تاند- ایراني رسنۍ وايي چې طالبانو د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالي د اسلامي دولت له وسله والې ډلې یا داعش څخه کاملاً تصفیه کړه.

د ایراني رسنیو د راپور پر اساس امنیتي چارواکي وايي چې له تېرو څلورو ورځو څخه تر پرونه /سې شنبه/ پوري په خاک سفید ولسوالي کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړو دوام درلود چې په پای کې یې د داعش ۱۵۰ غړي له خپلو ماشومانو او ښځو سره انادرې ولسوالۍ ته وتښتېدل.

د فراه امنیه قومندان جنرال فضل محمد صمدیار په دې اړه وویل چې په خاک سفید کې پر داعشیانو د طالبانو په حملو کې د داعش ۱۲ غړي ټپیان شوي او لږترلږه یو تن وژل شوی دی.

د ده په وینا په دې نښتو کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

د ایران فارس نیوز خبري اژانس وايي:«اوس خاک سفید ولسوالي د داعش د تروریستانو له شره کاملاً پاکه شوې او د خلکو ټول کورونه او د ژوند وسایل د طالبانو په کنټرول کې دي.»

ایران له داعش سره ځانګړی حساسیت لري او ویل کېږي چې په وروستیو کې د ایران د پوځ استخباراتو د طالبانو د قطر استازي تهران ته د دې لپاره وربللي ول چې په افغانستان کې د داعش پر ضد په ګډې مبارزې خبرې وکړي.

فارس نیوز زیاتوي، د فراه مرستیال والي محمد یونس رسولي تایید کړه چې «د خاک سفید ولسوالي اوس د داعشي ترهګرو له وجوده پاکه شوې ده.»

د رسولي په وینا داعشیان اوس د اناردرې په شمال کې د طالبانو له لوري محاصره دي.

فارس نیوز وايي چې خاک سفید ولسوالي له نژدې یو کال راهیسي د داعش، چې دا اژانس یې تکفیري ډله بولي، د اوسېدو او تریننګ په مرکز بدله شوې وه.

3 thoughts on “ایراني رسنۍ وايی، طالبانو د فراه خاک سفید ولسوالي د داعش له وجوده پاکه کړه”
  1. جالبه ده له موره میره مهربانه شوله او یوی بلا بله وخوړه . خو د خمینی نیوز خبرونو که حتما کومه بله بلا نغښتی ده ، د افغانستان دولت باید داسی خبرونه جدی تعقیب کړی چی ایران د داعش په نوم خپلو مداخلو ته بله بڼه ورنکړی.

  2. ایران غواری چه په داسی بی زایه درواغو دخپلی ویری په خاطرمجاهدین په خپلومینزوپه جگره اخته کری

    1. كله چه شل كاله يو مزدور وساتى دير آسانه كولي شي چه هغه هر رقم استمال كرى پدى چه هغه سر تيت عادت شوى
      نو پدى خاطر ايران دير سر تيتى موزدوران لرى أفغانستان كى او استمال كول هغوته آسانه كار دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *