تاند- د ایران پولیسو په تهران کې د افغانستان د سفارت مخته د هغې غونډې مخه ونیوله چې د پلازمېنې په ورامین ولسوالي کې د یوې افغان ماشومې د وحشیانه وژنې د غندنې او د هغې له کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره رابلل شوې وه.
شپږکلنه (ستایش قریشي) تېره اوونۍ (اپریل ۱۰، حمل ۲۲/ په ورامین کې د یوه ایراني ګاونډي له لوري له تښتول کېدو او جنسي تېري وروسته په بې رحمۍ ووژل شوه.
د ایران پولیس وايي، چې د دې افغان ماشومې ایرانی قاتل یې نیولی او سخته سزا به ورکړای شي.
د افغانستان د سفارت مخته راټول شویو افغانانو او ایرانیانو د ستایش نومې ماشومې په یاد شمعې لګولې وې.
دوی د ټولنیزو رسنیو له لارې له خلکو غوښتي وو چې نن /دوشنبه/ د مازدیګر په ۷ بجې د افغانستان د سفارت مخته راټول شي.
خو پولیسو خلک پرې نښودل چې سفارت ته نژدې شي او حتي ډېر کسان یې پاکستان واټ ته، چې د افغانستان سفارت پکې دی، پرې نښودل.
دا هم ویل شوي چې پولیسو د هغو کسانو فلمونه او عکسونه اخیستي چې سفارت ته نژدې شوي وو او شمعې یې په لاس کې وې. د دې معنا دا ده چې ښايي دا کسان ونیول شي.