نسکورېدو او د نوي دولت په رامنځته کېدو له بهرنیو مرسته کوونکو هېوادونو سره په همغږي وپتېیل شوه، چې د ځمکو خړوبولو او برېښنا ترلاسه کولو په موخه باید بندونه ورغول شي. د دغو بندونو په سر کې د سلما او کجکي بندونه شامل و. نه یوازې دا، چې د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې افغان دولت پدې بریالی نه شو، څو دغه بندونه ورغوي؛ بلکې د ځینو مشخصو کړیو له لوري پر وړاندې یې ګڼشمېر خنډونه هم رامنځته شول. د دغه خنډونه ستر لامل ایران بلل شوی دی؛ ځکه د سلما بند په رغولو سره ایران ته د هلمند اوبو ورتګ کې درې اویا سلنه کموالي راځي؛ پداسې حال کې، چې د ایران ختیځې سیمې په بشپړه توګه د هلمند سیند اوبو پورې تړلې ده.
ټاپي پروژه
د ایران د مخالفت درېیم لامل د ټاپي پروژه ده. په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې دغه پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند له لوري لاسلیک شوه. د دغې پروژې له لاسلیک څخه وړاندې ایران پدې لټه کې و، څو هند ته د ترکمنستان ګاز د ایران له لارې صادر شي. نه یوازې، چې افغانستان د دغې پروژې له لارې د ټرانزیټ په برخه کې په ملیارډونو ډالر ترلاسه کوي؛ بلکې د ګازو ترلاسه کولو او همدراز د کارموندنې په برخه کې مهمه بلل شوې ده. د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره شاوخوا دولسزره و پنځه سوه تنو ته کاري فرصت پیدا کېږي. ایران پدې لټه کې، چې د افغانستان په ناامنه ښودلو سره دغه پروژه د خپل هېواد له لارې بشپړه کړي. په همدې موخه لدې وړاندې د سولې نللیکي په نامه ۱۵۰ کیلومټره نللیکه د ایران په خاوره کې جوړه شوې هم وه. ایران غواړي، چې یو ځل بیا دغه پروژه فعاله کړي، څو له ترکمنستان څخه هند ته ګازو نللیکې په غځولو سره له یوه لوري د ټرانزيټ پیسې ترلاسه کړي او له بل لوري تر یوه بریده ځان له نړیوالې انزوا څخه وژغوري.
زعفران
د ایران د مخالفت څلورم لامل په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د زعفران د کرکېلې پراختیا ده. که څه هم افغانستان د زعفران په کرکېله کې اوږد شالید لري؛ خو په ۱۹۹۸ کال کې د ډاکار موسسې په مرسته په صنعتي بڼه دغه د زعفرانو کرکېله پیل شوه. هغه مهال یادې موسسې د څلورو افغان بزرګرانو په مرسته د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د زعفرانو پر کرلو پیل وکړ، چې اوسمهال دغه لړۍ د هېواد اوو ولایتونو او ګڼ شمېر ولسوالیو ته غځېدلې ده. په وروستیو کې افغانستان ۳۰۶ هکټار ځمکه (۱۵۳۰ جریبه) زعفران کرلې، چې شاوخوا ۲۵۰۰ بزګرانو ته کاري فرصت رامنځته شوی دی. د افغان بزګرانو فعالیت او زیار له امله په تېر ۲۰۱۳ زېږديز کال کې د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ.
لدې وړاندې دغه مقام د ایران و. د نړۍ په کچه هر کال ۲۸۰ ټنه زعفران تولیدېږي، چې ۲۳۰ ټنه د ایران تولید دی. په افغانستان کې د تر سره شویو سروې له مخې دا توان شته، چې هر کال افغانستان له سلو څخه تر یو سلو پنځوس ټنه زعفران تولید کړي. د زعفران کرکېلې په برخه کې د افغانستان پرمختګ د ایران د اندېښنې لامل شوی دی، چې په خپل ټول شدت سره هڅه کوي په افغانستان کې د دغه صنعت له پراختیا څخه مخنیوی وکړي.
حل لاره
پورتنیو ټکیو ته په کتو سره د دې لپاره، چې افغان دولت توانېدلی و اوسي د ګاونډیو هېوادونو (ایران او پاکستان) له لاسوهنو څخه خوندي و اوسي اړتیا ده، چې له نړیوالو سره خپلې اړیکې ټينګي کړي. پدې لړ کې که څه هم د امنیتي سند لاسلیک به د لنډې مودې لپاره د ایران غبرګون له ځانه سره ولري؛ خو په اوږد مهال کې د افغانستان راتلونکی تضمینوي.