تاند- ایراني ځواکونو د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور ولسوالي کې لږترلږه ۴ تنه ووژل.
د پنجګور د سیمې چارواکي وايي چې ایراني ځواکونو د دوو هیوادونو پولې ته نژدې د چیدګي پر سیمه ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۴ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.
سیمه ییز چارواکي وايي چې وژل شوي او ټپیان پاکستانیان دي.
دوی وايي، ویشتل شویو کسانو د پاکستان په خاوره کې خپل څاروي څرول چې د ایراني ځواکونو له لوري پرې ډزې وشوې.
پاکستاني چارواکي وايي چې تر دې پخوا هم په ځلونو ایراني ځواکونو له خپلې خاورې د پاکستان په لور ډزې کړي او مرګ ژوبلې یې اړولي دي.
د دوی په وینا تېره میاشت د پنجګور په سیمه کې د ایران یوه بې پېلوټه الوتکه د پاکستان د هوايي قلمرو د سرغړونې په خاطر وویشتل شوه.
د پاکستاني بلوچستان د چاغي، واشک، پنجګور، کیچ او ګوادر سیمې له ایران سره په پوله کې پرتې دي.
ایران وايي چې له دغو سیمو د ایران وسله وال سُني مخالفان وراوړي او پر ایراني ځواکونو حملې کوي.