د ایران او سعودي عربستان اړیکې هغه مهال خرابې شوې چې تېر کال د حج په مراسمو کې د ټېل ماټيل له امله شاوخوا ۴۶۴ ایراني حاجیان مړه شول.
خو دا اړیکې هغه وخت په کړکېچ بدلې شوې چې سعودي عربستان د روان کال په جنورۍ کې یو شیعه عالم نمرالنمر د ملي خیانت په تور اعدام کړ.
سعودي او عربي هېوادونه وايي، ایران په عربي نړۍ کې د لاسوهنې ترڅنګ یمن، سوريې او عراق ته کرایه شوي ځواکونه د حوثي یاغیانو مرستې ته لیږي او د دوی پرضد یې کاروي خو ایران دا ډول ادعاوې رد کړي دي.
اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو له امله سږکال د ایران سني مذهبه نه شي کولای چې د حج په مراسمو کې برخه واخلي.
ایران چې دې موکې ته له پخوا په تمه وه ښه وخت په لاس ورغی چې نور هم په خپله خاوره کې سني مذهبه بې واکه کړي.
دا ټولو ته څرکنده ده چې ایران په خپله خاوره کې په سنیانو داسې بندیزونه لګولي چې، په یو اسلامي هېواد کې څوک له یهودو او مشرکینو سره هم داسې چلند نه کوي.
په ایران کې سنیان داسې مذهبي ازادي نه لري لکه په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې چې شیعه ګانو ته ورکړل شوي.
په افغانستان کې شیعه ګان پوره خپلواکي لري خپلې مذهبي ورځې ونمانځي او په ازاده توګه د خپلې خوښې وړ عبادت کوي.
له بده مرغه چې ایران په خپله خاوره کې سنیان داسې ساتي لکه د کفارو یې چې بندیان نیولي وي او دا ډول چلند نور د زغملو وړ نه ده.
مونږ په دې خاوره او دې نړۍ کې له کوم مذهب سره تعصب نه لرو، بلکه ټولو مذهبونو ته احترام لرو خو لارې مو سره جلا دي او له دوی هم د دې تمه لرو چې متقابل احترام وکړي او له مذهبي جګړې څنګه ته شي.
د راپور له مخې د سعودي د بهرنیو چار وزیر عادل الجبیر ویلي، ایرانیان په حج کې د لاریونونو په شمول د یو شمېر نورو حقونو غوښتنه کړې چې له کبله یې د ناامنۍ ویره شته دی.
دغه راز په راپورونو کې راغلي سعودي هر کال د نړۍ د ۷۰ هېوادونو څخه د حج په یادښتونو لاسلیک کوي چې هدف یې حاجیانو ته امنیت او سهولتونو برابرول دي، خو سږکال ایران په دغه یادښت له لاسلیک انکار کړی.
ایران په ظاهره د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره پر سعودي سخت شرطونه ایښي چې پلي کېدل یې ناشوني دي خو خپل هغه هدف ته رسېدونکي دي چې ایراني سنیان به نور د حج مراسمو لپاره نه ځي او په دوی د خدای پاک د کور دروازې تړل کېږي.
سعودي عربستان باید په دې وخت کې له پوره احتیاطه کار واخلي او ایران پرې نه ږدي چې سنیانو پرضد ناوړه کړنو کې بریالی شي.
د افغانستان په شمول نورو اسلامي هېوادونو ته لازمه ده چې په دې برخه کې له ایران او سعودي سره جدي خبرې وکړي او د مذهبونو ترمنځ د ناوړې سیالۍ مخه ونیسي څو ټول هغه مسلمانان چې حج پرې فرض دی د خدای پاک امر پرځای کړي.
په همدې هیله